مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

معصومه نظري: د ملي ارشیف اثار مخ په خرابېدو دي

احمد فیصل
که څه هم د هېواد ملي ارشيف د بهر ته د قاچاق کېدونکو تاريخي اثارو او خطاطي شوو تابلوګانو په راګرځول کېدو غني شوى، خو د تاريخي اثارو ساتنې او ترميم لپاره د لابراتوار او صحافي برخې نشتوالى د ارشيف پر وړاندې عمده ننګونه ده. د ملي ارشيف مشرې معصومې نظري له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه ويلي چې تېر کال د کابل نړيوال هوايي ډګر له ګمرکه ١٦ټوکه خطي او تاريخي ارزښتناک کتابونه ارشيف ته رسېدلي، که د دغه هوايي ډګر مسوولينو يې د لېږد مخنيوى نه واى کړى، نو دوبۍ ته لېږدول کېدل او له هغه ځايه يې د عربي او لوېديځو هېوادونو بازارونو ته لار مونده. هغې زياته کړې چې تېره اوونۍ هم د خطاطۍ درې لرغونې تابلوګانې بهر ته لېږدول کېدې چې د کابل په ګمرک کې ضبط او ملي ارشيف ته ولېږدول شوې. مېرمن نظري ويلي: ((له هوايي کرښو زموږ د هېواد دغه فرهنګي وياړونو ته د لېږد کمه زمينه برابره ده، خو د ځمکې له لارې يې هم د قاچاق وړونکو نيونه امکان نه لري، هر وخت چې هېوادوال دغه اثار ملي ارشيف ته سپاري، اثار خپله د هغوى په نامه ثبت او په افغانستان کې ساتل کېږي، خو کله چې کله چې بهر ته ولېږدول شي، د هغو هېوادونو د اثارو برخه ګرځي.)) د ملي ارشيف مشرې ويلي چې د ځينو دولتي چارواکو له خوا تاريخي شتمنيو ته د اهميت نه ورکولو په سبب، ګڼ شمېر دا ډول فرهنګي وياړونه له هېواده بهر لېږدول شوي او پلورل کېږي. نوموړي له دولتي چارواکو غوښتنه کړې چې ملي ارشيف ته د يوه څېړنيز او فرهنګي بنسټ په توګه پاملرنه وکړي او هم دې وزارتونه خپل تاريخي او فرهنګي اثار ملي ارشيف ته ولېږدوي، څو دغه اسناد په ښه ډول ترتيب، تنظيم او طبقه بندي شي او د څېړونکو او محصلينو لاس ته ورسېږي. مېرمن نظري وړانديز کړی چې هر وخت د ملي ارشيف له لارې د دغو اثارو د پېرلو بوديجه ځانګړې شي، ارشيف کولى شي چې د رسنيو له لارې عمومي اعلان وکړي او له خلکو څخه خطي او تاريخي اثار وپېري چې د افغانستان د ټولو خلکو له کلتور څخه ساتنه وشي. د ملي ارشيف مشرې ويلي چې که څه هم اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ارشيف ته بودجه بنده کړې، خو دومره پيسې لري چې دغه اثار وپېري او له هېواد بهر ته د لېږدېدنې مخنيوى يې وکړي. ملي ارشيف دوه امريتونه لري چې د خطي نسخو او تاريخي اسنادو څخه عبارت دي. په ارشيف کې د فرمان، مکتوب، قبالې، جواز، نکاح پاڼې، طلاق پاڼې او همدارنګه د ګڼو دولتي او غير دولتي اسنادو په ګډون ٩٥ ډوله سندونه شته چې په ټوليزه توګه شاوخوا سل زره سندونه کېږي. د دې تر څنګ ٥٣ زره تاريخي عکسونه هم په کې ساتل کېږي چې د تېرو بېلابېلو درود پاچاهانو، فرمان روايانو او د کورنۍ د غړو عکسونه په کې دي. په دې تاريخي ځاى کې ٧٣٠٠ تاريخي خطي نسخې هم ساتل کېږي چې په درېيمه هجري پېړۍ کې په ګوتو ليکل شوې، همداسې د هېواد د سترو خطاطانو اثار، د ميناتورۍ تابلوګانې، د قرانکريم او تفسيرونو خطي نسخې او ځيني ادبي کتابونه لکه د شعرونو ستر دېوانونه، ساينسي او د نورو علومو کتابونه هم په کې شامل دي. په دې وروستيو کې يو شمېر نوي اثار لکه خطي نسخې او تاريخي اسناد هم د هېواد د پوهو او فرهنګپالو شخصيتونو له خوا ملي ارشيف ته ډالۍ شوي دي. تېر کال د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي يو شمېر خطي نسخې او نفيس چاپي کتابونه ارشيف ته ډالۍ کړل، د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله او يو شمېر نورو کورنيو او بهرنيو شخصيتونو هم تاريخي اسناد چې لرغونتيا يې له ٤٠ کلونو اوړي؛ په خپل نامه په دې تاريخي خزانه کې ثبت کړي دي. خو د ملي ارشيف مشرې د اساسي لاربراتوار او صحافي برخې نشتوالى، د نسخو او تاريخي اثارو ترميم د خپلو بنسټيزو ستونزو په توګه ياد کړي او وايي: ((ګڼ شمېر اثار په ارشيف دننه د مضرو حشرو د شتون په سبب زيانمن شوي او بايد عفوني ضد شي.)) نوموړې د خواشينۍ په څرګندولو سره ويلي چې د نړۍ په ارشيفونو کې داسې وسايل او تجهيزات شته چې هر کله په کې دننه نسخې کېښودل شي، نو هغه نسخه عفوني ضد او مکروب ضد ځانګړتيا غوره کوي، خو د افغانستان په ملي ارشيف کې داسې وسايل او تجهيزات نشته او بايد ډېر ژر ورته برابر شي. مېرمن نظري خبر دارى ورکړی چې که چېرې ملي ارشيف پر دې وسايلو سمبال نه شي، د ارشيف ټول مواد به له خطر سره مخ او په تدريج ډول به وراسته او له منځه ولاړ شي. د ملي ارشيف مشره وايي چې د ملي ارشيف په قانون کې په څرګنده راغلي چې ټول وزارتونه او دولتي موسسې موظفې دي چې خپل ٤٠ کلن اثار ملي ارشيف ته د ساتنې لپاره وسپاري، خو وزارتونه خپل اثار او تاريخي نسخې په بورډونو کې ساتي چې امکان لري د نم او لوندوالي په سبب زيانمن او خراب شي. مېرمن نظري ويلي: ((په دې دوو وروستيو کلونو کې وزارتونو ته له پرلپسې مکتوبونو استولو وروسته هم نه يو توانېدلي چې ٤٠ کلن تاريخي اثار ترلاسه کړو، ځکه چې دوى نه غواړي ځان په زحمت کړي، تاسې وګورئ چې په ارشيفونو کې يې تاريخي اثار شته او که نه؟)) هغې زياته کړې چې په ٢٠١٤ کال کې شاوخوا درې زره کسانو له ارشيفه ليدنه کړې چې دا ليدنه په بشپړه توګه وړيا ده. هغه کسان چې د دغو اثارو ليدنې ته راځي، د دولتي ادارو، علومو اکاډمۍ او بهرنيو چارو وزارت څېړونکي، ليکوالان، کتاب پلورونکي، خپروونکي، محصلين، د ښوونځي زده کوونکي، عادي خلک او هغه محصلين دي چې پر خپلو مونوګرافونو او تيزسونو کار کوي. د ملي ارشيف مشرې ويلي: ((له زده کوونکو او محصلينو څخه مې غوښتنه دا ده چې د ښوونځيو د زده کړو په بهير کې په ډله ييز ډول راشي، د دوى راتګ به هغوى لد افغانستان له تاريخ سره لا بلد کړي او وبه ګوري چې د هېواد فرهنګي ميراثونه يې څنګه ساتل کېږي؟)) ملي ارشيف د اويايمې لسيزې (١٣٧٥-٧١) په جګړو کې په امن پاتې شو او کوم زيان نه دى ور رسېدلى. دغه تاريخي خزانه د افغانانو د نيکونو د کارنامو او هېواد د تاريخ او فرهنګ بيانوونکې چې دا توکي يې د ننني نسل لپاره په خپله غېږ کې په بېلابېلو بڼو ساتلي دي. د ملي ارشيف اثار د امير حبيب الله خان په وخت کې د ملي موزيم له اثارو سره يو ځاى د هغه وخت په شاهي کتابتون کې را ټول شول، وروسته د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د ملي کتابتون بڼه ورکړل شوه او په ١٢٩٨ لمريز کال کې په باغ بالا کې د عجايبه خانه په نامه نومول شوې کوټې ته ولېږدول شول. ارشيف په ١٣٥٢ لمريز کال کې له موزيم نه بېل او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په اډانه کې ځاى پر ځاى شو او له ١٣٥٦ لمريز کال راهيسې په کابل کې د انحصارات سيمې يوې ودانۍ ته لېږدول شوى دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery