مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-22   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

فیضي: په افغانستان جنګېدونکې داعش ډله په اسلام اباد کې رامنځته شوې ده

احمد فیصل
د پخواني ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي وايي په افغانستان کې د داعش تر نامه لاندې جګېدونکې ډله په اسلام اباد کې رامنځته شوې ده. فیضي په یوه لیکنه کې چې بي بي سي خپره کړې ویلي چې پاکستان په دې ډول سره غواړي د منځۍ اسیا هېوادونو ته چې د انرژۍ لویې زېرمې لري ځان ورسوي. ده زیاته کړې چې اسلام اباد په تېرو کلونو کې څو ځلي د افغانستان د پخواني حکومت له رهبرۍ غوښتي وو چې پاکستان ته د افغانستان له خاورې تاجکستان ته لاره ورکړي، خو ولسمشر کرزي هېڅکله دا ورسره ونه منله، ځکه د نورو ملحوظاتو تر څنګ، هغه په دې کار کې د سیمې ناآرامي او بې ثباتي لیداه. فیضي وايي پاکستان په خپل بهرني سیاست کې د افراطي ډلو له کارولو څخه لاس اخیستونکى نه دی. ده ټینګار کړی چې د پاکستان مهم نظامي بنسټونه له ځانګرو افراطي ډلو سره ستراتیژیک اتحاد لري او د دغو افراطي ډلو په واسته خپل تروریستی عملیات تر سره کوي او لا هم په افغانستان کې د جنګ اور بل ساتي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery