مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-15   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د شهید پوهندوی استاد ګل محمد نورزاد د فاتحې خبرتیا

 

انجنیر بلال احمد نورزاد، استاد بشیراحمد نورزاد او شیراحمد نورزاد زامن. محمد انور نورزاد ورور. نصیر احمد نورزاد او ګل احمد نورزاد وریرونه، ډاکټر ناصر درمل، ډاکټر صابر درمل، ډاکټر بایر درمل، انجنیر طاهر درمل او انجنیر بلال احمد درمل خورییونه. ډاکټر احسان الله ناشر، غلام سرور خان، محمد ایوب خان او غیاث الدین غیاث زومان.

د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د ریاضي څانګې استاد شهید پوهندوی ګل محمد نورزاد د شهادت له امله، چې جنازه یې د تېرې پنجشنبې ورځ په خپله پلرنۍ هدیره ــ د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د لایق په کلي ـ کې خاورو ته سپارل شوې، دوستانو ته خبر ورکول کېږي، چې فاتحه یې د سه شنبې په ورځ د لیندۍ(قوس) میاشتې په ۲۵مه، د څلورمې کارتې په شېرشاه سوري جامع جومات کې له ۱:۱۵ نه تر ۳:۱۵ بجو پورې د شهید د کورنۍ، خپلوانو، قره باغ شورا او د کابل پوهنتون ساینس پوهنځي د استادانو او کارکوونکو لخوا اخیستل کېږي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery