دخپریدو نیټه : 2015-01-26 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
پر حیدري د استونیا هیواد لګېدلي تورونه بې ځایه دي
سید سلام
د کورنیو چارو وزارت وايي چې کرنې او مالدارۍ پر کاندید وزیر د ایستونیا تور بې دلیله او ناسم دی.د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پر یعقوب حیدري د لګول شویو تورونو په اړه د افغانستان نړیوالو پولیسو یا انټرپول څېړنې وکړې او ورته څرګنده شوه چې د ده له لوري ایستونیا ته د مالیې د نه ورکولو تور ناحقه دی.په همدې حال کې د افغانستان سترې محکمې په یوه حکم کې له ایستونیا غوښتي چې دغه هیواد ته د ښاغلي حیدري پر سفر بندیز پای ته ورسوي څو د خپل حق دفاع وکړي.ښاغلي حیدري مخکې ویلي و چې ایستونیا په ده باندې د تور پوري کولو له لارې هڅه کوي چې شتمنۍ یې غضب کړي.