مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

امنیتي چارواکي: د امنیتي ځواکونو د ښې همغږۍ له امله د پکتیکا امنیت ښه شوی

احمد فیصل
د پکتيکا ولايت امنيتي چارواکي وايي، د افغان امنيتي ځواکونو د همغږۍ پر اساس يې په ولايت کې امنيتي وضعيت ښه شوی دی. په پکتيکا کې د خاص قطعې قوماندان عزيزالله کاروان ويلي چې په دغه ولايت کې دوی د پخوا په څېر له جدي امنيتي ګواښونو سره نه دي مخ او د نورو ولايتونو په پرتله يې په ولايت کې امنيتي وضعيت ښه شوی دی. هغه ازادۍ راډیو ته ويلي: ((پکتيکا امن، د نورو ولايتونو څخه چې زه يې وينم، ډېر ښه دی، بهتره دی، له دې ځای څخه چې تاسې په يوه ټکسي کې سپاره شئ تر ارګونه، شکينه او نورو سرحدي ولسواليو کولای شئ، پرته له کومې امنيتي ستونزې سفر وکړئ.)) نوموړی زياتوي چې په دغه ولايت کې د دوی پر ضد جنګېدونکې وسله والې ډلې يې د مخامخ مقاومت ځواک له لاسه ورکړی دی او په خبره يې په ټوله پکتيکا کې د وسله والو مرکزونه او ګروپونه له منځه وړل شوي دي. هغه وايي: ((مستقيماً موږ داسې ستونزې نه لرو چې دلته دې د وسله والو مرکزونه يا ګروپونه ولرو چې له موږ سره مخامخ جګړه وکړي او يا دلته پاتې شي.)) کاروان دا هم وايي چې په پکتيکا کې د امنيت د ښه والي لوی لامل دا دی چې په دغه ولايت کې د افغان امنيتي او ملکي ادارو ترمنځ همغږي زياته شوې ده. هغه زیاته کړې: ((د پکتيکا رهبري او امنيتي ځواکونه، اردو، امنيه قومانداني او خاصه قطعه او نور ټول ځواکونه په خپلو کې سره ښه همغږي لرو چې په دې اساس امنيتي وضعيت هم ښه شوی دی.)) د ده په خبره په دې وروستيو کې د ولايت نوې رهبرۍ د سپارښتنو پر اساس چې د دغه ولايت د امنيتي وضعيت په اړه يې لري، لا هم کېدلی شي امنيتي وضعيت تر دې ښه شي. کاروان دا خبرې په داسې مهال کوي چې څو اوونۍ وړاندې د پکتيکا په يحی خېلو ولسوالۍ کې انتحاري حملو نږدې سلو کسو ته مرګ ژوبله واړوله او د چارو د کارپوهانو په خبره پرته د انتحاري حملو او د سړک غاړې بمي چاودنو په تېرو شپږو مياشتو کې په دغه ولايت کې د کومې مخامخ جګړې راپور نه دی ورکړل شوی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery