مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-18   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

نواز شریف: تر څو چې یو ترهګر هم موجود وي پر ضد یې جګړه کوو

احمد فیصل
د پاکستان لومړي وزير نوازشريف ويلي چې له دې وروسته به د عملياتو پر مهال د (ښو او بدو) طالبانو تر منځ توپير نه کېـږي. نوازشريف دغه څرګندونې پرون په پېښور کې د پاکستان د سياسي ګوندونو له هغې غونډې وروسته په يوه خبري کنفرانس وکړې چې پر يوه ښوونځي تر بريد وروسته جوړ شوى و. اوو وسله والو طالبانو وړمه ورځ د پېښور ښار پر يوه ښوونځي بريد وکړ چې له امله يې شاوخوا ١٤٠ زده کوونکي ووژل شول او لسګونه نور ټپيان وو. نوازشريف يادې غونډې ته ويلي چې له دې وروسته د ترهګرو پر وړاندې د عملياتو ترسره کولو پر مهال به د ښو او بدو طالبانو تر منځ هېڅ ډول توپير نه کېږي. هغه زياته کړې، څو چې يو ترهګر هم پاتې وي، د هغوى پر وړاندې به جګړه روانه وي. نوازشريف د ښو او بدو طالبانو تر منځ د توپير نه کولو په اړه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې تېره مياشت د هغه د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز له بي بي سي سره په يوه مرکه کې د ښو او بدو طالبانو تر منځ د توپير خبره کړې وه. سرتاج عزيز زياته کړې وه، موږ ولې پر هغو طالبانو بريد وکړو چې موږ ته يې زيان نه رسېږي. نوازشريف ويلي چې د پاکستان په خاوره کې د مېشتو ترهګرو پر ضد يې يو قوي پلان جوړ کړى چې ډېر ژر به يې پايلې اعلان کړي. د هغه په وينا، په شمالي وزيرستان کې د (ضرب غضب) تر نامه لاندې د پيل شوو عملياتو له امله چې کوم ترهګر د افغانستان خاورې ته اوښتي، له افغانستان سره به يې په ګډه تعقيبوي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery