مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-29   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

څلويښت غله

احمدجان نوزادی


 

 اوريدلی می کيسه ده د مــرانو
 د سپيـن ږيرو، د زړو او د ځوانانو
 د پــخوا په زمانه کی څلويښت غله وه
 څلويښت غله څلويښت اسان يی ورسره وه
 په مردکو باندی بار تـــوپک په غاړه
 غوڅوله يی ســـــرونه بيله ډاره

 خپل منځو کی دوی خورا په ډير اخلاص وه
 يو پـــــــر بل باندی ســــــرونه ورکوله
 خو چی چا به يی په مخ کی کوم خنډ جوړ کړ
 د هغو نه يی نه به يي ژبه غوڅــوله
 دا څلويښت په څلويښت لارو وه راغـلی
 دوی خـــو نه وه يو ټبر نه د يو کلی

 کله يو او کله بل کلی ته تـــلله
 په اونۍ کی يی ملـکونه لوڅــــوله
 نن يی يو او سبا بل کلی کی شپــــه وه
 غــــــل غدو به په دوی باندی ميلمانه وه
 لکــه غلو غوندی په پټه اوسيدله
 ځـــــــــای ځای ګي يی چاته نه معلوميدله

 په دی غلو کی و يو مشر ډير هوښيار و
 و منـــــلئ دی په ډله کی ســـردرا و
 ټوله غلو به يی په خوله بانــــدی کوله
 او کـــه نه و نـــــو ککره يی بازله
 دغه مشــر به نيوله تصميمــونه
 پريــکيدل به يی په امــر ډير سرونه

 ډير ملـکونه يي کړه چور کلی ويجاړه
 هر شپــــــــه يی اچــــــــوله نــوی داړه
 په لنډ عــمر کی خانان او دنيا دار شــــوه
 په سوچو د ملکی او د سردار شـــــــوه
 پری کړه يی وشـــــوه چی له دی ځايه باريږی
 ځی به ليری چی عـــزت يی هلته کيږی

 بدلوی به تکتـکونه د غـــــلا ګانو
 جوړوی به لــــوی ماتـــم په غريبانو
 وړي به کډه دوی پاشــــلو ولسو ته
 د نفـــــاق په اور سيځلو ولسو ته
 دای ځای چی د يو شا د بــل حمله وی
 داسی ځای چـــي دغلو جوړه پی ميله وی

 کډه يی بــارکړه او بيا ګډ شوله په لاره
 وهــــدف يی معلومدار لا وار دواره
 شپه نـا وخته يی، يوه کلی کی شپه شوه
 کډه يـــي کښته کړله دلته ميلمانه شوه
 ټول اسان يی کړله خوشی په کښتو کی
 بس د کـلی په باغونو کروندو کی

 


 نور ويده شول او يـــوه اسان څارله
 دا کيسه يی سبــا مشر ته کوله
 يو ســـــړی د کورنه ووتـــــه بهر شو
 زموږ اسانو باندی پروت دده نظر شو
 زموږ اسـان يی د ټول کلی وايستله
 تــــــر سهاره يی پهرپر کلی کړله

 د غلو مشـر شو خفه ويل تياريـــــــــږی
 په يــــوه شيبــه له دی کــــلی ورکيــږئ
 که شــوه خـــلګ راخبر ژوند مو ګرانيږی
 زمـــوږ تاريخ به بس هم دغلته ښخيږی
 په يــــوه شيپه کی بار د غلو کاروان شو
 د يـــــو بل کلی په لور باندی روان شو

 څلـويښت غلو وکړل څلويښت ورځی مزلونه
 څلويښت کلی يی کړه پری څلويښت واټونه
 د غــلو خوا ددی څلويښت کلو خپه وه
 د هـــــــــر کلی نه يی بده خاطره وه
 د غــلو مشر ډير خپه او ډير پريشان و
 واټنــــــــونه يی وهلی ډير ستوما و

 ويــــل واړوی چی دلتــه به لا څه وی
 ګونــــدی دا کلي زموږ د اوسيــده وی
 اســان خوشی کړی د خلکو وباِغـــــو ته
 د ابـــادو شنو غنمو و پــــــــــټو ته
 بيا يی وګوری چی دلته څه دستور دی
 اتفـاق دی او يا کلی کی ناسور دی
 اســـان ګډ شول د غنمو کروند کی
 څـو چی خيټی کړی مړی په دغه شنو کی
 تــــر سهار څوک د کلی بهر نه شو
 دغــــه يو غوږ هم له بله خبر نه شو
 پـــــهــــــــره دار د بيکاری ځنی ويــده شو
 شپــــه لا نه وه نيـــــــمايی په خـريده شو

 د مـــــلا اذان د خوب نه را بهر کړ
 د اســـانو ننداری ته يی ورسرکړ
 هـــــر سړی اسان د خپل کښته شړله
 د بـل کښته ته يی په زوره اړوله
 پهــــره دار غله خو په پټه ننداره کړه
 ددی کلــی تماشی ته يی کاته کړه

 بيــا سهار يی داستان ووايه و غلو ته
 د غلو مــشر اود مشر پرګنو ته
 مشــــــر وويل يارانو فرمان دادی
 دغــــه کلــــــی زما د پلار او د بابا دی
 پــــــــر دغه کلـــي به نوره زه خانی کړم
 ولــسونه يی ځپـــم بس باداری کـړم

 نـــــــــوزادی د نفاق بار منزل ته نه ځی
 کور شی وران چی دی خپل ورور د بل په پله ځی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery