دخپریدو نیټه : 2015-01-26 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په قاهره کې د لاریون پرمهال ۱۰ تنه وژل په قاهره کې د لاریون پرمهال ۱۰ تنه وژل شوي
احمد فیصل
چارواکو ویلي د قاهرې په ختیځ کې د پولیسو او مظاهره کونکو تر منځ په نښتو کې لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.د روغتیايي څانګې چارواکو ویلي چې په وژل شویو کې یو پولیس شامل دی او لسګونه مظاهره کونکي ټپیان شوي هم دي.نښتې د شنبې پر ورځ په قاهره کې د لاریون پر مهال د یوې فعالې له مړینې وروسته پیل شوې.مظاهرې د مصر د ۲۰۱۱ کال د پاڅون، چې د هغه مهال مشر حسنې مبارک یې له واکه پرځولی و، د څلورمې کلیزې د لمانځلو لپاره شوې وې.