مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-20   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

لوګر کې زر تنه اړو ځوانانو ته د ساینسي او عصري علمو وړیا زدکړي پيل شوي.

 

دلوګر د ځوانانوټولنېزي اوکلتوري ټولنی مشر خان ولي احمدزی یوي غونډي ته وویل ددغه ولایت په مرکز پل علم او محمداغي ولسوالیو کې د ۹مرکزونو په پرانیستلو سره سلګونه بي وزله ځوانانو ته دکمپیوټر او ساینسي علمو ژمني وړیا کورسونه پیل کړی دي.

احمدزي زیاته کړه چې دمحمداغي په مغل خیل،دهنو،محمداغه،پل قندهاري،ذاهداباد،سفیدسنګ،اوسرخابات او دمرکز پل علم په مینځ کې پر دوه ښوونیزو مرکزونو دپرانستلو چاري رواني دي.

دغه ښوونیز ژمني کورسونه چې دځوانانو او یوشمیر بډایه کسانو پرمټ د ځوانانو ټولنېزي اوکلتوري ټولني پرمټ پرانستل شوي اتیا تنه نجوني هم ورکي زده کړي کوي.

په پام کې ده چې دغه لړي دلوګر برکې برک او خوښی ولسوالۍ ته هم وغزول شي.

 

حمیدالله ساحیل دپوهني کمیټي مشر


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery