مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-06   مخپرونکئ : 086 - دبېنواخبریال- هرات

دمردۍ اونامردۍ ترمینځ میل نه دی

ډاکټر ثواب الدین مخکښ
دمردۍ اونامردۍ ترمینځ میل نه دی ---- تفاوت یې په زره شي یاپه ګام اوس به معلوم شي . رښتیني مبارزین ، ملي ګټو، خپلې خاورې، ددې خاورې راتلونکې ته ژمن مبارزین ، ښې حکومتولۍ ، پرمختګ ، مسلک، زده کړې تجربې اواهلیت ته ژمن مبارزین، فعالین اوټولنې ؟ هسې خو ملت ته ټول مسول اوحساب ورکوونکي دي مګر په اوسني دولت کې مو په دوو کسانو ډیر لاس لګیږي ، جمهور رییس محمد اشرف غني اواجرایوي ریس عبدالله عبدالله . په محمد اشرف غني خو مودلوړې له مراسمو وروسته ښه ډډی تش کړ، یا سم یا ناسم تحلیلونه اوارزونې مو پرې وکړې اولایې کوو مګر غریب لاهم پښه بنده کړې، ډغرې وهي چې دپنځه دیرش کلنو پړسیدلو جنګسالارانو دستونې څخه دملت حق راوباسي اوپرینږدي چې داجنګسالاران بیا دملت حق ترستوني تیرکړي . بیا دکورنیو چارو دوزارت په موټرو اودپارلمان په موټرو کې قاچاق اواختطافونه ونه کړي .په همدې ورسره داسل ورځې ورغړنې کوي . مګر اوس به څوک میدان ته راشي ، څوک به توره له تیکي راوباسي ،څوک به دمیړو دځواب میدان ته راووزي ترڅو عبدالله عبدالله ته ووایي چې ته حق نه لرې چې فضل احمد معنوي دوزیر په توګه په ولس ومنې ، څوک به ورته ووایې او سړکونه به بند کړي چې ته نه شې کولی شپږ وزیران یوازې له بازارک، خاواک ،انابې ، پریان،خنج ، رخې اوشتل څخه کابینې ته ونوموې . څوک به ورته ووایي او ورته دمغزو چینجی به شي چې ته نه شې کولی نور دمقاومت ملایان، معلمان، بچه ها او چریکان په موږ وزیران کړې . کوم مبارز به اوس اعتصاب وکړي دمولوي شهزاده شاهد، قوماندان حضرت علي ،میرویس یاسیني ، فضل هادي مسلمیار، حاجي غفار، ګل مکۍ صافي ، نصرالله بریالی ارسلايي،عبدالله کامه وال، سخي مشواڼی ،صالح محمد صالح،ګل اغا شیرزي ، زلمي رسول،فضل الرحمن اوریا،انجینر محمدخان، غازې نواز تڼی، جمیل خان کرزی ، محمودخان کرزی،عارف نورزي ،شاه ولي هوتک،نورالحق علومي ،جانداد سپین غر،جاوید فیصل،طوفان وزیري اونورو حق به له عبدالله عبدالله سره وویشي اوخپله برخه به ترې رابیله کړي؟ که حق وي خو دادی که مبارزه وي همداده ، خپل خو مو ښه تک شین کړ، اوس دې ته هم نران شئ خپله کوټه ترې رابیله کړی اوکه مطلب مو تخریب وي نو بیا بس دی داوطن ډیر تخریب شوی،پریږدی چې هغه څوک چې غواړي زخمونه یې ټکور کړي، ټکور ته پریږدی . له ښکنځلو، دسپیو اوژوو له تشبیه ګانو واخلئ یوواربیا وایم ، مبارزه خپل اخلاق لري هیڅ مبارز به راونه ښایاست چې بې ادبه ،بې نزاکته ، لوچک، بې درناوي وي . مننه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery