مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-26   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

پرځان باور‎

 



محمد شفیق ( حقپال)
پرځان باور یا پرنفس اعتماد : پرځان باور یا اعتماد په نفس ، هغو روحی شرایطوته وایې چې یو شخص یی دخپلو مخکینو تجربوپراساس دکارونودبریالی سرته رسولو لپاره پر خپل توان او استعداد کې لري.
متأسفانه په کوچینوالی کې کله ناکله موږ له داسې پېښو سره مخامخ شوي یو چي پرځان باور مو کمزوری شوي وي ، افغاني ټولنه خو لازیاته له دې ستونزي سره مخه ده کورنی او ټولنه کوچنیان او ماشومان دیوې وړې تیروتني له امله هم ګواښی او ترټي یې او دښو کارونو په هکله یی هم نه هڅوي . کیدای شی ته! لوستونکی هم له دې حالت سره مخ شوی یې او اوس کله چی لوی شوی یې کله ناکله پرخپل ځان باور دې کمزوری شوي وي ، البته ځینی بیا دومره پرځان باوري وی چې بیځایه خطا ترې پېښیږي دنورو په حقونو تیری کوي او دومره له خپل حد نه عدول او تیریدنه کوي چې ورته نه ښایی یعنی ډیر زیات باوري توب چی ریښتنی نه وي یواځې احساس وي هم ښه نه دی خو اوس زموږ دبحث موضوع پرځان باور او دهغه پیاوړي کول دي چې ورته اشاره کوو:
که پرنفس باور کم وی څه ډول غبرګون له موږنه ښودل کیږي ؟ دې پوښتنې ته دځواب لپاره لاندې ټکو ته زیر شي : هغه څوک چي پرځان باور یې کم وي لاندې یاد شوو ځانګړنو نه یوه یا څو ځانګړنې لري ،هغه دنورو په وړاندې سمې خبرې نشي کولای، تصمیم نیونه کې ډېر زړه او نازړه وي، اندېښنې او ناهیلی یې زیاتې وي ، یو کار چې کوي پرې باوری نه وي چې لازمه پایله به ورکړي که نه؟ ، داډول زده کونکی ترډیره بریده غواړي چې نور ورته لوست وښیی او فکر کوي چې دی خپل لوست هغه ډول چې لازم دی نه شي زده کولای، په خپل هدف شکمن وي ، هغه تګلاره او کړنلاره یې چې دخپل هدف لپاره یې جوړه کړي وی پرهغې باوري نه وي ، دخپل ژوند راتلونکې ورته تیاره ښکاري، کله چې یومجلس ته ننوځي تر تاثیر لاندې راځي او شرمیږي ، که چیرې یو مشرکس سره مخامخ کیږي نو خبرې ورسره هغه ډول چې لازمې دي نه شی کولای، ځان ورته کم ښکاري ، خپله دزړه خبر خپل پلار او دکورنی نورو غړو ته نه شي کولای ، ګومان کوي چې دنورو خلکو نه خوښېږي، کله چې یو کارکوي ډاریږي چې څوک ور باندې ونه خاندي ، فکر کوي چې نور له ما نه ښکلي دي او زه بدښکارم ، داسې ګومان کوي چې نور زما په وړاندې سم فکر نه لري او بد ورته ښکارم، ګومان کوي چې خلک زما غیبت کوي او ما پسې خبرې کوي او داسې نورې انګیرنې چې اکثراً دده شخصي سوچ وي او په ډېرو وختو کې دده انګیرنې حقیقت هم نه لری خو دی په دې ډول فکر کوي او په دې توګه یې پرځان باور کم وي.
ددې ستونز ې دله مینځه وړلو لپاره ترټولو مخکې باید چې دخپل ځان په اړه خپل دفکر ډول ته بدلون ورکړي ، یعنې اول خپله باید ځان په ښه توګه وپیژني او خپلې وړتیاوې درک کړي.دغه ډول کسان تل هم داسې نه وي څه ډول چې فکر کوي، که چېری خپل دفکر لوری بدل کړي او خپل ځان او هغه ځواک چې دی یې په ډیرو برخو کې لري وپيژني نو باور وکړي چې په ژوند او چارو کې یی بدلون رامینځته کېږي .
دا په یوه ورځ او یا څو ورځو کې هم نه کیږي بلکې باید یوڅه موده ونیسي چې باور یی غښتلی شي او خپلې وړتیاوې وپيژني او په هغو برخو کې چې فکر کېږی دی نیمګړتیا لري هغه برخې پیاوړي کړي .
پرځان دبارو دزیاتولو لپاره یوه لاره هم دیوشمېر تمرینونو اجرأکول دي چې باید پام ورته وکړو. هغه کسان چې بارو یی کم دی او هغه څوک چې فکرکوي اعتماد په نفس لري ټولو ته ښایی چې داتمرینونه ترسره کړي ځکه کمزوری باور به پیاوړی کړي او پیاړوی باور به نورهم پیاوړی کړي او په دې توګه به هم ځان او هم نوروته دګټې رسولو مصدر وګرځي .
هغه تمرینونه چې باید پرځان دباور دزیاتولو لپاره ترسره شي:
- نورو سره ځان مه پرتله کوی: تل کله چې دځان دکومې وړتیا په اړوند فکر کوي له نورو سره ځان مه پرتله کوی ، داسې مه وایی چې هغه فلانی ګواکې ترتا په دې او په هغه برخه کې ښه دی خو ته هغه وړتیا نه لري ، همدا اوس یې له ځانه پیل کړی ، خپل دفکر طرز بدل کړی له ځان سره ووایی هیڅوک هم له تاسې نه پیاړوي نه دي ، تاسو چې وغواړي هرڅه کولای شي، دالله ج په هغو نعمتونو چې درکړې یې دي شکروکړي هیڅ وخت هغه کم مه ګنی ، که چیرې داسې وکړی پرتاسو به نعمتونه نور هم زیات شي ، ځان سره فکر وکړی چې دالله ج ترټولو ښه بنده سر له همدا اوسه جوړیدلای شې. دا طرز فکر دځان غولونه هم نه بلکې که همداسې فکر وکړی همداسې کیږي . الله ج فرمایی : وان لیس للانسان الی ما سعی . یعنې نشته دانسان لپاره مګر زیار او کوښښ . ( ) الله ج زیار ایستونکی ته هغه څه ورکوي چې دی یې غواړي او په هغه لار کې زیار باسی ،که تاسو دخپل دنفس داعتماد دزیاتولو غوښتونکی یاست نو الله ج یی درکوي ، که تاسو یواځې خپل ځان وګوری نورو ته فکر مه کوی چې څه لري او څه نه لري. تاسو پرخپل ځان باوری اوسی او دغه باور ته وده ورکړی .
- کوم وخت چې له چاسره مخامخ کیږی که پخوا تردې مو دهغو سترګو ته نشوای کتلای او شرمیدی اوس یی سترګو ته وګوری او نیغ په نیغه وګوری ، مه ډاریږی دچا سترګو نه مرمی او لیندی نه راوځی چې تاسو خوږ کړي یا ګوزار درباندې وکړي که بیا مو هم دهغو سترګوته نشوای کتلای ددواړه سترګو مینځ کې هغه ځای ته یی وګوری یا یی وچولي ته وګوری په دې توګه به له هیچا سره له مخامخ کیدو ونه ډار شي او ستونزه به درته پیدا نشی . ( خو هو مسلمان نارینه او ښځینه ته په کار نه ده چې نامحرم ته و ګوري ) زموږ مطلب یواځې مشروع کتل دي نه نا مشروع کتل .
- سپورت او مناسب خواړه مه هیروی ، پوهان وایی چې په سپورت کولو سره یوه ډول ماده په بدن کې ترشح کیږي چې اندروفین ورته وایی دغه ماده په وجود کې دخوښۍ احساس رامینځته کوي نو سپورت مه هیروی که غواړی چې پرځان باور مو زیات شي، دخپلو خوړو ډول ته هم پام وکړی هغه خواړه چې دروغ وجود لپاره مرسته کوي له هغو ګټه واخلی ، تازه میوه ، تازه سابه ، لبنیات ... ، مه هیروی او ګټه ترې پورته کړی که چیرې په لاس درځي ، له هرډول ډیر خوراک نه پرهیزوکړی ، اوبه ډيری وڅکی په تیره بیا دسهار په وخت په نهاره باندې ستا سو بدنی حالت به ښه کړي او دخوښۍ احساس به مو ډیر کړي.
- تل پاکې او منظمې جامې پرتن کړی که ګرانې جامې نه شی موندلای خوتل پاکې جامې واغوندې له داسې جامو اغوستولو ډډه وکړي چې ستاسو له عرف او فرهنګ سره ډډه نه لګوي ، خپل صورت په دا ډول عیارکړی چې دبې نظمی حالت ترې څرګند نه شي دخپل ځان او جامو پاکوالی او دخپل سر او صورت نظم ته پام وکړی. په دې توګه به حداقل ستاسو اندیښنه له دې بابته نه وي چې ګواکې څوک به ستاسو پرجامه او یا د بدن په کومه برخه وخاندې او هغه به ورته ناسم ښکاره شي . تاسو خپله وسه وکړی که چېرې بیاهم کومه ستونزه او مشکل وو هغه ته پام مه کوی ، دچا په مخکې په زړو جامو او یا ارزانه جامو مه شرمیږی ، که چیري مو دوجود کومه برخه یا مخ کې څه بدرنګوالی وي چې ستاسو په وس کې نه وي هغه سم کړی نو هیڅ مه شرمیږی تاسو خپل زیار دپاکوالی او نظم لپاره ګاللی نور پرچا کې ری مه وهی . ستاسو ژوند دالله لپاره دی کله چې هغه پر یو څه ناراضه نه وي دمخلوق په مقابل کې یې ستونزه نشته او دخپل فکر آرامښت وساتی.
- تل دنورو صفت وکړی دچا دکم ښودلو پرځای او دنورو دعیبونو دلټولو پرځای نور تایید کړی او صفت یی وکړی ، په دې توګه به ستاسو اعتماد پرنفس ډير شي ځکه دیوچا دښېګیڼو درک کول او پرهغه پوهیدل او بیا هغه بیانول دسترو او ښو خلکو کاروي او په دې توګه به په تاسو کې دښه والي احساس ځواکمن شي . او نور به هم ستاسو په وړاندې درناوی وکړي او له دې نه چې تاسو یې صفت کړی نو ستاسو فکر به دهغه له ضرر رسولو اودهغه له غیبت کولو څخه بیغمه شي .
- دمحتاجانو سره مرسته وکړی ، تل په هره رواچاره کې دنورو مرسته وکړی که څوک څه شي ته اړتیا لري که مو توان کې وی هغه ورکړی، که دچا موټر په لاره کې خراب شوی وي او ستاسو مرستې ته اړتیا لري مرسته ورسره وکړی، که چېرې دچاڅخه په لاره کې څه لویدلې وي او تاسو ورسره مرسته کولای شی مه یی سپموي ، که چېرې کوم ړوند یا ګوډ یا ماشوم په لاره کې مرستې ته اړتیا لري ویی کړی ، که چېرې موټر لری او پرلاره کې مو کوم بوډا بې وزلی او یا تاسو ته اړ کس ولید هغه راپورته کړی، که چیرې څوک ستاسو نغدي مرستې ته اړتیا لري او ستاسو په توان کې شته هغه وکړی، که چېرې څوک ستاسو څخه غواړي زدکړه وکړي یا کومه پوښتنه وکړي نو هرومرودامکان په صورت کې مرسته ورسره وکړی ... په دې ډول به ستاسو اعتماد په نفس ډیر شوی وی او ځان به ځواکمن او خوښ احساسوي .
- له چاسره یا کومې پیښې سره له مخامخ کېدو که مخکې له دې ډاریدی نوتمرین وکړی او ورسره مخامخ شی ، مه ډاریږی هغه څه نه پیښېږی چې تاسو یی تصور کوی ، دبېلګې په ډول که کومه مهمه او خصوصي پوښتنه لری او ډاریږی که له چا څخه یی وکړی نو هغه به پر تا وخاندي او به وایی چې ولې په دې ساده مسألې نه پوهیدې ، یا داسې فکروکړی چې دشرم خبر ده خوکه چیرې دشریعت په چوکاټ کې وي مه ډاریږی او هغه پوښتنه وکړی. که چېرې له دې نه ډاریدی چې په شپه کې به کوم ځای ته تګ خطرولري نو مه ډاریږی او په شپه کې یوځای ولاړ شی ... پوهان وایی چې دومره له څه شی مه ډاریږی لکه له خپله ډار څخه یعنی له ډار نه وډارشی او ترې لرې والی وکړي له بل څه نه مه ډاریږی. دیادولو ده چې دځینو مسایلو خطر او پایلي یی یقني وي او ځینې کارونه نامشروع او ناسم وي پام چې هغه ونه کړی ، یواځې خپل ډار دهغو مسایلو په وړاندې لرې کړی چې هغه سم وي او کومه شرعی ، اجتماعی ، ځانی یا مالي ... مشهوده او کره ستونزه ونه لري. داسې نه شي خدای مه کړه چې ناروا کارونو ته لاس واچوی چې زموږ هدف په دې لیکنو کې داعتماد په نفس خبره ده چې ټول دمباح او حلالو کارونو په اړوند جرأت اخستل او له خپلو وړتیاوو نه ګټه اخستل دی.
- تل له نورو زده کړه مه کوی خپله هم ځانته یوڅه ورزده کړی ، کوښښ کوی چې هرلوست لومړی خپله ځان ته وزده کړی .
- په یوه کتابچه کې خپل هغه صفتونه ولیکی چې نوریی دتاسو په هکله وایی او کله چې یوخت ناهیلی شوی هغه کتابچه راواخلی او خپلو صفتونو ته وګوری او یاد یی کړی.
- خپل ‌‌ذهن کې تل دبری لپاره فکر وکړی ، کله هم دماتې تصور مه کوی ، خپل راتلونکی ژوند ته خوشبین واوسی او فکر وکړی چې ښه راتلونکی به ولری ، حتی که چیری شرایط دځینو په نظر داسې وي چې خدای مکړه تاسو ته به ناوړه پیښې رامینځته شي تاسو هغه ډول فکر مه کوی بلکه فکر وکړی چې هرڅه به الله ج ښه پیښوی ، الله ته هیله من واوسی او له هغه نه دښو پیښو انتظار ولری ، د بد فکر انو او هغو کسانو چې راتلونکې تیاره وینی او وایی چې بدې پېښې به پیښې شي باور مه کوی .
- خپلو خوبونو ته تل ښه تعبیر ورکړی هیڅکله هم داسې کس ته خپل خوب مه وایی چې هغه بد تعبیر درکړي . په خپله هم دخلکو خوبونه مثبت او ښه تعبیر کړی ، ښه خیال پلو په خپل ذهن کې دخپلې راتلونکې لپاره انځور کړی.
- له ځان سره مهربان واوسی ، خپل ځان ګران کړی او دخپل اوس او راتلونکې لپاره دځان دښیګڼې فکر وکړی. که چیرې تراوسه هم دځان په وړاندې مهربان نه وی نور دغه عادت لرې کړی . خپل مثبت او ښه راتلونکي ته زیار وباسی.
- دځان لپاره ښه دوستان انتخاب کړی ، بریالی پوه او باتقوی کسان چې تاسو سره ستاسو دښېګڼو په زیاتیدو کې مرسته وکړي.
- دانتقام اوکسات پرځای بښنه او حلم غوره کړی .
- کینه او حسادت له ځانه لرې کړی.
- نرم خویی او مهرباني خپله کړی .
- مطالعه مو ډیره کړی او له خپل وخت څخه ګټوره استفاده وکړی.
دپورتنیو تمرینونو اوخویونو په حاصلولو او کولو سره کولای شی ترډیره بریده پرځان باور یا په خپل پرنفس اعتماد پیاوړی کړی او په دې توګه ځان دبریالیتوب او خوښیو پوړیو ته ورسوی
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery