دخپریدو نیټه : 2015-01-21 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
حکمت خلیل کرزی د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین په توګه وټاکل شو
احمد فیصل
د ولسمشر د یوه فرمان له مخي حکمت خلیل کرزي د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال په توګه په دنده ګمارل شوی دی . د ولسمشر له لوري په ورکړل شوي فرمان کې راغلي ،چې دچارو د لاښه والي او د حکمت کرزي له تجربې د کاراخیستلو لپاره یې نوموړی د اساسي قانون د ۶۴مادې د ۱۳فقرې پر اساس پر یاده دنده وګمارل شو.حکمت خلیل کرزی د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره زوی دی او په امریکا کې یې د حقوقو په برخه کې لوړې زده کړې کړې دي .