مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-27   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

پیاوړی شاعر، مورخ او ټولنیز شخصیت استاد عبدالباري جهاني داطلاعاتو او فرهنګ دکاندیدوزیر په توګه وټاکل سو


د کابینې جوړولو په موخه ولسي جرګې ته د نوماندو وزیرانو د معرفۍ په لړ کي د هیواد لوی شاعر، لیکوال او ژورنالیست عبدالباري جهاني د ۱۳۹۳/۱۱/۶ ، ۶۲۹ شمېرې حکم له مخي؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د نوماند وزیر په توګه ټاکل سو.


په حکم کي د پارلماني چارو وزارت ته سپارښتنه سوې چي ښاغلي جهاني ته د ولسي جرګې څخه د باور د رایي اخیستلو پروسه پر مخ بوزي.
 
 د اوسمهالي پښتو ادب مشهور شخصیت استاد جهاني شاوخوا شل مغتنم آثار لیکلي او پنځولي دي، اوسنی ملي سرود یې لیکلی او تقریباً ټول ژوند یې د افغانستان سره په اړیکه کي ادبي او علمي خدمت ته کړی دی.

ښاغلی جهاني په افغانستان کي دننه او له افغانستانه بهر د خورا زیات شهرت خاوند دی، په لمانځنه کي یې په لسګونو غونډي او سیمینارونه جوړسويدي، د ورکړه سویو لسګونو معبرو جایزو له جملې څخه یې په دې وروستیو کي د روسیې هیواد څخه د تولستوی د ستر ایوارډ یادونه مهمه بولو.

د اطلاعاتو او فرهنګ ورات ته د استاد جهاني انتخاب د فرهنګي کړیو د پراخ هرکلي سره مخ سوی دی.د کتونکو په نظر؛ تر استاد بېنوا وروسته ، دا لومړی ځل دی چي دغه وزارت ته داسي یو اکاډمیک فرهنګي شخصیت د وزیر په توګه معرفي کیږي.

 

د حکم کاپي:

د خبر او حکم د کاپي حقونه د بېنوا ویبپاڼي سره خوندي دي.

د سرچینې په یادولو سره یې خپرولای سئ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery