مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-29   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

وایم که دا احمقت دی خو دی!

محمود نظری


 

 


که ځان ټاکل په دې ملک کې
 وایم که دا احمقت دی خو دی
 سم کارنه کول په دې ملک کې
 وایم که دا شرافت دی خو دی
 خر د زمری په ځای کښېنول
 وایم که دا صداقت دی خو دی
 په بې علمه خلکو قانون جوړول
 وایم که دا علمیت دی خو دی
 که ځان ټاکل په دې ملک کې
 وایم که دا احمقت دی خو دی
***
په غلو خپل کور اووطن ساتل
 وایم که دا کفالت دی خو دی
 غلو ته هراړخیز واک ورکول
 وایم که دا عدالت دی خو دی
 خلکو ته رسوا درواغ ویل
 وایم که دا اهلیت دی خو د ی
 هر بد کار په دې ملت روا کول
 که دا دواکمنو رسالت دی خو دی
 که ځان ټاکل په دې ملک کې
 وایم که دا احمقت دی خو دی
***
دا ملت اوځان په خبرو تیر ایستل
 وایم که دالوړ ذکاوت دی خو دی
 دهرغله واکمن تر اخیروسه غلا کول
 وایم که دایې رشادت دی خو دی
 خبرې دپردي او وطنفروش چلیږي
 وایم که دا دهغو فضیلت دی خو دی
 له سرو غلو څخه یو حکومت جوړول
 وایم که دا دهغو وحدت دی خو دی
 که ځان ټاکل په دې ملک کې
 وایم که دا احمقت دی خو دی
***
له دې غلو څخه د خلاصیدو ښه لاره
 وایم که دا دهغو رحلت دی خو دی
 دا دلته داکشمکش چې روان دی
 وایم که دا دنیا ته لذت دی خو دی
 دا وطن هیڅکله هم نه جوړیږي
 وایم که هر مشر مو ناسنت دی خو دی
 که ځان ټاکل په دې ملک کې
 وایم که دا احمقت دی خو دی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery