مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-16   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

لیو راک ویل ډاټ کام (امریکا):امریکایی تحقیقات

لیکوال : اریک مارګولیس
  نېټه : ۱۴ / ۱۲ / ۲۰۱۴
 ژباړن : نثار احمد صمد

 

 کړوَل د امریکایی او بین المللی دواړو قوانینو له مخی جُرم دی . د بوش حکومت د ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۶ پوری څو څو واره د کړولو ، تښتولو او وژلوپه څپو کی دا قانون مات کړی دی او دا هر څه یې د خپل درواغجن بیرغ یعنی « د ترور پر ضد د جنګ » په نوم کړي دي .
« ترور » هغه یوه عجیبه ښه پروپاګنډي اصطلاح ده چی اسراییلو رامخته کړې او د بوش ادارې خپله کړې وه تر څو له مخي یې په ډیرو اسلامی هیوادو کی د امریکایی نفوذ سرسخته مخالفین غیر انساني او نامشروع وښیی .
د امریکا مرکزی استخباراتی جوړښتون ( سي آی اې ) چی د اطلاعاتو راغونډولو او رسیدګۍ له پاره تأسیس سوی و ، نن د امریکا د اصلی یا خیالي دښمنانو د نیولو په یو بې رحمه پوځي ډوله ښکاري سره اوښتی دی . دا صحیح ده چی امریکا باید د یوې بلی سپټمبر یوولسمی غوندی حملې څخه ژغورل سوې وای ، خو پر ځای یې د بوش حکومت د سپټمبر د یوولسمی د حملې د بریدګرو څخه د انتقام په لټه کی سو چی له امله یې د سختو الفاظو ویونکی ولسمشر ټوله ورځ او شپه غوږ په هوا و . ده سي آی اې ته یوه کثیفه دنده وسپارله چی بیا مرستیال مشر ډیک چینی هغه په شدت سره مخته وړله .
مسلمانانو ته خورا سخت سبق ورکړه سو . د ګوانتانامو مځکنی دوږخ ، کنګل اطاقونه ، مروړلي او تنګ ځایونه ، په پزه او خوله کی د اوبو ورتویول یعنی ټول هغه اعمال چی د پخواني شوروی « کی جی بی » خوښول او کول ، تر څو د امریکا د منځني ختیځ په امپراتورۍ کی یې نااطاعته او خبیثو سرغړونکو ته شدید اخطار ورکړی وای ، چی ما « امریکایی راج » بللی دی . د تحقیر ، سپکاوي او پست کولو تخنیکونه چی اسراییلو باب کړي وو تر څو عرب بندیان یې خپل مخبران کړي وای ، د عراق په ابوغریب جېل کی د امریکایی پوځی افسرانو لخوا په ډیر شدت سره وسول .
د حیرانۍ له مخی د سي آی اې ځینو احمقانو دوو جعلی او ټګمارو روحیات پیژندونکو ته ۸۱ ملیونه ډالره ورکړل تر څو د کړاو او شکنجې ډولونه ورزیات کړی . په دې ډول هر ځانپال مراکشي او یا سربي پولیس افسر تیار وو چی د سلو ډالرو په بدل کی په خوښۍ سره دا کار وکړی .
ما د یو خبریال په حیث د ۲۰۰۳ راهیسی د « امریکایی تحقیقاتو » په باره کی ډیر څه لیکلی دي . امریکایی اهلی خپرونو او ضعیف النفسه کانګریس پر دغو یو مخیزه جنایی کړنو باندی سترګی پټی کړې . واشنګټن او عدالتی رسنیو د کوچنیانو غوندی په ډیره سادګۍ سره دغه ناولي کار ته یو سم تعبیر ورکړ او ویې ومنل چی « سمی ګرویږنی » دې وسی .
ولسمشر بارک اوباما په حقه سره نور کړاوونه بند کړل ، خو وروسته یې خپل دغه امرونه د محکمې لخوا د امریکایی ګرویږونکو د ساتنی پر اساس بیرته سُست کړل . د اوباما دا خبره چی ویې ویل « موږ یوه ډله کسان کړولی دي » د بوش د پولیسي دولت تر کړنو د لږښت ښودلو له پاره کافی نه دي .
سناتوری « ډیانی فاین سټاین » لږ تر لږه خپل مسؤلیت ښه ترا ادا کړ چی د خپلی استخباراتی جرګه ګۍ راپور یې په سختو الفاظو سره اصلاح کړ چی بیا د جمهوریت غوښتونکو او « روڼ » ولسمشر د سختو نیوکو سره مخامخ سوه . نو آفرین دې وی پر دغه سناتوره باندی .
له دې نه ښه ترا معلومیږی چی د حکومت کنټرول او توازن تر کومه حده کار کوی . دا چی ولی بوش او د ده نوي محافظه کاره مشاورین امریکا د خپلی بهرنۍ تګلاری خورا لویی تباهۍ یعنی عراق ته بوتلله ، علت یې دا دی چی بې روحه کانګریس د تجاوز پر دغه جنګ باندی د هوکې ټاپه ووهله او خپرونو پسی وستایله . تقریبأ ټوله انتقادیان د سپټمبر د یوولسمی د وحشت له امله غلي کړای سول .
د ملی خپرونو مسؤلین ، مثلأ زه پخپله ، چی په جرأت سره یې دا ویل چی په عراق کی د امریکا جګړه غلطه او درواغ ده او دا کاذبی ادعاګانی یې ښودلې چی ګواکی صدام حسین تر څه حده د سپټمبر د یوولسمی په حمله کی لاس لری له دندې پسی واخیستل سول ، په تور لیست کی ونیول سول او د « غیر هیواد پال » په نومونو تورن سول .
جمهوریت غوښتونکي نن ټینګار کوی چی د سنا اړونده راپور غلط دی ، او ګواکی ولسمشر بوش د دغو شکنجو او پټو جېلونو په باره کی خبر نه درلود . د سي آی اې مشر جان برینن وویل چی د سي آی اې کړونکي« هیواد پاله » انسانان دي .
د روسیې سرسخته کمونیسټان هم تر اوسه لا ټینګار کوی چی « ملګری سټالین د وحشتناکو زندانونو او د کی جی بی د جنایتونو څخه بې خبره و » . خو حتی مرستیال مشر ډیک چینی یعنی ستر ګرویږونکی هم وایی چی بوش د لومړۍ ورځی څخه په دې هر څه خبر و او کړول یې امضا کړي وو . نو ځکه چینی پخپله هم یو مجرم دی . د سي آی اې پخواني مشران جورج ټینټ او هېډن هم کټ مټ مجرمان دي . یوازی ایف بي آی ورته ودرېدله او خبردارئ یې ورکړ چی له حده وتلي تحقیقات چی په شکنجه سره منتج کیږی ، یو جنایت دی .
جمهوریت غوښتونکي غواړي چی بوش ملامت و نه بلل سی ، ځکه چی ورور یې والی ( جیب بوش ) ځان ولسمشرۍ ته کاندیدوي . همدا علت دی چی د دې دوو بایللو جنګونو له پاره د بوش نوم او د جمهوریت غوښتونکو دغه میراث باید په سپین رنګ ورنګول سی . کارل رو همدا مهمه دنده راپیل کړې ده . فاکس ټلویزیون او وال سټریټ ژورنال د پراودا ورځپاڼی غوندی مبارزه راپیل کړې ده تر څو تاریخ له سره ولیکی .
په ۱۹۶۰ لسیزه کی ولسمشر جان کنیډی کوښښ کاوه چی پر کیوبا باندی د امریکایی بم وریو ټوله پړه پر سي آی اې واچوی . نو نن هم ښایی واشنګټن دغه ټوله چټلي او کثافات د سي آی اې پر لویو مشرانو واچوي او هغوی پر خپلو تورو باندی غوځار کړی . ما چی کله د سي آی اې د تیرو جرمونو په هکله د چرچ کمیسیون چارې لټولې نو همدغسی ټوله کړنی می لیدلی دي . د سي آی اې اکثریت افسران د ساحې اتلان نه بلکی دفتري بیوروکراتان دي . په استخباراتی چارو کی زما د اوږدې مودې د تجربې له مخی هغوی د سپینی ماڼۍ هدایات پر مخ بېولی دي ، نه دا چی له انسان وژنی یې خوند اخیستی . ما ته د یو پخواني پوځي انسان په حیث د قوماندې مسؤلیت رازده سوی و . که یوه کښتۍ د کومی لویی ډبری سره ومښلی ، کښتۍ وان ملامت دی که آن هغه بیده هم وی . کله چی د ابو غریب د جېل وحشت رسوا سو ، نو فقط یو څو هلکان پر لاسو ووهل سول او بس . جنایت هم د ماتې غوندی همیشه یتیم وی . دغه غرڅنی ( ګوزن ) په سپینه ماڼۍ کی تم نسو .
که امریکا هغه لوی سیاست وال او مقامات ، چی په ښکاره یې قانون مات کړی و ، محکمې ته نه وای راکش کړي ، نو ځان به یې تر نورو لوړ نه ښودئ او په هیوادونو کی به یې د تظاهر دغسی حق هم نه درلود . خو متأسفانه چی دغسی نه ده . د امریکا د عدلیې وزارت خو متهم او مقصر اشخاص ساتی ، محکمې یې پر خلاف عمل نه کوی ، او جمهوریت غوښتونکي هم راروان دي . دیموکراتان چی د افغانستان او عراق پر غیر ضروري جګړو یې ټاپه ووهله ، اوس پټه خوله دي . اوباما ټینګار کوی چی موږ په پخوانیو خبرو پسی نه ځو ـ بېله دې چی د نازي جنایتونو سره سروکار ولری .
دا د نورو هیوادو کار دی چی باید بشری حقوق او قانون جدأ مراعات کړی . همدا علت دی چی کله د جورج بوش ، ډیک چینی ، پاول ولفوویچ ، کاندولیزا رایس ، او د سي آی اې د ټینټ او هېډن غوندی لوی ګنهګاران او بدکاران بهر ته سفرونه کوی نو سخت عصباني وی . همدوی او برتانوئ درواغجن ټونی بلېر باید د دې هر څه ځواب ورکړی .
دا چی داعش ـ چی په ابو غریب جېل کی جوړ سوی دی ـ ولی په خپلو قربانیانو باندی د هغوی د سرونو د پرېکولو پر مهال نارنجي لباس اغوندی ، هماغه ګوانتانامو ته ارتباط ورکوی . ځکه نو زموږ خپل ګناهونه دا دی موږ پخپله ښکار کوی .
ټوله نړۍ د امریکا څخه د قانون ، حکومت دارۍ ، او ښه سلوک لوی لوی امیدونه لری . همدا علت دی چی زه په خپل امریکایی توب او د خپل هیواد د یونیفورم په اغوستلو ویاړم . خو دا ویاړ د بوش او کمپنۍ څخه وړاندی وو ، حال دا چی دوی زموږ هیواد راټیټ کړ ، د هغه درنښت او پت یې ناولی کړ ، او یو نړیوال منافق یې ترې جوړ کړ . نور نو دا وخت رارسېدلی دی چی خپله چټله طویله ( غوجل ) پاک کړو . کړونکي (شکنجه ورکونکي) هیڅکله هم هیوادپال انسانان نه ، بلکی مجرمان وی ، پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery