مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ګروباچوف: روسیې د امریکا پر وړاندې سړه جګړه پیل کړې

احمد فیصل
د پخواني شوروي اتحاد وروستي ولسمشر ميخايل ګورباچوف د روسي ژبې ورځپاڼې «پراودا» سره په مرکه کې ويلي چې امريکا په نړۍ کې د ژاندارم رول خپل کړی او بايد د دغه کړنو مخنيوی يې وشي. نوموړي د نړۍ د وضعيت د ارزونې پر مهال وويل چې امريکا له روسيې سره بیا سړه جګړه پيل کړې او دغه سياست په نړۍ کې ډېر ټکرونه رامنځته کړي دي. ګورباچوف پر دې ټينګار وکړ چې امريکا او روسيه بايد د اتمي وسلو د له منځه وړلو لپاره کار وکړي، ځکه دا ډېر وژونکي دي. د ده په وينا د روسيې يو «ساتانای» ډوله توغندی، د چرنوبيل د پېښې سل برابره ځواک لري. ګورباچوف زياته کړه چې بايد ډېر پام وکړو او هوښيار واوسو چې دغه وسلې د ترهګرو په لاسونو کې و نه لويږي. ده همداراز نيوکه وکړه چې امريکا غواړي د ختيځ پر لور پراختيا ومومي او د نړۍ داسې سيمې نشته، چې هلته دې امريکا، پوځي اډې ونلري. ده زياته کړه چې تر ټولو خطرناکه دا ده چې امريکا غواړي په نړۍ کې خپله امپراتوري جوړه کړي او لوبه يې د خپلو اصولو پر بنسټ پيل کړې چې باید د نړۍ نور لوی هېوادونه لکه روسيه، چين او نور يې مخنيوی وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery