مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د کندهار له ۴۰ زره ټنو انارو یوازې ۷ زره ټنه په قانوني ډول صادر شوي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د کندهار ډېره برخه انار په غیرې قانوني ډول پاکستان ته ځي او له هغه ځایه د پاکستان په نوم نړیوال مارکېټ ته وړاندې کړي. د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې شمېرې ښيي چې په دغه ولایت کې هر کال شاوخوا څلوېښت زره ټنه انار تولیدیږي، چې یوازې اووه زره ټنه یې (۱۷،۵٪) په رسمي او قانوني توګه بهر ته صادرېږي. د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي مدیر انجنیر عبدالباقي وايي، چې د کندهار د انارو یوه لویه برخه پاکستان ته په غیر قانوني ډول صادرېږي او بیا له هغه ځایه د پاکستان په نوم بهر ته لېږدول کېږي. که څه هم نوموړي په دې اړه معلومات نه لرل چې هر کال به څومره کندهاري انار پاکستان ته قاچاق کېږي، خو د (سکرول) په نوم یوې هندۍ رسنۍ د یوه افغان سوداګریز مرکز د مشر «سید یوسف دوران» له خولې لیکلي چې پاکستان هر کال د افغانستان له انارو شاوخوا اویا میلیونه ډالره عواید لاسته راوړي. دوران ویلي، چې پاکستاني سوداګر د مېوو په سېزن کې افغانستان ته راځي او له دې ځایه افغاني محصولات په ارزانه بیه پېري او بیا یې د پاکستان په نوم بهر هېوادونو ته صادروي. د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي مشر وايي، چې د کندهار پر انارو سربېره، انګور هم په پراخه کچه پاکستان ته قاچاق کېږي. دی وايي، هغه سوداګر چې قانوني صادرات کوي، هغوی د سوداګرۍ خونې رسمي جواز لري. نوموړي همیانۍ ورځپاڼې ته وویل، د همدغه رسمي شمېرو له مخې د کندهار د انارو رسمي صادارت په کال کې له اووه زرو ټنو څخه نه اوړي، په داسې حال کې چې کلني تولیدات شاوخوا څلوېښت زره ټنه دي. انجنیر عبدالباقي وايي چې افغاني محصولات د ګاونډیو په پرتله په نورو هېوادونو کې ښه مارکېټ لري او که د بازار موندنې زمینه ور ته برابره شي، نو عواید به یې دوه چنده ډېر شي. نوموړي د پروسس معیاري مرکزونو او منظم ټرانسپورټ نه شتون، د انارو او نورو تازوه مېوو د صادراتو پر وړاندې لوی خنډونه وبلل. د هغه په وینا، افغان سوداګر د ځمکني ټرانسپورټ په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي او محصولات پر وخت بهرنیو مارکېټونو ته نه شي رسولی. د کندهار انار او تازه مېوه تر ډېره هند، ایران، متحده عربي اماراتو، پاکستان او اروپايي هېوادونو ته صادرېږي. د کندهار د سوداګرۍ خونې د عامل پلاوي مدیر وايي، که سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شي، نو اړتیا به نه وي چې بهر ته په قاچاقي لارو ولېږدول شي. ده وویل:« عمده مشکل مو دا دی چې ساتنځی او سړې خونې نه لرو، له همدې امله بڼوال هر کال خپل ډېر محصولات له لاسه ورکوي او تاوان کوي.» انجنیر عبدالباقي همدا راز وویل، سره له دې چې سږ کال د کندهار انار د کمیت له پلوه د تېرو کلونو په پرتله لږ وو، خو دکیفیت له پلوه په لوړه کچه کې وو. نوموړي سږ کال د موسم خرابوالی د انارو د کمښت یو عمده لامل په ګوته کړ او زیاته یې کړه چې جوي حالاتو سږ کال د انارو پر حاصلاتو منفي اغېز کړی و.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery