مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-15   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

وکيلان د نوماند وزیرانو لنګه غوا او پنځه خوسي غواړي

 

د ائتلافي حکومت له جوړېدو ۱۰۷ورځې وروسته د ولسمشرمحمداشرف غني د ځانګړي فرمان له مخې ۱۴وزیران او ۲عمومي رئیسان د نوماندو په صفت معرفي کړل، او ټاکل شوې ده، چې نوې اونۍ به ياد نوماندان ولسي جرګې ته د اعتماد رايو اخيستو لپاره ور وپيژندل شي.

په تېرو دوه دورو کې چې د پخواني ولسمشرحامدکرزي حکمراني وه، په هغه دورو کې به نوماند وزیران مخکې له دې چې پارلمان ته د اعتماد رايې اخيستو لپاره ورشي په ورځو ورځو به د ولسي جرګې له غړو سره مصروف ول، دوی ته به يې وعدې او پیسې ورکولې تر څو بيا دوی ته رايې ورکړي او کله به یې چې رايه تر لاسه کړه بيا به ټوله دوره د وکيلانو په خدمت کې ول، که د دوی خوښه وه د وزارت څوکۍ به يې انحصار کړې وه او کله به یې چې د وکيلانو غوښتنې و نه منلې نو بيا به يې ګوت څنډنه ورته کوله او د اعتماد رایه به يې ځینې اخيسته.

لدې چارې ولس ډېر ربړېده او هر وخت به یې شکايت کاوه، کله چې ټاکنې وشوې او محمداشرف غني د ولسمشر په صفت وټاکل شو نوموړي په لومړۍ وينا کې يآده کړه، چې دی به د ولسي جرګې د غړو کړنې قانوني چوکاټ ته برابروي او لدې چارې به ولس او دولت دواړه خلاصوي چې هر څه وکيلانو په انحصار کې نيولي، ولس دې خبرې ډېر خوشبینی کړ ولې تر ننه پورې ولس ته داسې څه تر سترګو نشول چې د نوي حکومت څخه راضي شي.

کله چې د ۱۰۷ ورځو انتظار وروسته د ۲۰۱۵کال د جنورۍ په ۱۲مه نېټه نوي کابينه اعلان شوه، موږ په دې فکر و، چې شايد نور پخوانی حالت پاتی ته رسېدلی وي اونوی پړاو شروع شوی وسي، ولې بيا هم ليدل کېږي چې نوماند وزیران د وکيلانو سره شپه او ورځ مصروف وسي، دوی بيا د تېر په شان وعدې او پیسې ورکوي او وکيلان ترې هم همداء غوښتنه لري، چې دوی ته په لومړی سر کې لنګه غواء ورکوي چې د ډېر پیسو په معنی ده اوبیا به پنځه خوسي ورکوی چې پدې معنی ده چې د دوی نږدې ملګري او دوستان به په ګمرکونو کې ګماري اونور بستونو کې به ځای پر ځای کړي، وکيلان په دې اند دي چې دوی خو ولس ته هېڅ راز مرسته ونکړه، ولې پدې چارې سره غواړي ولس کې نفوس پيدا کړي او بيا چې نوماند شي ۴ مياشتې وروسته د همدوئ په مټ رايې تر لاسه کړي.

موږ د نوي ائتلافي حکومت څخه غوښتنه کوو چې ژور اصلاحات راولي، پخوانيو دې زده کړي او نوی د خدمت نوی پړاو دې د ولس په مخ پرانیزي.

په همدې هيله

وقار

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery