مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغانستان لپاره یو سمندري بندر

benawa afghanistan
سرچینه : لوماند ډیپلوماتیک

 


  لیکوال            :   جین  لوک  راسین ( ۱)  
ژباړونکي      :  له  فرانسوي  څخه  الماني  ژبې ته   میرمن سبینه  ینیسکې
له  الماني  څخه  پښتو  ژبې  ته   سراج  الحق  ببرک  زی  ځدراڼ


 هند لوې  لارې  جوړوي ، پاکستان  یې  په  بمونو الوځوي 
په  ۲۰۰۱ کال  کې  د طالبانو رژیم  راوپرځول  شو، له  همدې  مهاله  هند په  افغانستان  کې  ځښته  ډیره سیاسي  او اقتصادي  پانګونه  کړي  ده . دغه  دواړه  هیوادونه  زړې  تاریخي  اړیکې  له  یو بل  سره  نښلوي .  د پاکستان  له  جوړیدو سره   د دوستۍ  په  دغه  اوږدې  زړې  او تاریخي  اړیکو  کې خنډ رامنځ  ته  شوي  دی .

د پاکستان   په  ځای  اوس  ایران  د افغانستان  په  بیارغونه  کې  د یو ښه  همکار  ملګري  په  څیر ځان  ثابتول  غواړي .
په ۲۰۱۴ کال  د مۍ  په ۲۳ مه  نیټه  د افغانستان   لویدیځ   ښار هرات  کې  په  هندي  قونسلګرۍ  باندې   د وسله وال  برید موخه  نوي   ډهلي ته  یو  پیغام  رسول  وو . د دې  برید څخه  دوه  ورځي  ورسته  د هند د نوې  ټاکل  شوي  لومړۍ  وزیر  ښاغلي  نرېندر  مودي  د لوړې  مراسمو ته  د سویلي اسیا  دولتمشران، د افغانستان  او پاکستان  ولسمشران  د ګډون  لپاره  وربللي شوي  وو.  د افغانستان  ولسمشر  ښاغلي  حامد کرزي  د دغې ترهګریزه  برید  مسوول  لشکر ي طیبه  ترهګره  ډله  وبلله . دغه  ډله  د پاکستان  تر والکې لاندې   کشمیر کې  خپله  ځاله  او  فعالیت  لري . 
په  ۲۰۰۸   کال  کې  لشکري  طیبه  د ممبي  په  ښار کې خپل  تر ټولو ستر  ترهګریزه  برید تر سره کړي  دی .  د هند په  قونسلګرۍ  باندې   دا تازه  برید  د ورستیو  بریدونه  یوه  اوږده  لړي  ده. له  دې لارې  هڅه کیږي  د افغانستان  او هندوستان  اړیکې  زیانمني  او ټکنې کړل  شي . د کرزي  حکومت  پر مهال  له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۴ کال   پورې  د هند او افغانستان   اړیکو  په  ډیر ه  ښه  ټوګه  پرمختګ  او  وده کړي .

د هند او افغانستان  د اریکو په  تاریخ  کې د پام  وړ  او خورا مهمه   برخه  په ۲۰۱۱ کال  کې  د افغانستان او هند ترمنځ  په سمبولیک  ډول  ډیر ه  مانالرونکی برخه   د ستراتیجکې همکاریو  تړون  لاسلیکول  دي . په  دغه  تړون  کې نه  یواځې  امنیتي   پوښتنې، بلکې  د اقتصاد،سوداګرې  او ښوونې  روزنې  مسایل   هم   پکې  شامل  دي . افغانستان  په  خپل تاریخ  کې  په  لومړۍ  ځل  دا ډول  یو تړون   له  هند سره  لاسلیک کړي  دی، همداسي  هند هم  د لومړۍ   ځل  لپاره  د یو ګاوندي  هیواد سره  دا  ډول  تړون  لاسلیک کړو .
د کرزي  حکومت   د واکمنۍ  څخه  را ورسته  (۲ )   په  سیمه  کې  د افغانستان  رول  ته  په کتو سره  او  په  همدې ترتیب سره  افغانستان  ورو ورو  په  سیمه ییزه کچه  خپل  اقتصادي  او سیاسي   اغیزمنتوب  ترلاسه کوي .  لاندې  درې لاملونه  نوي  ډهلي  دې ته  هڅوي، د خپل  راتلونکې  برخلیک  لپاره  د افغانستان سره  د خپلو  اړیکو پالنې  په  لټه  کې شي، هند خپلي  نړیوالي  اقتصادي  لیوالتیاووې  لري، همداوس   په  افغانستان  کې د پاکستان، ایران، تاجکستان  او چین  اقتصادي  لیوالتیاووې  له  یو بل سره  په  ټکر کې  دي .
د ۲۰۱۴  کال  تر پایه  په  افغانستان  کې  د پلان  سره سم   د امریکایي   پوځونو  د وتلوستره  برخې  پای  ته  رسیږي . د هند حکومت  مجبور دی  دغي  خورا ګراني  پوښتنې ته  ځواب  ومومي، هند  د امریکایي  پوځونو د وتلو څخه  ورسته  د افغانستان  نوي  ولسمشر ته  تر کومې کچې  پورې   د پوځې مرستو ورکول  اجازه  لري  . تر څو  د پاکستان  سره  د موجودی  ترینګلې  اړیکې  نوره  زیانمني  نشي .
هندوستان  په  ډیره مېنه  د افغانستان  سره  د خپلې سلګونو کالونو تاریخي  اړیکو  یاد او خاطرې  تازه ساتي .
د افغانستان  سره  د هند تاریخې اړیکې  د بودا  له  زمانوڅخه   او یا  د مسیحیت   څخه  درې  سوه  کاله  مخکې   پیل  شوي  دي،  دا اړیکې  بیا تر سلطان  محمود غزنوي   پوري  رسیږي ،  ده  د  ۹۷۱  څخه  تر ۱۰۳۰ کالونو کې  په  ټول  هندوستان  سلطنت  کړي  دی  . ده  د هند له  شتمنېو څخه  هم  ګټه  پورته کړي   او په  هند کې د غزنوي سلسلې  بنسټ  ېښودلي دی  . 

 په ۱۸۸۰ کال  کې انګریزې امپراتوري  د افغاني ایردڼدتېزم    (  یو ملي لږکې  یا  اقلیت  له  خپل  پلارني  هیواد سره  او خپلي مورنۍ خاورې  سره بیرته  یو ځای کیدل  غواړي ) پرنسیب  پربنسټ  د امیر عبدالرحمن  خان  سره یوې  هوکړې   ته  رسیږي .  دوی  د دې  پرنسیب  پربنسټ   افغان  امیر   د کابل   په  سلطنت   کې  پریږدي ، امیر د همدې  هوکړې   پرینسټ   د افغانستان  د بهرني سیاست  کنټرول   انګریزانو ته   ورسپاري  .
په ۱۸۹۳ کال  کې  د انګریزي  امپراتورۍ  د بهرنیو  چارو کولونیالیستي  چارواکې  سرمارټم   ډیورنډ  له  خوا د برتانوي  هند او د افغانستان  ترمنځ   په  موقعت   ډول  د بیلتون  کرښه  ایستل کیږي .  د انګریزانو لخواه   د ډیورنډ   هوایي کرښه  قصدآ   د پښتنو په  سیمو باندې  ایستل کیږي . له  همدې  امله  د افغانستان  د خاورې  یوه ستراتیجیکي  برخه  د برتانوې  هند تر ادارې کنټرول  لاندې  ورځي  .

 کله  چې  په ۱۹۴۷ کال  کې  برتانوي  هند وویشل شو ، د افغانستان  دغه  نیول  شوي  خاوره   د نوې  رامنځ  ته  شوي  پاکستان  په  لاس کې  ولویدي  .
هند د افغانستان  سره  په  مستقیم   ډول  هیڅ  کومه  ګډه  پوله  نلري .  اوس  پاکستان   په  ډیره  سخته  ویره کې ډوب  دی، چې کیداي  شي  ډیر ژر د پښتنو د خپلواکۍ   یو ستر غورځنګ  رامنځ  ته  شي، دوی  به  بیرته له  افغانستان  سره  یو ځاې  شي او د یو ستر پښتونستان  یا افغانستان  بنسټ   به کیښودل  شي . پاکستان  له  همدې  ویرې  له  کبله   د پخوا نه   د پښتنو قبایلي سیمې  د یوې  ځانګړي  ادارې  له  لارې کنټړلوي . که  څه  هم  پاکستان  د ډیورنډ کرښه  په  رسمیت  پیژنې، اما  د افغانستان  هیڅ  دولت  تر نننه  دغه کرښه  په  رسمیت  نه  ده پیژندلي، په  دې  دلیل، چې د ډیورنډ کرښه  په  هیڅ  یو  نړیوال  تړون  کې د یوې  نړیوالي  پولې  په  څیر  په رسمیت   پیژندل  شوي  او یا اعلان  شوي  نه  ده .  (۳) 
د پاکستان  په  پرتله  بیا خپلواک  هند تل  د افغانستان  له  شاهي دولتونو سره  ښي اړیکې  پاللي او ساتلي  دي .  په ۱۹۵۰ کال  کې هند او افغانستان  د دوستي یوتړون  لاسلیک کړو. کله  چې  په ۱۹۷۹ کال کمونیستانو په کابل کې  واک  ترلاسه  کړو، د هند افغان   د دوستي  په  تړون  کې  بیا هم  کوم  بدلون  رانه  غي .

په  ۱۹۷۹  کال  د دسمبر  په  میاشت  کې کله  چې  پخواني  شوروي  اتحاد  پر افغانستان  باندې  پوځي  یرغل  وکړ، د هند لومړۍ  وزیري  میرمن   هند را  ګاندي  د شوروي  اتحاد سره  د دوستي او همکاري تړون  درلودلو سره  سره  پر افغانستان  باندې  د شوروي  له  یرغل  څخه  بي  له  دې  چې  په  ښکاره   الفاظو  یي  محکوم  کړي، فاصله  ونیوله . ځکه  هند  ځانته  د اټکل کیدونکې  د بندیزونو او ګواښونو څخه  په  ویرید کې  وو،  په  ځانګړي  ډول  متحده  ایالاتو او پاکستان  د افغان  مجاهدین  سره  مرسته کوله . د افغان  مجاهدینو  د بریالیتوبونو  لړي  په  پاکستان  کې  د پاکستاني  جنرال  ضیاالحق  د واک سټنې نوري   ورټینګې کړي .   ( ۴ )
جنرال  ضیاالحق  غوښتل  خپل هیواد  د هند او افغانستان  په  منخ  کې له  ا‌نذوا څخه   وژغوري ،کله  چې پاکستان  د هند او افغانستان   ترمنځ  یساروي  وي او افغاني مشران    هند پلوه  وي، پاکستان  تر سخت   فشار لاندې  را ځي او ځان  ډیر  یواځي احساسوي  .
د شوروي اتحاد د پوځې  ماتي  څخه  ورسته  د افغانستان  په  نا  پایه  کړکیچ   کې  که  څه  هم  په ۱۹۹۲ کال کې مسعود په  کابل  کې  واک  ترلاسه  کړو، هند د مسعود سره  ډیرې  نږدې  اریکې  درلودې، د دې سربیره  د هند سیاسي  اغیزه  په  افغانستان کې ورو  ورو  کمزوري  شوه . ( ۵ ) 
په ۱۹۹۶ کال کې  کله  چې طالبانو  په  پلازمینه  کابل  کې  واک  تر لاسه کړو، هند لا نوره  په  شا وتمبول  شو . هممهاله  په ۱۹۸۹ کال  کې  په  کشمیر کې د هند پر ضد پیل  شوي  وسله وال  پاڅون  ته  نور  زور  ورکړل   شو. پاکستان  له  دغې  پاڅون  سره  د جهادیانو له  لارې  مرسته کوله،  د دې  پاڅون  لپاره  په  افغانستان   ډیر  جهادیان  روزل  کیدل  . پاکستان  لومړۍ  مجاهدین  او بیا ورسته  طالبان  د خپلو  سیاسي  او  پوځي  موخو لپاره  استعمال  کړل .
د ۲۰۰۱ کال  د سپټمبر یوولسمې  نېټې  له  شوک  څخه  ورسته  هند هم د ملګروملتونو  پریکړه  تائید کړه ، د ملګروملتو د  پریکړې  له  مخي  د نړیوالې  ټولنې  پوځې  برید د متحده ایا لاتو په  مشرې  تصویب   شو.  هند په  پوځې  ډګر کې  د واشنګټن سره  همکار  دی، د استخبارتي مالوماتو  پر بنسټ  هند د ایساف  په  ځواکونو کې  برخه  نه  لري . ( ۶ ) 
په ۲۰۰۱ کال کې  د بن  په کنفرانس کې د نوې  ډهلې استاز ې  برخه  واخیسته، دوی  هم  د افغانستان  د  بیا رغوني لپاره  وربللي شوي  وو .
د ولسمشر کرزي  د حکومت  په  دوران کې  هند د همکاري  یو فعال  سیاست  غوره  کړو او د افغانستان  په  بیا رغونه کې  د دوه  میلیاردو  ډالرو مرسته کړي  ده .  د ۲۰۰۲  او  ۲۰۱۲ کالونو  په  لسیزه کې د افغانستان  د بیا رغونې او اقتصادي  ودې  لپاره  ټولې  ژمنه  شوي  نړیوالې  مرستې  سل  میلیارده  ښودلي  شوي ، د دې  مرستو   ۸۰ سلنې  د امریکا  متحده ایالاتو  له  خوا ورکړلي  شوي  دي .  په  ریښتینۍ ټوګه  تر  ۲۰۱۱  کاله   افغانستان  ته  ۷۰ میلیارده  ډالر مرسته  شوي  ده . نړیوالو  مرستو  ته  په  کتوسره  د هندي   مرستو کچه  د قدر  وړ  ده .  د هند د  مرستو کچه   د پاکستان  د مرستو څخه  څو ځلې  لوړې  دي .
افغانستان  کې  بیا د چینایانو پانګونه  د هند څخه  ډیره  ده . ایران  هم  خپله  اغیزه  په  افغانستان  کې  پیاوړي کوي، ایرانیان  د خپلو مرستو   ډیرې  برخې  په  افغانستان   کې  د پټو، نامالومو او مرموزو کانالونو له  لارې  لګوي .  د ایران   مرستې  د هند د اقتصادي  سترو  مرستو په  پرتله  ډیرې  لږ  دي . البته  د هغو  ارقام  په  بنسټ چې د دواړو هیوادنو له  خوا  رسمآ  اعلان   شوي  دي . 
افغانستان  کې  د هندې  مرستې  لړې   نه  یواځې  د افغانانو  د ولسې  جرګې  ودانې  جوړول  دي، بلکې  د خوراکې  توکو  په  برخه  کې، د روغتیایي  پروګرامونو  په  طبیق کې، د کلیوالي سیمو  ودې  او  بیا رغونه،  د ټول ګټو پروژو  جوړول   دي . هند افغان  محصلینو ته  تخنیکې  بورسونه  په   خپلو عالي  مسلکې موسساتو او  پوهنتونو کې  ورکوي  او د ښوونې  او روزنې   په  پروګرامونو کې  د افغانستان  سره  مرسته کوي . د بیلګې  په  ډول  د رسنیو د مسلکې  زده کړې  په  برخه  کې  مرسته  کوي، هند  د انرجۍ  سیکتور  په  برخه  کې  هم  پاګونه  کړي، د ساري   په  ډول  هند  د اوزبکستان   څخه  کابل  ته  د برېښنا  په  لږد کې ستره  مرسته  کړي  ده .
نوې   ډهلي   په  کابل  کې  د خپل  سفارت  ترڅنګ   په  هرات، مزاری  شریف، کندهار، جلال اباد  کې  هم قونسلګري  لري . پاکستان  دغو قونسلګریو ته  د هندي استخباراتو د جال  په  څیر ګوري  او هند تورن  وي، هغه  بلوچي  بیلتونپال  چې  په  افغانستان  کې میشت  دي، د اسلام اباد  په  وړاندې  ورسره  مرسته  کوي .
پاکستان   په  افغانستان کې  د خپلي  اغیزي  ساتلو لپاره  پر هند باندې   ډیرې  سختي  نیواکې کوي  او هند تر  فشار  لاندې  راولي. له  دې  نیوکو څخه  د پاکستان  موخه  دا ده، تر څو هند د افغانستان  د راتلونکې  لپاره  په  نړیوالو کنفرانسونو کې  ور و نه  بلل  شي . که  څه  هم  په ۲۰۰۸   کال  کې  دغه  تکتیک په  ایران  کې بریالی  شو. 

 د دې  ټولو هڅو سره سره   په ۲۰۱۱ کال  د نوامبر  په ۲ مه  نېټه  د افغانستان  د امنیت  او ثبات   لپاره  د استانبول  بهیر د اسیا په  زړه کې سیمه ییزې  ملګرتیا، امنیت  او همکاري  مهم کنفرانس   کې  ( ۶ ) د سوداګري  او پانګوني  په  برخه کې  هند ته  د یو مشر  لارښود  هیواد په  څیر  برخه  ورکړل  شوه .
هند باید د غړو هیوادو  ترمنځ  د اړیکو او همکاریو  راجلبولو په  برخه کې  د منځګړي  هیواد  رول  ولوبوي .    په  ۲۰۱۲ کال  کې  نوې  ډهلي  د دې  موضوع   او موخې  له  پاره   یوه  ستره  سرمشریزه  غونده  (  افغانستان  کې پانګونې ) راوغښتله .
 د دې  ټولو هڅو سر بیره  هند د خپلو سیالو  ملګرو هیوادنو څخه  غوښتل، چې د ترکمنستان   ــ افغانستان  ــ  پاکستان  ــ  هند ـــ  پیپ  لاین   پلان  باندې  باید ژر کار  پیل  شي .
د دې  ټولو همکاریو  د پاسه  هندي  کمپنۍ  په  دې  لټه  او هڅه کې دي، د افغانستان  د اوسپنې تر ټولو ستر کان  حاجیګګ  کې کنستنې  او  پانګونې  وکړي .
هممهاله  چین   غواړي  د کابل  په  سویل  کې د عینک د مسو  په  کان  کې  د کنستنې  کار  پیل  کړی  دی . افغانستان  کې  بې ثباته  امنیتي  او جګړیزه  وضعیت   دې  ته  لاره  هواروي،  چې  په  ټولو  پلان  شویو مرستوکې  او د هند له  خوا په  ژمنه  شویو  پانګونه  کې  ځند او خنډ راشي  او کیداي  شي د هغو پیسې  څخه  نوره  هم  لږ  ولګول  شي، د کومې  چې  ژمنه  یې  شوي  ده ، هند غواړي  د  مرسته  شویو دوو میلیادو ډالرو سربیره  نور  یونیم  میلیارده   ډالر ه  له  افغانستان  سره  مرسته  وکړي . (  ۷ )
هندوستان  په افغانستان کې  لوې لارې جوړوي، پاکستان  یې  په  بمونو الوځوي 
اسلام اباد د پاکستان  له  لارې  افغانستان  ته   د هندې  سوداګریزو  مالونو پر  ترانسپورت  باندې   بندیځ لګولي دی . یواځې افغاني  سوداګریزو  مالونو ته  د ترانسپورتي  لاریو له  لارې  د ۲۰۱۰ کال  څخه  را په  دې خوا  اجازه  ورکول  شوي،  د هند په  لورې  وخوځیږي  .
له  یوې   څو مودې  راهیسې  هندوستان   د ایران  سره  په  ګده  هڅه کوي  د افغانانو پرمخ   یوه سمندري  لاره  خلاصه  کړي . دغه  ترانسپورتي  لار   د پاکستان  د کراچې  بندر یا د  ګوادر بندر  څخه  چې د چینایانو  په  مالي مرسته   خلاصه او  چلیږي  نه  تیریږي .
د دې  موخې  لپاره  هندي  حکومت  یوه  لویه  ترانزیتي  لاره  د ایران   په   پوله   د زرنج   او  دلارام    په  سیمه  کې  په  پخه  او اساسي   ډول  ورغوله .  دغه  لویه  لار د افغانستان  د حلقوي  سړک  سره،  چې  افغاني  مهمو سوداګریزو مرکزونه   له یو بل سره نښلوي ،  وصل  شوي  ده  او همداسي د زرنج   سرحدي سیمه   د ایران  د چابهار بندر سره  نښلول  شوي  ده.  له  دې  سره  د ایران  چابهار بندر مخ   پر  وده  شوي  دی .
د دې  مهمې لويي ترانسپورتي لارې  د  پرانیستو په اړه   د پاکستان  په  غبرګون کې  هیڅ  ځند رانه  غي، د افغانستان  په  خاوره کې  د ایران   په  لور  تراوسه  څو ځلې  پر  دغه  ستر مهمه  سوداګریزه  لویه  لار باندې  وسله وال بریدونه  ترسره  شول،  د رغولو پر  وسایلو، چارو او د سړک جوړولو  په  کارګرانو  باندې  د ځانګړو وسلوالو  ډلو له  خوا وسله وال  بریدونه  تر سره کیږي .
دغه  وسله  والې  ډلې  د پاکستان  د استخباراتو سره  مستقیمآ  اړیکې  لري . لکه  څنګه  چې  په ۲۰۰۸  او ۲۰۰۹  کالونو کې  کابل  کې  د هند په  سفارت  باندې  وسله وال  بریدونه  تر سره  شول  او  په  ۲۰۱۳  کال   کې  په  جلال اباد کې  پر هندي  قونسلګرۍ  باندې  بریدونه  تر سره  شول .
د افغانستان  نوی  ولسمشر  ښا غلي  محمد اشراف  غني  په  هندوستان  کې کوم  نا پیژتدل  شوي  شخصیت  نه  دی . کله  چې ده  په  نړیوال  بانک کې دنده  درلوده ، ده  په  هند کې  په  سترو  پروژو کې  دنده  ترسره  کړي  ده .
 دواړه  هیوادنو له خوا ه هندي  او افغاني  اړیکو ته  په  خپل  دولتي  چوکاټ  کې  په  پرله  پسې توګه  لومړیتوب  ورکول کیږي  . په  دغه اړیکو کې ستر خنډ د امنیت  په  اړه  پوښتنې  دي .
د نړي  د نور هیوادو  په  څیر د هند دولت  سیاست  هم  دې ته  لیواله   او د دې  پلوي کوي ، چې  د افغان  ښکېلو ډلې ترمنځ  د ملي  پخولاینه  نواښت  د یو ملي  بین الا افغاني  ډیالوګ   له  لوري   سوله  او ثبات   رامنځ  ته کیدای  شي  او  دغه  بهیر  باید د افغانانو  په  خپل  نواښت   باندې  پیل  شي .

ایا دا سي  یوه  ملي  سوله  او پخولاینه  شوني ده  ؟
هند د افغاني طالبانو څخه  ډیر ه  لږ   ویره  لر ي   او همداسي د حقاني  خپلواکي  شبکي څخه، هند په  ټولو کې د پاکستاني  طالبانو څخه  ډیر  ویریږي، ځکه   دوي  په  پنجاب   له  پنجابي  جهادیانو سره  تړو لري . د دوی   ټولو  په  سر کې  د لشکري طیبه  ترهګره  ډله  راځي  .
اصلي پوښتنه  دا ده، چې  پاکستان  په  دې  برخه کې  څه  ډول  رول  لوبوي  .
دا چې  افغانستان  او پاکستان  ترمنځ   اړیکې  ځښته   ډیرې  ترینګلې  شوي  دي .
د کابل  او د نوې   ډهلي ترمنځ  د  ستراتیجیکو همکاریو  تړون   د سیاسي  او  پوځي  همکاریو  څپرکې  په  پنڅمه  ماده  کې  داسي  راغلي  دي . هند موافقه کړي، د افغان  وسله وال  پوځ  د ښووني  روزنې او تجهزاتو په  برخه  کې د لایحه  سره  سم   عمل  وکړي . که  څه  هم  نوې  ډهلې  د شوبلو او جنګې  چورلکو غوښتني  په  برخه  کې سمه  پریکړه  نه  ده کړي . 
په ۲۰۱۴ کال  د اپریل  په  میاشت  کې  نوې  ډهلې  او  کابل  یوې   پریکړې  ته  ورسیدل، چې له  مخه  به یې افغان وسله وال  پوځ  ته  سپکې  وسلې او لوجیستیکې  وسایل  په  روسیه کې  پیري . هند  په  هیڅ  صورت  نه  غواړي  خپل سرتیرې افغانستان  ته  ولیږي او  همداسي   خپل  روزنکې هم  نه  لیږي . هند افغان  افسرانو ته   په  هند کې  د ځانګړو عملیاتو لپاره  روزنه  ورکوي .
د هند دغه  ډول سیاست  چې  هرڅومره   په  اصولو  او نورمونو باندې  ولاړ وي، د دې  احتمال   شته  چې  د پاکستان  سره  اړیکې  نوره  زیانمني  شي .
اوس  په  دې  برخه   کې  او د  اړیکو  په  دې بهیر  کې  په  ښکاره   ډول   یو نوې   پرمختګ  رامنځ  ته  شوي  دی  :     د پاکستان  پوڅ  د ۲۰۱۴ کال  د اپریل  په  میاشت  کې  د حقاني  شبکې  او د افغاني  طالبانو امیر  ته  خبر دارې  ورکړي،  چې  دوی  مجبور دي،  په  ښکاره  ډول  پریکړه  وکړي، چې  یا  به  د اسلام اباد سره  او یا  به  پاکستاني طالبانو سره   ودریږي .  که  د مالومات  سموالي   تائید شي، بیا  نو داسي  مانا  ورکوي، چې  پاکستان   پر افغاني  طالبانو باندې  بي  باوره  شوي  دی . که  څه  هم  طالبان  شل  کاله  په  خوا  د یوې  لویي لوبي  په  ترڅ  کې  رامنځ  ته  شول ، ترڅو دوی  په  افغانستان  کې د پاکستاني سیاست   او پاکستاني  لیواتیاوو  څخه  دفاع   وکړي .
دغه  ګډوډ حالات   ښايي، چې  دلته  سیمه ییز ډیالوګ  یا خبرې اترې  څومره  اړیني  دي  . په  دې خبرو اترو کې  هند په  خپل  لستونې کې د بريالیتوب  ستر  چانس لري . 

هند کولي شي  د ایران  یا  د روس  له  لارې  د پاکستان  د  بندیځونو  مضر سیاست  څخه  تر یوې کچې  د شا  څخه راتا و شي . په  همدې  ترتیب  سره   هند  په  سیمه کې د چین  سره  هم  ګډې  لیوالتیاووې  لري  . د چین  د سنکیانګ   په  نارامه سیمه  کې  حالات  نور  مخ  پرکړکیچنیدودي او په  دغه  سیمه  باندې  د اویغور  سخت  دریځو اغیزه  مخ  په  ډیریدو ده .
له  همدې  امله  پیکینګ  او نوې  ډهلې  د خپلو  دوه  اړخیزو  خبرواترو په  بهیر  کې  د او یغور سخت  دریځو  او  د افغانستان  په  اړه  له  یو بل سره   خبري  اترې کوي . 
په ۲۰۰۹ کال کې جنرال سټانلی  میکرېستل  په  افغانستان  کې د ایساف  ستر قوماندا ن  وو، ده  واشنګټن  ته  په  خپل  لومړني  رپوټ  کې  په  افغانستان  کې  د هند په  زیاتیدونکې اغیزه  باندې  خپله  اندېښنه  ښکاره کړي  وه . ده  خپله  لیکنه  تر  ډیره  بریده  د پاکستان   د اندیښنو او غبرګونو  پر بنسټ  لیکلي  وه. ۸
له   دې  مودې  څخه  درې کاله  ورسته  د امریکا  پخواني  دفاع  وزیر لیون  پنیتا   د نوې  ډ هلې  څخه  د لیدنې پرمهال  د هندې  حکومت  څخه  وغوښتل، چې  افغانستان  کې  فعاله  ونډه  واخلۍ، ځکه  دوی  په ۲۰۱۴ کال کې  خپل  پوڅونه  له افغانستانه  وباسي .
 له  پخواڅخه  د  هند د سیاسي  فکر ونو  په  فابریکه  کې   ثابت  سیاست   پر خپل  ځای  ولاړ  دی . په ۲۰۱۳ کال  کې  د هند د دفاعي  چارو د  شنننواو پلټنو  انیستیتوت  په  یوه  جمله  کې  د افغانستان  په اړه  د هند سیاست  په  یوه بنستیزه کرښه کې  بیان  کړو  . په  افغانستان  کې د طالبانو د بیرته   راتګ  ته  په کتو سره، هند ته اجازه نشته ، په  افغانستان  کې  د یو ګونګي  په  څیر  یو ننداره  چي  واوسي  او  یا  له  ځانه  ناسنجول  شوي  حرکات    وښیي . ۹

لمنلیک   او  اخیځلیک    :
Jean-Luc Racine ۱ . 
ښاغلي   جین  لوک  راسین   په  پاریس  کې  د فرانسي  د ملي  څیړونو او پلټنو د مرکز   مشر  او  د  په  پاریس کې د اسیا  یي  هیوادنو د مرکز  مرستیال   دی .
۲ . د ۲۰۱۴  کال  د سپتمبر  په   ۲۱ مه  نېټه  ښاغلي  اشراف  غني  احمدزي  له  ډیر ځند او خند ورسته  د خپل سیال   عبدالله  عبدالله  په  وړاندې  د جنوري  میاشت  په  ولسمشري   ټاکنو کې ګتونکې  اعلان  شو .
۳ .  په ۲۰۱۰ کال  کې  د ښاغلي ګیورګس لوفرر  لیکنه   په  لوماند  یپلوماتیک کې  خپر ه  شوي ،  په  نامه  د                 (   افغان  هیوادپال  پښتانه، افغان  ولس او طالبان  )
۴ .  په ۱۹۷۷ کال  کې  د پاکستان   د پوځ  مشر  پر جمهور  ریس  ذالفقار علی  بهټو  باندې  پوځې کودتا وکړه  او تر  ۱۹۸۸ کاله  په  واک  کې  وو .
۵ .  په ۲۰۰۱ کال کې  په  لوماند دیپلوماتیک کې  خپر ه  شوي  لیکنه  د ښاغلي ګیلس  دوورنزور  په  نامه  د          ( طالبان، پاکستان  او لویدیځ )  .
۶ . ایساف  د نړیوالې  ټولنې د همکاریو پوځې  برخه ، د ناټو تر قوماندې  لاندې  فعالیت  کوي .
۷ . د استنابول  بهیر  یا د اسیا زړه  هیوادو بهیر  په ۲۰۱۱ کال  کې د نوامبر  په ۲ مه  نېټه  د اسیا د زړه  په  نامه چې  په  کې افغانستان،  ازربایجان، چین، قزاقستان، قرغیزستان، هندوستان، ایران، پاکستان، روسیه، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکمنستان، ترکیه او متحده  عربي امارات  ګډون  درلود. لاندې هیوادونو او سازمانو  دغي  غوندې  ته د مرستو لپاره   وراغلي وو،استرلیا،مصر، المان، فرانسه، انګلستان، کاناډا، ایتالیه، جاپان، ناروې، پولنډ، سویدن، هسپانیه، د امریکا متحده ایالات، ملګري  ملتونو، اروپایي ټولنې،ناتو   او نورو سازمانو  په  دغه  ستره  ناسته  کې  برخه  درلوده .
www.auswaertiges-amt.de/DE/Aussenpolitik/Laender/Laenderinfos/Afghanistan/Bilateral_node.html.
۷ .  په ۲۰۱۴  کال  کې  د ښاغلي  توماس  غوتینګ   لیکنه  په  لوماند ډیپلوماتیک کې  په  نامه  د  ( افغانستان شتمني )  
 ۸ . په ۲۰۰۹  کال  کې د ایساف  عمومي  قوماندان  سټا نلي میکرېسټل 
(9) Arvind Gupta und Ashok Behuria, “President Karsai’s visit to India: Leveraging
strategic partnership”, in: IDSA Comment, Neu-Delhi, 23. Mai 2013.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery