مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسي جرګه: حکومت دې د دوه تابعیته وو پر ځای نوي کسان ژر را معرفي کړي

احمد فیصل
د افغانستان د ولسي جرګې غړي وايي، تر اوسه دوو کاندید وزیرانو د خپل دویم تابعیت د پرېښودو په اړه دې جرګې ته خبر ورکړی. دوی ټینګار کوي چې تر دوو ورځو باید د هغو کاندید وزیرانو پر ځای چې دوی د دوه ګوني تابعیت له امله رد کړي، نوي کسان ورمعرفي شي. د دې جرګې منشي انجینر سید اکرام ازادۍ راډیو ته ویلي چې تر اوسه یوازې کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو ته کاندیدانو نورالحق علومي او صلاح الدین رباني د دوه ګوني تابعیت د لغوه کېدو اسناد ورسپارلي دي. نوموړي ویلي، که چېرې د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو د دویم تابعیت د پرېښودو په اړه اسناد سم ثابت شي؛ دوی ته به اجازه ورکړل شي، تر څو خپل پروګرامونه وړاندې کړي. هغه ويلي: ((که چېرې په دې نزدې دوه - درې ورځو کې چې د ولسي جرګې کار دوام لري؛ نوي نوماند وزیران معرفي شي؛ خو ولسي جرګه به دغو کسانو ته د تایید یا رد رایه ورکړي او کنه نو کېدای شي؛ د ولسي جرګې له پنځو اونیو رخصتیو وروسته به کاندید وزیران دې جرګې ته وپېژندل شي.)) له بلې خوا په اجرائیوي ریاست کې یوې منبع ویلي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته کاندید وزیر سید سادات نادري له خپل دویم تابعیت څخه تېر شوی او خپل ټول اسناد يې ولسي جرګې ته استولي دي. د کابینې اووه کاندید وزیران د دوه ګوني تابعیت د درلودو له وجې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ ولسي جرګې ته د خپلو کاري پروګرامونو د تشریح کولو څخه محروم شول. په دغو وزیرانو کې د کورنیو چارو وزارت ته کاندید نورالحق علومي؛ بهرنیو چارو وزارت ته کاندید صلاح الدین رباني؛ کار او ټولنیزو چارو وزارت ته کاندید سادات نادري، عدلي وزارت ته کاندید احمد سیر مهجور؛ د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت ته کاندید فیض الله کاکړ؛ ښاري پراختیا وزارت ته کاندید شاه زمان میوندي او اطلاعاتو فرهنګ وزارت ته کاندیده آی سلطان خیري شامل دي. په عین حال کې د افغان ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزي ویلي چې په یوه مناسب وخت کې به نوي کاندید وزیران ولسي جرګې ته معرفي شي. هغه وايي: ((ټول هغه نوماند وزیران چې دویم تابعیت لري او تر اوسه يې انصراف نه دی کړی؛ د هغو پر ځای به د افغان ولسمشر له خوا نوي کاندید وزیران ولسي جرګې ته وپېژندل شي.)) ولسي جرګې په دې وروستیو کې پرېکړه وکړه چې د دوه ګوني تابعیت لرونکي کاندید وزیر ته به د تایید رایه نه ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې د کابینې د غړو معرفي کولو درې نیمې میاشتې وخت ونیو چې د ملي وحدت حکومت چارواکو یې علت د وړو کسانو ټاکل یاد کړ. خو یو شمېر عام خلک وايي چې افغان حکومت باید د نوو کاندید وزیرانو په معرفي کې باید په دقت کار وکړي او ولس ته مسلکي او وړ کسان وړاندې کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery