مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-15   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

جنګ دی دډاکټرغني او ډاکټر عبداله

محمود نظري

 

 

 جنګ دی دډاکټر غني او ډاکټر عبداله دایې کیسه ده
 وایي وره وطنداره چې له لیمولا ډیره تریووزمه ده
 په یو نیکر او یوبنیان کې په ارګ کې داتلي مسابقه ده
 یو بل یې تر ملا ټینګ نیولي څرخي دپالواني لوبه ده
 خپل او پردوته یې جوړه کړې بې ټکیسه ننداره ده
 دجنګ اصلي موضوع د دولت تر ټولو اهل کابینه ده
 ددواړو زورونه اوستمی دی یو بل ته خروښیږي
 عبداله وایي کابینه زمادنده ده ستا مفته کیسه ده
 جنګ دی دډاکټر غني او ډاکټر عبداله دایې کیسه ده
 وایې وره وطنداره چې له لیمو لا ډیره تریووزمه ده
***
عبداله ول په اوله مو لاسلیک کړې یوه لوظنامه ده
 وزیر د دفاع زماستایې انتخاب د دفتر سکرتره ده
 غني ول په رساله کې کله داسې یوه خبره نوشته ده
 عبداله ول دروغتیا وزیرزماستا یې لویه نرسه ده
 غني ول هغه د امنیتي اقتصادي وزارتوشرطنانه ده
 عبداله ول ماته ان د پياده څوکۍ لا د پیسو چینه ده
 غني ول هغه وخت نه وه اوس دي جوړه کړې دا بهانه ده
 عبداله ول زما مالیه ستایې څوکۍ د قانوني د خسر بره ده
 جنګ دی دډاکټر غني او ډاکټر عبدالله دایې کیسه ده
 وایې وره وطنداره چې له لیمو لا ډیره تریووزمه ده
***
عبدالهر ول چپ «کیری» راوغواړم هغه دوحدت دایه ده
 یا«عطا نور» ته ووایم چې وکړي هغه زده ژیړه دماکه ده
 عبدالهر ول دارګ مزه تاته زموږ لویه زهري طعمه ده
 ستا یې دننه په ارګ کې زموږ یې بهر مزه چرچه ده
 دا موږ ته نه تاته ده چې رایې دي وړي لویه زیمنه ده
 موږ پخوا «کرزي »ته هم ورکړې داسې ښه موازینه ده
 جنګ دی دډاکټر غني اوډاکټر عبداله دایې کیسه ده
 وایې وره وطنداره چې له لیمو لا ډیره تریووزمه ده
***
درې میاشتي کیږي لا پخه نه دکابینې ړنبوسه ده
 دواړو دیو بل نیولې دکشکي نیکر ټینګه پایڅه ده
 غني ول پام چې پایچه کش نه کړې یاره اجراییه
 ما ته ستا دخراب سیاست پاته دا یوه وسوسه ده
 عبدالهد ول ته پوهیږې زه نه ویریږم د کشولو دپرتاګه
 زما لوڅه پټه ټولو افغانانو او دنیاوالو ته مالومه ده
(نظری )مالومه نه ده چې کوم یو به کش کړي پایڅه
 کله به نصیب سي زموږ او دنیا دخلکو دا لویه تماشه
 جنګ دی دډاکټر غني او ډاکټر عبداله دایې کیسه ده
 وایې وره وطنداره چې له لیمو لا ډیره تریووزمه ده
***
دا زموږ د دولت د ملي وحدت یوه وړه کیسه ده
 تر څو چې دا ډاکټران وې شخړه دوحدت تومنه ده
 چا دداسې ملي نفرت تر اوسه لیدلې کومه نمونه ده
 داد ورقو دوه سره پاچا دامریکا لخوا یوه تحفه ده
 نه چې موږ ته بیا قدرمنه هغه وریښمنه سي چپنه
 هغه په ښکاره پاچاو ټوله مقرري د فهیم په خوله و ه
 اوس ښکاره پاچاغني دی پټ واک عبداله غواړي
 هغه سیاست دی خو لویه بیشرمي په کښې ښکاره ده
 جنګ دی دډاکټر غني او ډاکټرعبدالهه دایې کیسه ده
 لابه یې وارې وطنداره چې له لیمو لا ډیره تریووزمه ده
 زیمنه( شرم)، ړنبوسه(لېټۍ)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery