مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

لومبرګ: اوباما دې هند وهڅوي چې د ولسمشر غني هڅو ته موقع ورکړي

احمد فیصل
د امریکا بلومبرګ خپرونې له ولسمشر بارک اوباما څخه غوښتي چې د هند په سفر کې پر هندي چارواکو فشار راوړي چې د افغان ولسمشر اشرف غني هڅو ته موقع ورکړي چې څه نتیجه ورکوي. اوباما نن ډیلي ته رسېږي. بلومبرګ وايي، افغانستان یو له هغو نادرو ځایونو څخه دی چې واشنګټن او پیکینګ یې په اړه ورته نظر لرلی شي او د دوو هېوادونو ګټې په کې له یو بل سره په ټکر کې نه دي. بلومبرګ وايي، د افغانستان نوي ولسمشر لومړنی سفر چین ته وکړ چې پر پاکستان نفوذ لري او له دغه هېواده یې وغوښتل چې د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د افغانستان په اقتصادي بیارغونه کې چې د دواړو هېوادونو ګټې په کې نغښتي دي، فعاله ونډه واخلي او پاکستان او طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي. بلومبرګ وايي، د اشرف غني هڅې بریالۍ وې، ده له چینايي چارواکو وغوښتل چې له طالبانو سره د سولې د خبرو په پروسه کې فعال رول ولوبوي. راپورونو هم وښوده چې یوه میاشت وروسته د طالبانو غړي پیکینګ ته لاړل. له دې سره په یو وخت داسي ښکاري چې د افغانستان ولسمشر لږ تر لږه په ظاهره د افغانستان په امنیت کې له هند څخه د مرستې له غوښتلو ډډه کړې ده. اشرف غني لا هند ته نه دی تللی او د اکتوبر په میاشت کې یې له هند څخه د هیلي کوپټرو او نورو وسلو د غوښتلو پرېکړه چې هند ځنډولې وه، لغوه کړه. بلومبرګ وايي، په دې برخه کې د اشرف غني منطق ډېر غښتلی دی او هغه تر دې زیات چې له چین سره تړاو ولري د چین له متحد یعنې پاکستان سره تعلق لري. احتمالاً د پاکستان د پوځ له رضایته پرته له طالبانو سره د سولې هیڅ امکان نشته. داسې ښکاري چې د ښاغلي غني دا دریځ ترننه نتیجه هم ورکړې ده. د پاکستان د پوځ له لوري پر افغانستان د درنو وسلو بریدونه درېدلي او ویل کېږي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ استخباراتي همکارۍ ښې شوې دي. همداراز داسې ښکاري چې اوس پاکستاني چارواکي چمتو دي چې په خپله خاوره کې د حقاني شبکې فعالیت منع کړي. دا ډله د پاکستان له خاورې پر افغانستان حملې کوي. بلومبرګ وايي، د امنیت پر موضوع سربېره، افغانستان د څه باندې یو تریلیون ډالرو په ارزښت معدني زېرمې لري چې چینايي کمپنۍ ورته انتظار دي. خو په اوسنیو ناامنو شرایطو کې چین د افغانستان پر کانونو حساب نه شي کولی. خو له دې ټولو سره سره، ښايي د پیکینګ لپاره تر ټولو لویه اندېښنه دا وي چې افغانستان د چین د شین جین ایالت د ایغور جنګیالیو پر اډې بدل نه شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery