دخپریدو نیټه : 2015-02-01 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د کندوز ولایتي شورا هم نن خپل دفتر وتاړه
احمد فیصل
له ولایتي شوراګانو د څار حق د اخیستو په اړه د غبرګونونو په لړ کې د کندز ولایتي شورا هم نن خپل دفتر وتاړه. د کندز د ولایتي شورا مشر محمدیوسف ایوبي وايي، تر څو چې ولسي جرګې خپله پرېکړه بېرته نه وي اخیستې، دوی خپلو کارونو ته دوام ورنه کړي. نوموړي زیاته کړه چې د ولسي جرګې دغه پریکړه به په سیمه ییزو ادارو کې فساد ته لار هواره کړي.