مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-17   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

پخواني ولسمشر حامد کرزي د پېښور پرونی برید غندلی

احمد فیصل
مخکنی ولسمشر حامد کرزى د پېښور د بريد د غندنې تر څنګ وايي چې دا د هغې كرغېړنې جګړې برخه ده چې د ډيورنډ په دواړو غاړو كې مېشت خلك يې قربانيان دي. پرون له غرمې مخکې اوو ځانمرګو بريدګرو د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د پېښور ښار پر يوه ښوونځي بريد وکړ چې په پايله کې يې د ١٣٢ زده کوونکو په ګډون ١٤١ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټيپان دي. حامد کرزي دغه بريد په کلکه غندلى او دا يې يو وحشيانه عمل بللى دى. د کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ډول عمل ترسره كول د اسلام د مقدس دين د تعليماتو خلاف عمل دى او په هېڅ توګه نه شي توجيه كېداى. هغه زياته کړې: ((د پېښور بريد د هغې كرغېړنې جګړې برخه ده چې زموږ په سيمه په تېره د ډيورنډ په دواړو غاړو كې مېشت خلك يې قربانيان دي.)) حامدكرزي د قربانيانو كورنيو ته د لوى خداى (ج) له درباره صبر او ټپيانو ته يې د بېړنۍ روغتيا غوښتنه کړې ده. د پېښور د ښوونـځي د بريد مسووليت پاکستاني طالبانو پر غاړه اخيستى دى. د دې ډلې وياند ويلي چې دغه بريد يې په شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ کې د روانو پوځي عملياتو په غبرګون کې ترسره کړى دى. خو بلخوا د افغانستان وسله والو طالبانو بيا پر دغه بريد خواشيني څرګنده کړې او دا يې غندلى دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery