مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-31   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دفرانسې ناورین له خپله لاسه!



درې اونۍ مخکي، د چهار شنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۷ نېټه، چي د عیسوی کال د جنوري د اوومي نېټې سره سمون خوري، د فرانسې هیواد د پاریس ښار په یوه مرکزي برخه کي یوه تر ټولو خونړی پیښه ځکه رامنځته سول، چي د چارلي هیبدو د مجلي دولس کسه هغه کارتونیستان چي په ډېره سپین سترګي سره د بیان د ازدۍ تر چتر لاندي پخپلو خپرونو کي د اسلام د ستر لارښود د سپکاوي سره سم، انساني کرامت ته هم توهین وکړ، پخپله د فرانسې هیواد د دوو اتباعو لخوا په نښه او ووژل سول. لاکن دا ډول زړه بوږونکي برید د پاریس د ښار سره سم د فرانسې ټول هیواد د غم پر ټغر کښېناوه.
پدې کی هیڅ شکه نسته، چی د چارلی هیبدو مجلې پخپلو خپرونو کي ټولنیز عدالت تر پښو لاندي کړی وو. ځکه خو يې د رسنۍ د پاڼو د متنونو او کارتونونو څخه لمسوونکی بوی تر پزه کېده، چي د اسلام او مسلمانانو د ستر لارښود په وړاندي يې یو ښکاره تیری وکړ. چی دا تیری په نړی کي د څه ناڅه دوه میلیارډو مسلمانانو لپاره د خواشینی او خپګان سبب سو. خو دا خپګان د چارلي هیبدو د مجلې د کارکوونکو ژوند هم بې ویره پرې نښود، ځکه خو دا ناوړه عمل د دې سبب سو، چي د دې مجلې د دولسو کارکوونکو په وژنه باندي يې د فرانسې هیواد د اتباعو د خوښي او خندا موسم په غم او ناورین واړوه.
له بده مرغه په نیویارک کي  د ۲۰۰۱ عیسوي کال د سپټمبر د ۱۱ مي ڼېټې د خونړی پيښي راهیسي، نړی د یو ډول جګړیز بحران سره مخ سوېده، چی له عمله يې د نړی په ګوډ ګوډ کي انسانان په یو ډول نه یو ډول د ژوندانه د ستونزو او جګړو سره لاس او ګریوان دي. البته د دې بدمرغي پيښي راهیسی په نړیوال ډګر کي عمومآ مسلمانان تر ټولو زیات په تپل سوي جګړو کي وځپل سول. لاکن دا پدې معنی نده، چي ټولو مسلمانانو د سپټمبر د ۱۱ مي نېټې په برید او ملاتړ کي لاس درلود، دا پدې معنی هم نده، چي په نړی کی دي نور مذهبي قشرونه د بېګنا مسلمانانو څخه نفرت کوي او یا دي یوه رسنۍ پر خپل سر د ټولو اسلامي مقدساتو سپکاوی وکړي.
اوس نو که یو شخص او یا هم یوه رسنۍ پدا ډول منفي خپرونو باندي د شهرت تر څنګ د پیسو موندلو په لټه کي وي، نو دا دي هیڅکله نه هېروي، چي د شهرت او پیسو حاصلول د انسانو د ژوند په بیه باید نوي او نه هم دا شهرت او پیسه په نړی کی سیاسي او ټولنیز بحران په بیه. دا ځکه چي دا ډول خپروني د داسي یوې نړی د اوسېدونکو ترمنځ، چی همدا اوس يې تقریبآ د یوه کلي بڼه غوره کړېده، د نفرتونو، او تبعض تخم کري.
د چارلي هیبدو د مجلې، مسؤول کسان، چي غوښتل يې په دا ډول تبلیغاتی جګړه باندی د نړیوالو پام ځانته راواړوي، همداراز يې پدې وروستیو وختونو کی په ښکاره ډول د اسلام د ستر لارښود په وړاندي په فکري او فرهنګي جګړې لاس پوري کړی وو. چي کیدایسي دا مجلې هم د صلیبی جګړي په ملاتړ خپل ټول وس پکار اچولی وي، ځکه خو يې د اروپا د اسېدونکو ذهنونه د اسلام او مسلمانانو په وړاندي تخریبول.
زما په اند، که یو شخص په نړی کی دنورو خلګو مذهب، کلتور او عنناتو په سپکاوی او ملنډو وهلو کی خپل شهرت او عزت لټوي نو دا خو بیا پدې معني ده، لکه یو سړی چی د نورو خلګو په بېعزتی کی خپل عزت او بقا لټوي، او بیا دي پخپله د یو ښه او هوسا ژوند په تمه وي. چی دا ډول سوچ د ځان د غولولو په معنی دی.
د اسلام دین بېله شکه چی یو سپېڅلی، کامل او پاک دین دی، البته په اوس وخت کی، چی د انټرنیټي شبکو فعالیتونو پراخوالی موندلی، ور سره سم د اسلامي عقا‌‌ئدو مینوالو هم د خاموشه مطالعې ترڅنګ، پر ږغیزو او ټولنیزو رسنیو باندي د دیني علماو لکچرونو ته پوره پاملرنه کوي. چي دا کار ددې سبب سوی دی، چی هر سړی وکولایسي، اسلامي معلومات د مسجد نه پرته پر انټرنیټي پاڼو باندي هر وخت چی زړه يې وغواړی وګوري. ترڅو يې په زړونو کي د اسلام په وړاندي هغه سوالونه چی دوی يې لري، حل سي.
د دا مطالعې او اسلامي معلوماتو له مخی ټول همدا اوس پدې ښه پوهیږی، چي داسلام دین د الهي حکم پر بنسټ د دې لپاره ندی راغلی، چي د بشریت تر منځ د بېلتانه تخم وکري. بلکی ټول بشریت ته يې د ورورولی، میني، خلوث څخه ډک پیغامونه راوړی دي. دا پیغامونو د انسانانو د ژوندانه په هره برخه او  اړخ کي د ژوند اسانه کول او د مشکیلاتو او ستونزو څخه په امن کی ساتل دي. لاکن دا امن یوازي او یوازی په هغه صورت کی امکان لري، چي د اسلام د دین پیروانان يې د صحي لوست او زدکړي ورورسته، په مکمله توګه پر ځان باندي تدبیق کړی.
د امریکا متحده ایالاتو په نیویارک ښار کي د ۲۰۰۱ عیسوي کال د سپتمبر د یولسمي نېټې د خونړی پيښي سره سم، په نړی کي نوري دا ډول پيښي ددې سبب سوي چي، ډيری خلګ د اسلامي عقایدو په اړه مطالعې پیل کړی، تر څو ځانته دا معلومه کړي، چي اسلام یعنی څه؟ او ولي مسلمانان د خپل دین سره دومره لیونی مینه لري؟
له نېکه مرغه دا مطالعې ددې سبب سوې، چي د اروپا او امریکا د ځینو هغه اتباعو شکونه چی د اسلام په وړاندي يې لري او یايې درلوده، دېته اړایستل، ترڅو د انټرنیټ او اسلامي کتابونو د لوست او زدکړي له لاري، چي هغه نن د نړی په هره ژبه ژباړل سوي دي. تر نورو څېړنو لاندي ونیسي، ترڅو پخپل ذهن کي هغه خلق سوي سوالونو او شکونو ته د حل لاره وموندي، چي دوی يې د اسلام په وړاندي شکمن کړي وه، الحمدالله هغه شکونه او سوالونه د هغو کسانو په زړونو کي اوس ټول حل سوي دي، چي په اسلامي مطالعه يې لاس پوري کړی دی.
ځکه خو په اروپا او امریکا کی اوس زیات شمیر ځوانانو، چي په هغوی کي مشهور فلمي اکټران، په نړیواله سطحه ورزیش کاران او علمي څېرې هم شاملي دي، اوس اسلام ته مخه کړېده. همدا علت دی، چی د یهودو په مشرتابه نړیوالي استخباراتي شبکې د ډاره، د اسلامي عقایدو په ژوبلولو پیل کړی، ترڅو خدای مکړه، د اسلام دین د دا ډول مجلو د خپرونو او په نړی کي نورو تخریبي اعمالو په واسطه د اروپا امریکا مېشتو ځوانانو په زړونو کی ژوبل کړي.
هیڅ عجبه نده، چی د چارلی هیبدو مجلې دي خپلي خپروني په شعوري توګه د نړۍ د مخورو استخباراتی شبکو په ملاتړ پیل کړی وي، دا ځکه چي دا امکان نلري، چي یوه عادي رسنۍ دي پر خپل سر د دا ډول خطرناکو خپرونو مسؤلیت پر غاړه واخلي، ترڅو يې تر شا قوي ملاتړي او پشتبانه موجوده نوي. زما په اند د دا ډول نشراتو او خپرونو پېټی پر خپل سر د یوې ادارې پر اوږو یو ډېر دروند بار دی، او نه هم یوه عادي رسنی پرخپل سر داسي تصمیم نیولای سي. ځکه پدې هر څوک پوهېږي، چي د دا ډول خپرونو عواقب بې خطره ندي.
همدا وجه ده، چي د نړی په ګوډ ګوډ کی مسلمانانو د دا ډول پارونکي عمل په وړاندي د حقارت احساس وکړ او په زړونو سخت ژوبل سول. خو بیا هم د نړی اکثرو اسلامي هیوادو چوپتیا او زغم غوره وبلل. ځکه خو يې غبرګونونه په نشت کي وه، او که وه هم خورا پڅ ښکاریدل.
لاکن دا هم ټولو ته ښکاره معلومه سول، چي ځیني مسلمانان د اسلام د ستر دین د سپکاوی په وړاندي، چوپتیا او زغم نسي کابو کولای. همدا علت وو، چي موږ او تاسو درې اونۍ مخکي د چهار شنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۷ نېټه، چي د عیسوی کال د جنوري د اوومي نېټې سره سمون خوري، د دې مجلې دوولس مشهور کارتونستان او کارکوونکي د دوو مسلمانانو وروڼو په توسط، چي په غالب ګمان سره کېدایسي د القایدې د شبکې سره يې تړاو درلوده، او هم يې د فرانسې هیواد تابعت تر لاسه کړی وو، لخوا پخپل کاری دفتر کی تر برید لاندی راغلل او ووژل سول.
چي په نتیجه کي يې د اردون هیواد پادشا ښاغلي عبدالله او د فلسطین هیواد ولسمشر ښاغلي محمود عباس په شمول د ۴۴ غربي هیوادنو واکمنانو هم د پاریس ښار پر سړکونو باندي په عامه احتجاج وکړ او د وژل سوو کسانو تر څنګ د فرانسې هیواد د اتباعو سره خپله خواخوږي ښکاره کړل، او دا دول بریدونه يې په سختو ټکو وغندل.
لاکن تر ټولو دردونکې خو لا دا وه، چي د دا خونړی پېښي څخه یوه اونی لا نه وه تېره سوې، چي د چارلي هیبدو د مجلي ادارې یو ځل بیا پخپلو خپرونو کي د اسلامي مقدساتو په توهین لاس پوري کړ، چي دا ځل يې په ترکیه، ایران، افغانستان، پاکستان او نورو اسلامي هیوادنو کي د خلګو سخت غبرکونونه را وپارلول، چي په نتیجه کي يې په ایران، افغانستان او پاکستان کي عوامو د فرانسې هیواد د بیرغونو سوځولو ترڅنګ د خپلو حکومتونو څخه د فرانسې د سفارت د بندېدو غوښتنه وکړه.
د ایران او ترکيې هیواد واکمنانو ښاغلي رجب طیب اردوغان او خامنيې یوازني شخصیتونه وه، چي د چارلي هیبدو د مجلي د خپرونو په وړاندي يې په عامه د حقارت احساس و کړ. ښاغلي اردوغان فرانسې ته ګواښ وکړ، چي که چیري فرانسه د دا ډول ناوړو خپرونو په اړه د اسلامي هیوادونو بخښنه ونغواړي، نو ترکيې پخپل هیواد کي د فرانسې سفارت ته ضرورت نلري، او پاته نورو اسلامی هیوادونو مشرانو، چي سعودی عرب يې په سر کي راځي، د یو ګېلې په شکل هم نه د دې کارتونونو غندنه وکړه، نه يې دا کار د نړی د مسلمانانو سپکاوی وباله او نه يې هم د اسلام د دین سپکاوي یو غیري انساني او لمسوونکی عمل.
د ملګرو ملتونو د ټولني سر منشي بان کیمون، د امریکا متحده ایالتو ولسمشر بارک اوباما، همدا راز د برطانيې صدراعظم ډیویډ کېمرون، ایټالیا، جرمني او د نړۍ د ۴۴ مملکتونو واکمنانو هم د دې پر ځای چي د چارلي هیبدو د مجلې خپروني يې د مسلمانانو په وړاندي لمسوونکي عمل بللی وای، برعکس د دې مجلې خپرونو ته يې د بیان د ازادی نوم ورکړ او د هغوی ښکاره ملاتړ يې اعلان کړ.
بان کیمون د دې پر ځاي چی د دا مجلې خپرونې يې د دې وسلوال برید اصلي لامل، لمسوونکي او د نړی د مسلمانانو سپکاوی بللي وای، برعکس دا برید يې د تفرقې او د بیان د ازادی په وړاندي ښکاره تیری وباله.
اوس پوښتنه داده، چي ښاغلی بان کیمون، بارک اوباما او د غربی نړی واکمنانو! دلته د تفرقې اچوني او د بیان د ازادی په وړاندي اصلی تیری کوونکي څوک دي؟
ایا د بیان ازادي د نړۍ مسلمانانو ته د ښکنځلو او سپکو سپورو په معنی ده؟
زما پخپل اند د بیان د ازادی اصلي تېری کوونکی هغه کسان دي، چي د بیان د ازادی تر چتر لاندي د نړی د یو لوی قشر د انسانانو دین او مذهب ته توهین کوي او هغوی تعقیروي.
خو د یوه لیکوال په اند زه په دا کار نه پوهیږم، چي د یوشتمې پېړۍ د معیارونو او ستندردونو سره سم، د اروپا غوندي په یوه  پرمختللي هیواد فرانسه کي، څرنګه یوه رسنۍ په رسمي ډول د نړی د مسلمانانو ارزښتونو ته په شعوري توګه سپکاوی کوي؟
زه نه پوهېږم، چي څرنګه د ملګرو ملتونو سرمنشي د نړی د څه نا څه دوه میلیارډه مسلمانانو معنویاتو او دیني ارزښتونو و سپکاوي ته د بیان د ازادی نوم ورکوي؟
نن ورڅ نړیوال واکمنان د دولسو کسانو په وژنه په زغرده د پاریس په ښار کي خواشني ښکاره کوي او دا وژنه غندي، خو په اعراق، افغانستان، لیبیا، فلسطین، سوریه او لبنان کي  چي د دوی د ناحقه لاسوهنو له لاسه د ورځي په زرګونو انسانان په بې رحمانه ډول وزل کیږی، ولي چا د دغو ظلمونو په وړاندي ږغ پورته نکړ، نه يې د خوشینی اظهار وکړ او نه يې چا لای پورته کړ؟
ولي د سعودي، اردون، کویټ، قطر او متحده اماراتو واکمنانو ددې ظلمونو په وړاندي سړکونو ته نه راووتل؟
ايا موږ د نړی د دوه د میلیارډو انسانانو معتقداتو او مقدساتو ته سپکاوی او ښکاره تیري نسو ویلای او دا ډول ډیموکراسۍ ته د وحشت نوم نسو ورکولای؟
که څه هم په ظاهره باندي اکثره غربیان دا ښيې، چي ګڼي باید د دوی د مملکتونو اوسېدونکی د ( رېسیزم او فاشیزم ) د بېځایه تبلیغاتو څخه ډډه وکړي، چی کڼي د اروپا او امریکا ټول اتباع باید د تور، سپین، ګندومي اسیايې، اروپايې او افریکايې په نوم یو د بل سره د رنګ، منطقې او مذهب په نوم تبعیض ونکړي. دا پدې معنی چي، هیڅ یو شخص ددې ایجازه نلري، چی د یو بل د مذهب، کلتور او عنناتو سپکاوی وکړي.
د اروپايې اتحاديې د قانون له مخي، که چیري یو شخص په یوه ټولنه کی د مختلفو اقوامو، عنناتو او مذاهبو په تفرقه اچونه او د هغوی تر منځ په تبعض باندي تورن او ونیول سو، نو د قانون د حکم پر بنسټ به دا ډول شخص د سخت قانونی چلند سره مخ سي.
خو له بده مرغه دې حکم ته د عمل په جامه کښي د مسلمانانو سره دوه مخی چلند کیږي. دا ځکه چی که یو څوک په ښکاره ډول د اسلام د دین سپکاوی کوی، قران شریف ته اور اچوي، د رسول اکرم ( ص ) کارتونونه رسموي، چي دا ډول عمل په سوونو میلیونه مسلمانانو چی د نړی دوهم لوی مذهبي قشر تشکیلوي د خپګان او خواشینی سبب ګرځي. د اروپا او امریکا حکومتونو د دې پر ځای چي د دغسی اشخاصو مخنیوی و کړی، برعکس هغوی يې همېش تشویق کړي او دا ډول عمل يې د دې پر ځای چي د تبعض تفرقې اچوني او ټولنیز بحران د سبب کېدولو یوه وسیله بللی وای، برعکس دا کار ته يې د بیان د ازادی نوم ورکړی.
خو که چیري یو مسلمانه ښځه په اروپا او امریکا کي په اسلامي لباس او حجاب کي یوه بس یا اورګاډي ته وخیژي، نو یوه غربي ښځه د هغې مسلماني څنګ ته هم نه کښېني، او د ورایه ټول خلګ هغې ته د نفرت او حقارت په سترګه ګوري او په اسلامی جامه کی د نارینه مسلمان سره همداسي چلند کیږي.
په انګلیستان کی د ډيلې ټیلګراف د ورځپاڼي په حواله په ۲۰۱۴عیسوي کال د می په میاشت کی د فرانسې حکومت خپل د هیواد دوو اتباعو ته د حجاب له وجهي جریمه ورکړه.
د ورځپاڼي له قوله چي دغو دوو انجونو ته په محکمه کي د دوخول ایجازه ځکه نه ورکول کېدل، چي هغوی دننه په محکمه کي هم نقاب اغوستی وو، او د لیري کولو څخه يې په زغرده ډډه کول. ډيلي ټیلګراف لیکلي، چي د محکمې د حکم پر اساس ۳۲ کلنه احماس نومي انجلۍ۱۲۰ ایرو او ۳۶ کلني نیت علي ته ۸۰ ایرو جریمه ورکړل سول.
اوس سوال دادی، چی دلته د مذهب، کلتور، ژبی او رنګ د ساتلو توازن څه سو؟
ایا د نورو انسانانو کلتور او مذهب ته د درناوي اصلیت څه سو؟
ایا د دیموکراسي اصل، خپلي غوښتني پر نورو باندی د تحمیلولو به معني دي، چي ان یو شخص به خپله جامه هم د نورو په خوښه اغوندي؟
که چیري له وقعتونو سترګی پټي نکړو، او خدای مکړه، یو مسلمان په اروپا او امریکا کي د یو بل مذهب کتاب وسوځوي، او یايې په عامه رسنیو کی د مذهب سپکاوی وکړي، اروپایان دغه عمل ته په قانوني توګه پروکېشن یا (پارونکی عمل)  وايې،  نو ځکه به د یو مسلمان لپاره د دغسي عمل اجرآ کول مځکه سره کړي، او د هغه شخص به پر شپه کړي. په سلو نومونو لکه تروریست، دهشت ګر، بنسټپاله، رېسیست به ویادول سي، نوم به يې په تور لیست کي شامل، او بلاخره به دغه شخص تر نیولو وروسته د جسمي او روحي شکنجو تر څنګ د بند په تورو تیارو کی شپې سبا کوي.
د بي بي سي د خبر له مخي د  چارلي هېبدو طنزي مجله د دې دمخه چی پداسی سپک او ناوړه عمل لاس پوری کړي، د اقتصادي ستونزو سره مخ وه. خو کله چي يې په کارتون کي زموږ دستر لارښود سپکاوی وکړ، نو دا ټیم دومره تشویق سو، چي په ټوله غربی نړی کی د شهرت موندلو سره سم په میلونونو ایرو سود تر لاسه کړ. دا پدې معنی چی دا اشخاص اسلام ته د سپکاوي پر بنسټ د حکومت او عوامو لخوا تقدیر سول.
په ۲۰۰۵ عیسوي کال کی د جیلاند پوسټن په نامه د یوې ډنمارکی ورځپاڼي له خوا د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) کاريکاتور تر خپرېدو وروسته په افغانستان او پاکستان کي سخت احتجاجونه وسول.  په دا غبرګون کی د څو ورځو مظاهري د پولسو او عوامو په تاوترخوالي واوښتې، چي ددې تاوترخوالي په نتجه کي يې په لسګونو کسان ووژل سول. همداراز په ۲۰۰۸عیسوي کال کي په اسلام آباد کي د ډنمارک پر سفارت باندي د بمي يرغل په واسطه۶کسان ووژل.
نو ایا په ډنمارک کي د جیلاند پوسټن ورځپاڼي د اسلام د ستر پیغمبر د کاریکاتور خپرول پارونکی عمل نوو؟ چي د دوی د دې کار په عکس العمل کي په لسګونو کسان ووژل سول. اروپايې ټولني د دې پر ځای چي د ډنمارکي ورځپاڼي دا کار يې غندلی او پارونکی بللی واي، برعکس هغوی هم دا کاریکاتور ته یوار بیا د بیان د ازادی نوم ورکړ.
لنډه دا چی، په یوه سالمه او پرمختللې تولنه کي، داسی یوعمل چي په ټولنیزه توګه د انسانانو تر منځ د بحران سبب کیداسي، هغه ته مشروعیت او حمایت ورکول، د مشکیل د کابو کولو پر ځای د اور لمبو ته په لوی لاس د لمن وهلو په معنی دي. چي دا ډول بیځایه ملاتړ د نړی د انسانانو تر منځ د واټن پراخولو تر څنګ د غچ اخستلو او پراخي مرګ ژوبلي سبب کیدایسي.
نن ورځ د دې پرځای چی نړیوالو واکمنانو په اروپا او امریکا کي د مختلفو قومونو او مذهبونو تر منځ د توازن ساتلو پر اساس يې فکر کړی وای، ترڅو په راتلونکي کي نه څوک د بل مذهب، کلتور او عنناتو سپکاوی وکړي، او نه هم بل شخص د غڅ اخستلو په هوډ په یوه ټولنیز بحران لاس پوري کړي. دوی بر عکس د مسلمانانو په وړاندي د فکري او فرهنګي جګړې د کمپاینونه ملا تړي او هغوی د خپلو استخباراتي شبکو له لاري له مالي لحاظه تمویلوي. چي دا ډول عمل په اسلامی هیوادونو کي د غربي هیوادونو د اوسېدونکو په وړاندي ستونزي زېږوي. همدا علت دی، چي نن ورځ په اسلامي هیوادونو کی د بحرني سیلانیانو او کارکوونکو لپاره اوسېدل او سفر کول له وېري او ډار څخه په امن کی ندي.
فرانسه او اروپايې اتحادیه باید پر داسي یوه ستراتیژي کار وکړي، چي له عمله يې په راتلونکی کي، په اروپا او امریکا کي یوځل بیا د مذهب، کلتور، عنناتو له وجهي ټولنیز عدالت تر پښو لاندي نسي. ترڅو یو شخص د غچ په هوډ د عامه وژنو او د همدې ټولنیز بحران سبب نوي ګرځېدلی.
لیکونکی: محمد سلطان ‍‍‍‍(شریفی)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery