مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-13   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

افغان ټول وژنه او دولس غندنه:

عبدالسمیع واحدی‎

 

تیرڅه باندی یوه نیمه لسیزه کي افغانان دسیمی او نړیوالو استخباراتي کړیو ددسیسو یواځنی داسي محور وو، چې د تروریزم وژونکی سیاست ورباندي وتپل شو، او ددې نوم لاندي یې نسل وژنه،کلتور وژنه، هویت وژنه په قانوني ډول روا شوه.کلونه کیږي چي موږ (افغانان) د افغان وژني، د افغان د هویت د وژني د افغان د کلتور د وژني، د افغان ژبه وژني او د افغانستان د وژني د استعماري دسیسوښکاریو.
دافغان سیاسي وژنه د شلمي پيړی تر ټولو ستر جبر دی چی په دی سيمه کې عملي شول.
افغان وژنه د افغان ځوان د ویني تویونه، د افغان ماشوم وژنه د افغان د بابا د قبر وژنه د هلمند وژنه، د پنجوایې وژنه د تګاب وژنه، د وزیرستان وژنه، د باجوړ وژنه ، څو ورځي مخکي د پکتيکا وژنه او پرون د پکتیکا وژنه نن دکابل وژني اودپروان دسیاګرد وژنی، ددې ملت د ستراتيژیکي نسل وژني لړی ده.
اشغالگرو ته دا حتمې ده چې افغان د افغان ځوان د افغان مشر د افغان خاوره، اوبه، سېمه، غر، د پښتنو هویت، کلتور، به ټول د دوي د ظلم په لمبو کښې وسوځيږي. د سولي ژوند نن دې ملت دپاره د قیامت په مانا دی، چې راتګ یې یوازي د بې پروا رب پوري اړه لري.
پدې وخت کې ټول افغان يواځي په جسمي ډول نه وژل کيږي، عدالت او اقتصاد یې جنګسالاران او مافیا له منځه وړي، ځیني وحشي ګاونډي یې د کلي او کور کلتورونه وژني، ژبه یې وژني، جوماتونه یی وژنې او ښوونځي یې وژني. ځینې نور بیا ددې ملت احساسات او ارمانونه وژني، میړانې یې وژنې، تاریخ یې وژنې اوهویت یې وژنی.
لسګونو کلونو د ډیورنډ د ها غاړي په ميلینونه افغانان همداسي د پنجاب او انګریز د خپل هویت څخه خلاص کړل او د پسونو د رمو په شکل کې یې پخپلو رمو کې وڅرل، نن همدا ورځ دلته رارسیدلي چې ددې غاړه افغانان هم دکورنيو جنګسالارانو دنړیواولو یرغلګرو د سیاستونو قرباني شول تر دی چی نږدی ده جی خپل هرڅه له لاسه ورکړي.
موږ افغانانو ته څه پاتي دي؟ موږ هيڅ وخت نه لرو، چي نور ددې حالت څخه ووځو؟ نه وخت ولرو چې سیاست وکړو، نه وخت لرو چي دا اولس ويښ کړو، بس یوازي باید ددې هري وژني فاتحه واخلو غندنه یی وکړو ویر پری وکړواود نورو وژنو او ځپلو ته انتظار شو..
او بس یوازي دافغان د پخواني عزم او برم په نوم به دافغان ځوان نسل ته دا ووایم چې دافغان بچی ژوند، دافغان دهیواد ژغورنه، دافغان هویت ساتنه، دافغان دکلتور ساتنه، دافغان دژبی ساتنه دعدالت ساتنه دملی ارزښتونو ننګه يواخي دافغان ځوان سپیڅلی دینی ،ایمانی، هیوادنی دنده اووظیفه ده که مو دامسولیت په ایمانداری اوصداقت ترسره کړه راتلونکی نسلونه به درباندي وویاړي او که همداسی غافل اوبی هوشه په خواږه خوب ویده وي په یو بل دملامتی اوپړی اچولو سلسلی ته دوام ورکړي په یوبل په بیلابیل الزامونه ولګوی دملت اساسي او حیاتي مسایلو ته پام ونه کړی نو نن به د اوسني نړی دملتونو په منځ کي دیو بی غیرته اوبی هویته ولس په ډول اوپه راټلونکی کی دنسلونو نسلونو انسانانو دغندلو به وي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery