مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-13   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

هلمندکي ۸۰ سلنه کوکنارکرل سوي دي

هلمند مدني ټولنه


د ۲۰۱۱ ،۲۰۱۲او ۲۰۱۳ کال په پرتله په ۲۰۱۴ کال کي د کوکنارو دکرکيلي کچه دهلمنددشمالي ولسواليوسربيره ددي ولايت جنوبي ولسواليو ته هم سرايت کړي او يادو ولسواليو کي کوکنارکرل سوي دي
هلمندچييو زراعتي ولايت دي او ۲۰۰۵ کال کي د کوکنارو کرکيله دلته ډيره زياته وه خو په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونوکي داکرکيله لا هم ډيره سوه خو په ۲۰۰۸ کال کي داکرکيله ۷ سلنه دافغان دولت له لوري کنټرول سوه
په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونوکي د کوکنارو کرکيله ۴۰ سلنه يو اين ډي پي کمه ښوولي وه او هغه مهال يي دهلمند ولايتي اداره پدي وستايل چي د کوکنارو په کرکيلي کييي کموالي راويستي وو
خو په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونوکي دهلمندپه شمالي ولسواليوکي د کوکنارو کرکيله بيا ډيره سوه او داسلنه ۶۷ سلني ته ورسيده په ۲۰۱۳ کال کي داکرکيله لا هم پسي ډيره سوه په ۲۰۱۴ کال کي د کوکنارو د کرکيلي د ډيروالي لوي لامل داوښول سوو چي پدي ولايت کي ناامني او دانتخاباتو روان کړکيچ او دانتخاباتو لپاره دامنيت زميني برابرول وو
اوس مهال چي ۲۰۱۴ کال وروستي شپي او ورځي دي  نو پدي ولايت کي د کوکنارو د کرکيلي د کرلو وخت دي دامهال دهلمند د شمالي ولسواليو سربيره ددي ولايت په جنوبي ولسواليوکي هم کرکيله زياته سوي ده
هلمندکي ولايتي چارواکي دامني چي پدي ولايت کي د کوکنارو کرکيله ډيره سوي ويل کيږي سږکال د کوکنارو کرکيله ۸۰سلنه کرل سوي دي
هلمندمدني ټولنه د کوکنارو د کرکيلي ډيروالي لوي لاملونه  پدي ولايت کي د کوکنارو د کرکيلي لپاره د بديل نه پيداکول ،ددهقانانو لپاره د پنبي د بازارنه شتون او هلمندکي د بيکاري د کچي ډيروالي بولي.
هلمندمدني ټولنه له افغان دولت او نړيوالي ټولني نه غواړي چي پدي برخه کي خپلي هلي ځلي دوه چنده ،دپنبي فابريکه بيا فعاله او د کرونده ګرو د حاصلاتو لپاره مارکيټ پيداکړي ترڅو دکوکنارو کرکيلي ته کرونده ګرخپله د پاي ټکي کيږدي

هلمندکي دکوکنارو کرکيله ددي ولايت په يوشمير ولسواليوکي پدي سلنه کرل سوي دي
ناوه ولسوالي :- ۸۰ سلنه کوکنارکرل سوي
ګرمسيرولسوالي :- ۷۵ سلنه کوکنارکرل سوي دي
خانشين :- ۸۵ سلنه کوکنارکرل سوي دي
ديشو ولسوالي :- ۹۵ سلنه کوکنارکرل سوي
ګريشک ولسوالي :-۶۵ سلنه کوکنارکرل سوي دي
نوزا دولسوالي :- ۹۷ سلنه کوکنارکرل سوي دي
موسي قلعه ولسوالي :- ۹۲ سلنه کوکنارکرل سوي دي
سنګين ولسوالي :- ۹۵ سلنه کوکنارکرل سوي دي
کجکي ولسوالي :- ۹۵ سلنه کوکنارکرل سوي دي
واشيرولسوالي :- ۹۵ سلنه کوکنارکر ل سويدي
نادعلي ولسوالي :- ۶۸ سلنه کوکنارکرل سوي دي
مارجه ولسوالي :- ۸۰ سلنه کوکنارکرل سوي دي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery