مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مينه

ژباړه : محمد شريف شريفي


1393/9/21

 هغه خپلې مينې ته وويل
 که هر وخت دې مينې ته اړتيا پيدا شوه نو په دي فانی نړۍ کې لومړنۍ کس به زه يم چې په ټوله مينه زړه درکړم .
پر شونډو يي موسکا خپره شوه او وويل
 مننه !
يوه ورځ د هغې حالت ښه نه وه او زړه ته يي په بيړه اړتيا درلوده . خو د هغه کوم درک نه لګيده , او له ځانه سره په خبرو شوه ورو ورو يي وويل , ما به هيڅکله ته نه پريښودې چې خپل زړه ماته راکړې , او زما لپاره ځان په خطر کې واچوي , خو دا وه ستا مينه چې حتا زما ليدو (( ديدن )) ته هم رانغلې ? او شايد نوره زه په دې دنيا کې ژوندۍ ونه اوسم ......
څاڅکو څاڅکو اوښکو يي پر اننګو ليکه جوړه کړه او سترګې يي پټې شوي .....
کله يي چې واپس سترګې پرانيستې پر ډاکټر يي سترګې ولګيدې , وي پوښتل .
څه خبره ده ?
ډاکټر وويل ارامه شه ستا د زړه پيوند په کاميابی ترسره شو , تاسو بايد ارام (( استراحت )) وکړي , او دا ليک هم ستا لپاره ده .
هغې ليک واخيست د نوم اثر پرې نه ښکاريده ليک يي خلاص کړ , په ليک کې ليکل شوې وه .
سلام مينې
 دا اوس چې ته دا ليک لولې زه ستا په زړه کې ژوندی يم , ستا ليدو ته رانغلم , پوهيدم که راشم هيڅکله به اجازه رانکړې چې زړه درکړم يوازې د همدې لپاره . هيله مند يم چې عمليات دي کاميابه شي . مينه درسره لرم تر ابده .....
د هغې باور نه راته , خو هغه دا کار کړی وه او زړه يي ورکړی وو.
د هغې شونډې ورپيدې او په ارام يي د هغه نوم تکرار کړ . او اوښکې يي پر مخ وخوريدې .....
او له ځانه سره په خبرو شوه .
ولې مې د هغه په خبرو باور نه راته ......

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery