مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-17   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

افغانستان لا هم تجارتي پاليسي نه لري

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له ۱۳ کاله مرستې وروسته لا هم تجارتي پالیسي نه لري او دې ستونزې افغانستان د سوداګرۍ له دوامداره او ژور کسر سره مخ کړی دی. د افغانستان کلنی سوداګریز کسر ۹۵ په سلو کې دی. د احصایې د مرکزي ادارې د معلوماتو له مخې په ۱۳۹۲ کال کې د افغانستان د ټولې سوداګرۍ کچه ۹ میلیارده او ۲۳۹ میلیونه ډالره ښودل شوې ده. له دې ډلې ۸ میلیارده او ۷۲۴ میلیونه ډالره واردات او ۵۱۵ میلیونه یې صادرات تشکیلوي، چې د فیصدۍ له مخې د وارداتو کچه ۹۴،۴سلنه او د صادراتو کچه ۵،۶ سلنه محاسبه شوې ده. دا یوازې ثبت شوي رسمي واردات او صادرات دي او هغه توکي چې له ګمرکي محصول پرته په قاچاقي ډول وارد او صادرېږي، په دې ډله کې نه راځي. د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیا‌ء مسعود په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې او وايي چې افغانستان د خپلو صادراتي توکو په پرتله ۱۶ چنده واردات لري. نوموړي وړمه ورځ د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له چارواکو سره په کتنه کې ویلي، چې افغانستان لا هم تجارتي پالیسي نه لري. احمد ضیا‌ء مسعود زیاته کړې، که له وارداتو سره په عین وخت کې بهرنۍ پانګونه او خدمات ترسره نه شي، نا شوني ده چې د وارداتو او صادراتو ترمنځ اوسنی واټن راکم شي. د هغه په وینا، افغانستان په اوسنیو امکاناتو او د بهرنیو پانګونې په نشتوالي سره نه شي کولی چې د اقتصادي ودې نوي پړاو ته داخل شي. دی وايي په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې لپاره اړتیا وه چې تجارتي پالیسي او قوانین نهايي شوی وای، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی. د مسعود په وینا د سوداګرۍ په برخه کې د ځانګړو پالیسیو او قوانینو نه شتون سبب شوی چې په افغانستان کې بهرنۍ پانګونې ونه شي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست مزمل شینواري د ولسمشر د ځانګړې استازي د دې څرګندونو په اړه ویلي چې د سوداګرۍ وزارت اووه میاشتې مخکې دغه پالیسي جوړه او د تایید لپاره یې وزیرانو شورا ته لېږلې ده. دی وايي چې د وزیرانو شورا اقتصادي کمېټې پرېکړه وکړه چې دغه پالیسي به نوي حکومت ته پرې ږدي. د شینواري په وینا، د دې پالیسۍ د جوړولو پر مهال د خصوصي سکتور او د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استادانو نظریات هم اخیستل شوي دي. مزمل شینواري د حکومت له لوړ پوړو چارواکو څخه وغوښتل چې د وزیرانو شورا له لوري د پالیسۍ د دې مسودې د تایید لپاره دې وزارت سره مرسته وکړي. د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیا‌ء مسعود د سوداګرۍ وزارت له دې اقدام څخه هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د سوداګرۍ د سرپرست وزیر له وینا سره سم دغه پالیسي د هېواد د ملي ګټو او اړتیاوو پر بنسټ جوړه شوې وي. احمد ضیا‌ء مسعود وویل چې پخواني حکومت په دې برخه کې هېڅ ډول سیاسي اراده نه لرله. هغه ژمنه وکړه چې دغه ستونزه به په جدي ډول تعقیب او هواره کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery