مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-29   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ولسمشره اوس یی څنګه کوی؟؟؟


د افغانستان د  ولسی جرګی  ننۍ عونډه چی ورپیژندلی شویو وزیرانو ته یی د رایو ورکولو په پلمه جوړه کړی وه داسی معلومیږی چی د ډاکټر صاحب اشرف غنی ونډه له پنځوسو سلنی پنځو سلنی ته د نږدی کیدلو په حال کی ده. دا ځکه چی د اشرف غنی لخوا ورپیژندل شوی  وزیران تقریبآ ټول رد رایی یوړی پداسی حال کی چی د عبدالله عبدالله لخوا ورپیژندل شوی وزیران ټول کامیاب شول.   ولسمشره نو  اوس یی ځنګه کوی؟
 پداسی حال کی چی د ملی وخدت د حکومت پر جوړلو له اولی ورځی مخالف وم او اوس هم یم او د دوه سری حکومت په نوم می نومولی دی  خو هغه خبره ده چی د نیشته نه نینی هم ښی.
 ښاعلی واسمشر ! که رښتیا راباندی وایی د افغانستان د ولسی جرګی ننۍ د رایو ورکولو انصاف ډیر خپه کړم. کله چی وړوکی ربانی په هغه زدکړو او تجروبو چی لری یی ( په انګستان کی یی تر هغه ټیټی ټیټه پوهنځۍ  چی شیانو ته بازار پیدا کول دی لوستی  همدارنګه د کرزی په دوران کی د سولی د شورا ریاست چی له پلاره ورته په میراث پاتی شوی وو صفر لاس ته راوړڼی کاری تجروبه لری)  د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت لپاره د وزیر په صفت  د تاید  رایه اخلی  و او شیر محمد  کریمی په هغه لوړو زده کړو او ښو تجروبو په لرلو سره چی په نظامی برخه کی یی لری  ولسی جرګه یی  رد کوی او  د اعتماد رایه نه ورکوی موږ ته خو د اخرات علامی ښکاره شوی.
ښاعلیه ولسمشره! نن د افغانستان ولسی جرګی ستا وزیران نه دی رد کړی بلکی تاسو یی رد کړی، ستا راتلونکی پلانونه یی رد کړی دی، هیله ده چی پر  دغه د خطر زنګ راویښ شوی وی. دا ځکه د ولسی جرګی نني قضاوت دا جوتوی چی د افغانستان د ولس پر ستونی لا هم د مافیا جنګسلارانو او زورواکانو د پښی فشار شته ولس به پری نه ږدی چی ازاد اکسجن تنقس کړی.
ښاغلیه ولسمشره ! موږ بیا هم تاسو ته خواست کوو چی ولس رایی درکړی دی پدی خاطر چی په افغانستان کی د افغانستان اساسی قانون پلی کړی. کوم صلاحیتونه او مسولیتونه چی د همدغه قانو په چوکاټ کی تاسو ښاعلی ته درکړل شوی دی په قاطع دول تدبیق کړی. او که دا کار مو ونه کړ نو ستاوسو ټولی پریکړی او اصلاحات به په راتلونکی کی د همدغ شان خنډ او ځنډ سره مخامخوی او   په همدغه ولسی جرګه کی به د  ډالرو په کمشن سره چی وږی وکیلان ورته سخته اړتیا لری رد کیږی. نو ستاسو پلانونونه به یو هم د ولسی جرګی څخه تیر نه شی.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
۲۰۱۵/جنوری/۲۸ 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery