مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-30   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

امریکا: طالبان ترهګر نه، بلکې وسله وال یاغیان دي

احمد فیصل
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي چې طالبان ترهګر نه، بلکې وسله وال یاغیان ګڼي. د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر مرستیال ایریک شولتز د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، طالبانو ته ترهګر نه وايي، د دې پر ځای یې وسله وال یاغیان بولي. د سپینې ماڼۍ له مرستیال مطبوعاتي رييسه د اې بي سي خبریال پوښتلي، سره له دې چې طالبان لا هم تروریستي حملې کوي او تاسو دا هم نه شئ ویلی چې جګړه پای ته رسېدلې ده نو ولې طالبان ترهګر نه بولئ؟ ده په ځواب کې ویلي: «زه دا یادونه کوم چې طالبان وسله وال یاغیان دي. داعش یوه تروریستي ډله ده. نو موږ د تروریستي ډلو پر وړاندې نرمښت نه کوو.» له ده څخه بیا وپوښتل شول چې ایا طالبان ترهګر نه ګڼئ؟ شولتز ویلي: «فکر نه کوم چې طالبان— طالبان وسله وال یاغیان دي. دا په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو له کبله ده او ځکه داسې استدلال کېږي.» امریکا تېر کال د طالبانو پنځه مهم بندیان خوشي کړل او تر دې مخکې یې په قطر کې د دې ډلې لپاره د دفتر په پرانيستو موافقه وکړه څو د خبرو لار ورسره هواره شي. د امریکا اقدام د افغانستان له سخت عکس العمل سره مخ شو. د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر مرستیال د طالب بندیانو د خلاصون په اړه ویلي چې په دې موضوع په خپل وخت کې په لویه سویه خبرې شوې وې. بندیان د شخړې د پای ته رسېدو په هدف تبادله کېږي. په وروستیو کې یو وار بیا له طالبانو سره د سولې د خبرو پر احتمالاتو بحثونه کېږي. چین ته د ولسمشر غني له سفر وروسته د دغه هېواد په بلنه د طالبانو یو پلاوی پیکینګ ته ولاړ. د امریکايي چارواکو په قول ویل شوي چې متحد ایالتونه د افغانستان په سوله کې د چین د رول ملاتړ کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery