دخپریدو نیټه : 2015-01-28 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
په کابل کې د ترهګرو یو قوماندان نیول سوی دی
سید سلام
په کابل ښارکې يې د محاذِ فدائيان ډلې يو قومندان او د دې ډلې يوبل وسله وال چې د بریدونو هوډ یې درلود نیول سوي دي.د ملي امنيت لوی رياست وايي، دتروريزم پرضد په ځانګړوعملياتوکې د محاذِ فدائيان تروريستي ډلې يوقومندان نورالله، چې د فاروقي په نامه مشهوردی، له يوه بل وسله وال همکار دلاور سره چې د لالا په نامه مشهور دی نيولی دی. سرچینه وايي نيول سويو کسانوخپل جرمونه منلي.