مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

میراث

یوسف هېواددوست
« پلار جانه سلام .نن می دوتی وخوله او بیا می درس ونه و ایلی او بیا می ښوب وکلو ...(۱) » 
د دې لیک په لوستلو سره معلم یارګل ته خپل وړکتوب وریاد شو .د خپل ځوی د لیک پر کرښو کې  یې سترګې ډوبې شوې .شېبه ډېر په پاڼه کې ورک و .د وړکتوب هغه بېر یې ترسترګو شو چط پلار  به یې ورته ناست و  او ده ته به یې ویل : ولیکه ، بیا یې ولیکه ،سل ځلې یې ولیکه  تر هغو چې  زده یې کړې .دا دې ژبه ده  .ژبه دې زده کړه .که په خپله ژبه پوه شوې ،لیک او لوست دې پرې وکړ  نو بیا به لوی سړی شې .ځوی جانه ! ته به خلمی شې ستر به شې ،واده به وکړې ،بیا به دې بچیان وي ، که دې خپله زبه نه وي زده  ، بچیانو ته به دې څه وایې ؟ او حه به ورزده کوې ؟ .ځوی جانه ! دا خبره موږ ته له خبلو پلرونو او نیکونو په میراث پاتې ده . د معلم یارګل له سترګو  غټې غټې اوښکې راتویدې .یو سوړ اسویلی یې و ایست  او غږ یې کړ : زرغون جانه څویه ! راشه ، راشه دلته څنګ ته مې راشه .راشه دلته  کېنه ، افرین ، شاباس .ګوره بچیه ! ما ستا لیک ولوست ،ستا لیک ډېر ښکلی او ښه دی افرین ، خو په لیک کې یو څه  غلطۍ  هم شته .اوس خو په دې پردي ملک کې دا پردۍ ژبه لولې  او زده کوې یې ، خو ته باید پوه شې چې  ته افغان یې .پښتو ستا د پلار نیکه ژبه ده .او لازمه ده چې خپله ژبه هم زده کړې .دا زده کړه .په وار وار یې ولیکه ،بیا یې ولیکه ، تر هغه وخته یې ولیکه او ولوله چې زده دې شي .ته به ځلمی شې ،ستر به شې ،واده به وکړې ، بچیان به دې شي ، خو که ستا خپله ژبه نه وي زده ، ته به هغوي ته څه وایې ؟څه به ورزده کړې ؟ هغوي به تا نه ملامتوي ؟
کوچنی زرغون د پلار سترګو ته ځير و .دهغه په سترګو کې یې خپله راتلونکې نړۍ لیدله .کتل یې چې دی ستر شوی .بچیان لري او بچیان  یې خپلو بچیانو ته وایي :دا مو دپلار نیکه ژبه ده .دا زده کړئ .په دې زموږ پېژندنه کیږي .دا خبره موږ ته په میراث رارسېدلې .
پای 
(۱) د لیک اصلي بڼه : (( پلار جانه سلام ! نن مې ډودۍ وخوړه ،بیا مې درسونه و وېلې ،او بیا مې خوب وکړ ...))
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery