مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د کابل د لومړنۍ محکمې يوپخوانى چارواکى ووژل شو

احمد فیصل
د کابل د لومړنۍ محکمې د دويمې حوزې د تحريراتو پخوانى امر حاجي عزت الله نوري د کابل ښار په کمپنۍ سيمه کې ووژل شو . د عزت الله ورور حکمت الله نوري ويل چې ورور يې نن سهار په شاوخوا اووه نيمو بجو د ناپېژانده وسله والو پر ډزو ووژل شو. هغه وويل، چې عزت الله نوري څه موده وړاندې خپله دنده پرې اېښې وه او له چا سره يې شخصي دښمني هم نه لرله. تراوسه پرعزت الله نوري د بريد مسووليت چا پرغاړه نه دى اخيستى. دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د ليندۍ په ٢٢مه د سترې محکمې د عالي شورا د دارالانشا رييس عتيق الله رووفي هم د دوو موټرسايکل سپرو له خوا په کابل کې پر ډزو ووژل شو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery