مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-30   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

لیندسي ګراهام: په قطر کې مېشت طالبان له حقاني شبکې سره په اړیکه کې دي

احمد فیصل
د امریکا د متحدو ایالتونو د جمهوري غوښتونکي ګوند یوه سناتور ویلي چې له ګوانتنامو بنده خوشي شوي طالبان له حقاني شبکې سره په تماس کې دي. د طالبانو پنځه بندیان تېر کال د یوه امریکايي اسیر بو بریګدال په بدل کې له ګوانتنامو بنده خوشي او قطر ته ولېږل شول چې لا هم په دغه هېواد کې اوسي. سناتور لیندسي ګراهام چې منځني ختیځ ته ډېر سفرونه کوي او په دې وروستیو کې قطر ته تللی و، د پنجشنبې په ورځ ویلي، اندېښنه یې لرله چې یو له دغو پنځو تنو به له قطره وتلی وي، خو د قطر د سفر په لړ کې ډاډ ورکړای شو چې ټول په دغه خلیجي هېواد کې دي. پینټاګون وړمه ورځ ویلي چې له قطر سره کار کوي او ډاډه دی چې له خوشي شوو طالب بندیانو د هر ډول خطر مخه به ونیسي. قطر د تېر کال په مې میاشت کې د ولسمشر بارک اوباما له لوري پر دې وستایل شو چې د پنځو طالب بندیانو پر وړاندې د یوه امریکایي پوځي بو بریګدال د تبادلې لانجمنه معامله یې ممکنه کړه. قطر ژمنه کړې چې د ګوانتنامو له بنده دا پنځه خوشي شوي طالبان به تر یوه کال پورې وڅاري خو وروسته به پرېښودل شي چې ولاړ شي. سناتور ګراهام د چهارشنبې په ورځ اسوشېیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي: «دا یوازې د یوه کال معامله ده. موږ ډاډه یوو چې دوی به بېرته د جګړې میدان ته ولاړ شي.» ده همداراز ویلي: «د حقاني شبکې ځیني کسان یې لیدو ته راغلي وو. دوی ارتباطات لري. پنځه واړه په افغانستان کې دننه تماسونه نیسي.» ګراهام چې د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې غړی او په دې جرګه کې په بهرنۍ پالیسۍ کې تل مخکښ رول لوبوي، ویلي چې د دې وېرې خلاف پنځه واړه طالبان په قطر کې اوسي. پینټاګون یا د امریکا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بندیانو په اړوند قضیو به تبصره ونه کړي. په دې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د خوشي شوو طالبانو بیا فعالیت جدي ګڼي او له پوځ، استخباراتو، قانون نافذوونکو او ډیپلوماتیکو چاینلونو سره په نږدې همکارۍ په دې برخه کې کار کوي چې د هغوی بیا فعالیت محدود او د ضرورت په وخت کې اقدام وکړي. د امریکا د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې پینټاګون د قطر له حکومت سره نږدې شراکت او همکاري لري او دوی ډاډه دي چې د طالبانو د هر راز خطر د محدودولو توان لري. امریکا د تېر کال په مې میاشت کې د طالبانو پنځه بندیان نورالله نوري، خیرالله خیرخواه، محمدنبي، محمد فاضل او عبدالحق واثیق د یوه امریکايي اسیر په بدل کې قطر ته وسپارل.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery