دخپریدو نیټه : 2015-01-22 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ستانکزی: د ولسي جرګې پرونۍ پرېکړه قانوني ده
احمد فیصل
د حقوقي چارو شنونکي وايي د دوه تابعیته کاندید وزیرانو په اړه د ولسي جرګې پرېکړه قانوني ده. د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد نصر الله ستانکزی وايي ولسي جرګه صلاحیت لري چې د دوه ګوني تابعیت لرونکو کسانو ته د باور رایه ور نه کړي. ولسي جرګې پرون اوه تنه هغو کاندید وزیران چې پر افغانستان سربېره د بل هېواد تابعیت هم لري د رایې ورکولو له بهیر څخه محروم کړل. په دغو کسانو کې کورنیو چارو وزارت ته نوماند نورالحق علومي، د بهرنیو چارو وزارت ته کاندید صلاح الدین رباني، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته کاندید وزیر سادات نادري، د عدلیې وزارت کاندید احمد سیر مهجور، له مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت ته کاندید ډاکټر فیض الله کاکړ، د ښارجوړونې وزارت ته کاندید شاه زمان میوندي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت کاندید وزیره اغلې آی سلطان خیري. شامل دي.