مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسي جرګې د وزیرانو ور معرفي کولو ته ضرب الاجل وټاکه

احمد فیصل
د افغانستان ولسي جرګې حکومت ته یوه اوونۍ وخت وټاکه څو نوې کابینه د باور رایې اخیستلو لپاره ور معرفي کړي. ولسي جرګه د نوو وزیرانو د معرفي کولو لپاره په داسې حال کې یوه اوونۍ وخت ټاکي چې د نوي حکومت له جوړېدو نږدې درې میاشتې تېریږي. د ولسي جرګې غړي پر حکومت انتقاد کوي چې پر خپل وخت د نوې کابینې په جوړولو کې پاتې راغلی. د دې جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي پرون په عمومي غونډه کې وویل چې که حکومت د ولسي جرګې له خوا د ټاکل شوي نېټې پر اساس ورته وزیران معرفي نه کړي؛ نو دوی به یې په اړه پرېکړه وکړي. هغه وویل: ((دا وروستۍ اوونۍ ده، د راتلونکې اوونۍ په پیل کې باید موږ ته کابینه معرفي کړي. که نه نو موږ به یې په اړه پرېکړه وکړو.)) خو ابراهیمي د دې پرېکړې په اړه جزیات ورنه کړل. ولسمشر محمد اشرف غني څه باندې یوه اوونۍ مخکې په ارګ کې د دیني عالمانو او ولسي جرګې له غړو سره په کتنه کې وویل چې نوې کابینه د درېیو اونیو په جریان کې معرفي کېږي. په همدې حال کې یو شمېر رسنیو راپور ورکړ چې د کابینې نهه وزیران به سبا دوشنبې ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره معرفي شي. د دغه راپورونو پر اساس، صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزارت ته؛ شېرمحمد کریمي دفاع وزارت ته؛ فضل احمد معنوي کورنیو چارو وزارت ته؛ جیلاني پوپل مالیې وزارت ته، سعادت نادري د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته؛ سردار احمد نعیم د سوداګرۍ وزارت ته؛ فیض الله ذکي د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته او رحمت الله نبیل د ملي امنیت ریاست ته کاندیدان دي. خو د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزي ازادۍ راډیو ته ویلي چې په دې اړه رسماً کومه پرېکړه نه ده شوې او د کابینې غړي به هغه مهال معرفي کېږي چې ولسمشر یې په اړه پرېکړه کړې وه. هغه وایي: ((نوې کابینه به انشاءالله په هغه ټاکل شوي وخت چې د افغانستان جمهور رییس اعلان کړی و؛ د افغانستان خلکو ته به وروپېژندل شي. یعنې هغه وخت چې د دوو نه تر څلورو اوونیو پورې و؛ په دغه جریان کې به معرفي شي.)) یو شمېر کتونکي وايي، د کابینې په تشکیل کې ځنډ د دې سبب شوی چې امنیتي وضعیت خراب او د حکومتي ادارو کارونه له ځنډ او ستونزو سره مخ شي. دوی همدا راز وایي چې که دا وار هم حکومت د کابینې په معرفي کولو کې ځنډ وکړي او د ولسي جرګې غړي په ژمنیو رخصتیو ولاړ شي نو ښایې بیا هم وزارتونه د راتلونکو څو میاشتو لپاره د سرپرستانو له خوا اداره شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery