مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-17   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

ولسمشرغني :له امریکا سره همکاري ته ژمن یو

سید سلام
ولسمشر اشرف غني وايي له امریکا سره رښتیني همکاري ته ژمن یو. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې دا څرګندونې ولسمشراشرف غني پرون ماسپښین له ځينو امریکايي سناتورانو سره په کتنه کې وکړې په دې کتنه کې امریکايي سناتورانو د افغانستان د ملي یووالي له حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ويې ويل، چې دوی ژمن دي چې د افغانستان له نوي حکومت سره همکاري وکړي ترڅو دغه حکومت وکولای شي خپلو اوږد مهالو موخو ته ورسيږي.اشرف غني هم د امریکا د خلکو او د هغه هېواد د حکومت له مرستو او ملاتړ څخه مننه وکړه او ويې ویل: موږ له امریکا سره واقعي همکاريو ته ژمن یو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery