مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-29   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

لغمان: د پېښي دوهم تعقیب

نن د ۳ بجو په شا وخوا کې د مرکز اړوند د پهلوان بابا د غونډۍ په سر د جنازې په مراسمو کې د ځانمرګي برید له امله ۱۲ تنه ملکي وګړي شهیدان او ۳۶ تنه ملکیان ټپیان شوي دي او ځانمرګی بریدګر وژل شوی دی. په زخمیانو کې د دوه تنو ماشومانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.

همدارنګه په دغه پیښه کې د امنیه قوماندانۍ د جنايي مدیر په ګډون څلور تنه پولیس هم په شهادت رسیدلي او ۳ تنه پولیس زخمیان دي.

پیښه د محلي پولیس سیدا جان او درې تنو ملکي وګړیو د تدفین په مراسمو کې چې نن سهار د سرک د غاړې د ماین په چاودنه کې شهیدان شوي ول رامنځته شوې ده.

بل لور ته یو تن شکمن ځانمرګی بریدګر د امنیتي ځواکونو له لوري ژوندی نیول شوی چې دا مهال تر پوښتنو ګرویګنو لاندې دی.

دا هم دوهم تعقیب معلومات دي که چیرې په ارقامو کې تغیر رامنځته شي نو هغه به هم له تاسې سره شریک شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery