مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-17   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

کابل کې ځانمرګې څلورو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

سید سلام
دکابل په ده سبز ولسوالۍ کې نن سهار د ځانمرګي برید له امله افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته .برید شاوخوا اته بجې د ده سبز ولسوالۍ د تره خېلو په کلي کې شوی دی . دکابل د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي پېښه تاييد کړه، خو په دې اړه يې نور معلومات نه درلودل.خو عیني شاهدان وايي ،چې په پیښه کې یو پولیس وژل شوی او دری نور ژوبل دي .دوی وايي چاودنه هغه مهال وشوه ،چې ځانمرګي برید کوونکي خپل له چاودېدونکو موادو ډک موټرد افغان ځواکونو له یوه رینجر موټر سره وجنګاوه. ویل کیږي په برید کې د افغان ځواکونو دګزمې موټر هم ویجاړ شوی دی .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery