مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-31   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دزابل په روغتون کې یوشمېرقصابان (دمحشر ورځ)؛


داچې پرون زابل ولایت دیوې خونړۍ پیښې شاهد وو ، دکلات ښار څیرمې کاکړانو چینې سیمې کې یوټیلر او د۳۰۳ ډوله موټر دجنګیدلو لکبله زموږ څه باندې ۴۰ بې ګناه هیوادوال (ښځینه ، نارینه او ماشومان) شهیدان او د۱۸په شاوخوا کې ټپیان شول.
خوکله چې زموږ بیداره او وطن پرسته امنیتي ځواکونو دهغوی انتقال دزابل ولایتي روغتون ته وکړ، بدبختانه پدې روغتون کې دمسلکي ډاکټرانو او روغتیاپالانو دنشتوالي ترڅنګ دطبي وسایلو دخرابوالي او نشتون کمې احساسیدله او دهمدې لکبله دشهیدانو په شمېر کې زیاتوالی او دټپیانو په روغتیايي حالت کې بدوالی راغی او ډیری ټپیان دکندهار میرویس روغتون ته انتقال شول چې یوشمېر يې پرلاره دطبي وسایلو داسانتیاوو لکبله خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړ.
افسوس پردې چې کله یوشمېر ټپیان دکوما حالت ته لاړل، دولایتي روغتون یوشمېر قصابان ډاکټرانو او روغتیاپالانو هغوی مړي وبلل او په کفن کې يې داسمان لاندې په یوه ځمکه وغورځول خو کله چې څوشیبې تیریږې، درې ټپیان چې ډاکټرانو مړي او په کفن کې اچولې وو، بدن يې حرکت کوې او خلګ دمایوسۍ ترڅنګ وډاکټرانو او روغتیاپالانو ته نارې وهي چې داخلګ ژوندي دي او تاسو دمړو کتار ته اچولې دي خو ډاکټران او روغتیاپالان يې په بیړه سره بیړنۍ خونې ته وړي چې ددوو (۲) ژوند ژغورل کیږي او یو يې هم بیرته په بیړنۍ خونې کې خپل ژوند دلاسه ورکوې.
که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ خپله دخواشینۍ پیغام درسنیو له لارې خپورکړی خو پوښتنه داده چې اخیرولې ددې قصابانو او دانسانیت دشمنانو ( ۳۰۳ ډوله موټر په خاص ډول احمدشاه ابدالي شرکت) مخنیوی نه کیږي؟؟؟
ولسمشره !!!
نه چوکۍ غواړو، نه دې پیسې غواړو او نه دې نور څه غواړو، فقط؛
دخدای دپاره، نورمو ددې قصابانو (یوشمېر ډاکټرانو او روغتیا پالانو )څخه خلاص کړه ځکه زموږ بې ګناه هیواد وال په ورځني ډول دجنګ ، ترافیکي پیښو ترڅنګ ددوی دبې غورۍ او شخصي کاروبار لکبله خپل شیرین ژوند دلاسه ورکوې ځکه تردې وړاندې دیوې میرمن په همدې روغتون کې دډاکټرانو دنشوالي او روغتیاپالانو دچکې لوبې کولو لکبله خپل ژوند دماشوم زیژونې پرمهال له لاسه ورکړ.
خداې دې وکړې، چې دوستان زما دغه پیغام ترولسمشرۍ ماڼۍ پورې ورسوي.
مننه؛
احمدولي سرحدي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery