د کندهار د کرهڼي او مالدارۍ رياست وايې ، چې د تيرو دريو ورځو راهيسي تر دې مهاله په کندهار کې ۱۷ ملي متره باران اوريدلی دی خو اړتيا ۲۸۰ ملي متره ده .
په کندهار کې د تيرو دريو ورځو راهيسي باران خلک او کرونده ګر زيات هيله من کړي دي ، چې په دې اورښت سره به يې کرهڼه وده وکړي او هغه انديښني به يې ليري سي چې د وچکالۍ په اړه يې درلودلې .
د باران د ځنډ له امله خلک زيات انديښمن وه او ويره يې درلودل چې که سږنی کال وچکالي وي ، له امله به يې کرهڼيز بهير ته زيات تاوانونه ورسيږي ، خو د تيرو درو ورځو راهيسي پر له پسي باران خلک هيله من کړی دې چې د اورښت په زياتيدو سره به هغه ستونزي ليري سي چې په اړه يې خلک انديښمن وه .
د کندهار د کرهڼي او مالدارۍ رياست وايې ، چې د تيرو دريو ورځو راهيسي تر دې مهاله په کندهار کې ۱۷ ملي متره باران اوريدلی دی خو اړتيا ۲۸۰ ملي متره ده .
د کندهار د کرهڼي او مالدارۍ رييس انجينر احمدشاه روشن ، د دې موسم بارانونه زيآت اړين بولي او په زيات اورښت سره د کرني او مالدارۍ په برخه کې د اسانتياوو د ډيريدو خبر ورکوي .
نوموړی وايې ، څو کلونه ها خوا وچکالۍ هم زيات خلک وځپل او اوس چې يې د باران ځنډ ته کتل نو انديښني يې زياتي سوي وي .
نوموړی وايې ، چې که باران همداسي دوام وکړي کيدای سي رواني انديښني پای ته رسوي او د خلکو هيلي زياتي کړي .
د کندهار اوسيدونکي هم روان باران ته زيات خوښ دی او وايې چې د نورو ګټو تر څنګ ډول ډول ناروغۍ هم ليري کوي .
د تيري دوشنبې په ورځ په کندهار کې لسګونو زره کسانو د استسقاء لمونځ هم وکړ او د لوی خدای ( ج ) په دربار کې يې د باران د اوريدو خواستونه وکړل .