مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ددیارلس پیړیو مزل کوونکی لاژوندی دي

عبدالقیوم عاجز

دتاریخ پاڼو په اړولو سره که هرڅومره لږعمرولرو خو دافغانستان ټول سیاستونه ډیرساده تیرسوي اوهرسړي له لږفکر ځغلوولو ورسته دې موخي ته رسیداې سي چي دافغانستا په حق کي مخکي ان تردې مهاله څه تیر سوي دي افغانستان په لسګونه ځله دخپلو اوپردیو له لاسه دمرګ پرتخت ویده سوی او لايې هم هغه سلګۍ پرخوله دي له دې مطالعې اوځغلنده نظر چي ماخپله په دې کوچني فکرګړی نوداسی ټولواک مي ندي لیدلي چي هغه دي افغانستان ته دومره مینه وینه ورکړي وي لکه دروند مشرحامدکرزي
له خپله انده او فکره وایم چي محترم حامد کرزی ملي اتل دي
څوښې بیلګي چي ماخپل لنډ وخت کي حس کړي اوهرافغان ورباندي خوشحاله دي او دادهرافغان دزړه داسي ارمان وو چي پوره کیدويي پیړۍ مزلونه غوښتل خو کرزي په ډیرلنډواټن کي دټولوافغانانو داناشونی ارمان پوره کړ. چي هغه دافغاني سیکې ارزښت دایراني تومن اوپاکستانۍ کالداري په وړاندي وو. زمایادي ماشوم وم چي پوره ۱۰۰۰افغانۍ  یوه پاکستانۍ کالداره کیدله خوزموږبابا دموقتی اوانتقالي ادارې په ترڅ افغانۍ دکالدارو اوتومان په وړاندي اسمان ته پورته کړه ، چي دهرافغان ناشونی ارمان يي شونی کړاودزړه بړاسونه يي ور وایستل
ورپسې يې زموږدنوي نسل پښه دعصري نړۍ په کلي کي کښېښوده هرڅه له صفرنه پیل سوه اوهرڅه نوي ول خودبابا برکت وو چي په لنډ وخت کي ګرځنده موبایل ټلیفونو منځ ته راغلل اوپه پیل کي يې هرافغان دنړۍ سره وصل کړسترګي يي خلاصي  سوي نړۍ دطوفانوپراوږو دیوې بهرنۍ ژورنالیستي چاپی اثردي چي دطالبانو سره يې لس ورځي شپې زندان کي تیري کړي نوموړي ژورنالیسته دخپل کتاب په یوه څنډه کي لېکي چي کله مي دافغانانوژوند وکاته نوفکرمي وکړ چي ماڅو پیړۍ پشاتګ کړی که څه هم په یویشتمه پیړۍ کي دټلیفون،انټرنیټ اوداسي نورو عصري ټکنالوژیو خبري نوي ندي خو افغانانو ته هرڅه نوي ول دګرځنده موبایل ټلیفونونوڅښتنان سولوله نړۍ خلکو ولسونو سره مووپیژندل خپل ځني دودونه چي دبشریت اواسلام سره په ټکرکي ول پرېښودل ښه مثال يي دنجونو په بدوکي ورکول قیر پوخ سوی سړک چابیخي نه پیژانده ددو کلونو په ترڅ کي مودمزار نه ترهراته پوري لویه لاردټولوناخوالو خنډونوسره سره په پاخه اوسټندر ډول ورغول سوه په هرلوی ولایت کي هوايې ډګرجوړسوکلي اوکورونو ته موروښنايي راغله روغتیا مووپیژندله انسان بشریت اسلام هیواد والو ته مودرناوی پیداکړ انساني کرامات خوځښتونه اواختراع مو وپیژندلی دهیوادسور زرغون بیرغ مو دملګروملتونو برسېره پرهرهېواد کې ورپیدی خپلو ګاونډیانوراته دسیال په سترګه وکتل تریوې کچي پوري موملي ارزښتونه ملي ګټي خوند سوې افغانان نړۍ وپیژندل چي دځمکي پرسره یو ولس دي له هغه خوبونو يي راکښېنوولو چي موږدپیړیو راپدي خوا ورباندي ویاړو او کارنامې يي یادوو، باید اوسني میلتونه هم داسي کړني وکړي ترڅو داراتلوونکوپه خوله یادسي خو موږپخوانې یادول ولي خپله مو هیڅ مسولیت نه مانه خو دحامدکرزي دوري موږدې ته وهڅوولو چي باید دخپل راتلوونکي لپاره لاس په کارسو اودهغوې په وړاندي خپل مسؤلیت اداکړو په دي روښانه دوره کي موږ دژوند ترټولو ښه لاس ته راوړنه چي عبارت له نړیوال جال انټرنیټ څخه ده موږ ددو کلونو په موده کي لاس ته راوړی اوله دې لاري يې موږ له نړۍ سره ونښلولوزموږدود اوعنعنات يې په نړیوالو وپېژندلو او همداشان يي موږله نوي عصري ژوندسره اشنا کړوپه ۱۳کاله يي دیارلس پیړۍ پرمختګ راوست که دنړیوالو له انده وګورو نوداسي وګړې ډیروو چي افغانستان يې نه پیژانده اوکه يې له نوم سره اشنا هم وونو یوازي دجګړې په نوم يې افغانستان پېژانده اوټولونړیوالومیلتونو دافکرکاوه چي افغانان بې له وحشته بل څه نه پېژني اوفقط وژل يې عادت دي خوپه دې  دوره کي موږپه ډیرلنډ وخت کي دعصری نړۍ هستي ته یووړلو او دژوندکولو نوي کړني يي راسره مل کړي دپښتو ژبی لپاره يې هغه څه چي دتاریخ په اوږدوکي چانه وو ورته ادا کړي ترسره کړو پښتانه چي دتاریخ په لړیو کي نړیوالو مطالعه کړي وو او بیرته يي نوم تری تم سوی وو بیا يي دهغوي نوم راژوندي کړیوداسی جمهور ریس چی پښتون وو او دنړۍ ټولو قوانینو ته ژمن کس ووډګرته راووتی اوپه پوره وړتیا اوبریالیتوب يي ۱۳کلنه دوره چي ورته دعصری دورې لمړۍ برخه هم ویلای سم په افغانستان کي ترسره کړه اوسنیو حالاتو ته په کتوسره پخوانی ولسمشر ددې شته ننګونو سره سره  بیاهم دهیواد بهرنۍ او کورنۍ چاری په ښه ډول ترسره کولي او ترډیره حده په کښي بریالی دتاریخ له انده مطالعه کولای سو چي دافغانستان  په تاریخ کي به بیا داسی جمهوریس رانسي
اوسني مفکر هم دخلکو هیلي مړاوي کړلی او په سلوکي اتیا فیصده وکړي اوس ترینه په تنګ راغلی دحامدکرزی دوره یو روښانه اونه هیردونکي دوره وه اوافغانان بیا حامد کرزی  غواړي
په درنښت
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery