مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-01   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ولايتي شوراګانو د څارنې رول د څرنګوالي پر طرحه کار پيل شو

احمد فیصل
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسمشر له سپارښتنې سره سم د ولايتي شوراګانو د څارنې رول د څرنګوالي پر طرحه کار پيل کړى دى. ولسي جرګې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ولايتي شوراګانو قانون په تعديل شوې طرحه کې له ولايتي شوراګانو د څارنې رول د رايو په اکثريت رد کړ. د دې پرېکړې په غبرګون کې د ولايتي شوراګانو ډېرى دفترونه وتړل شول. د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند تواب غورځنګ وايي چې ولسمشر اشرف غني تېره ورځ د دې ادارې له سرپرست او ځينو رييسانو سره په ناسته کې لارښوونه وکړه چې په راتلونکو درېيو اونيو کې د ولايتي شوراګانو د څارنې د څرنګوالي طرحه د دويمو واحدونو له کړنو تدوين کړي. د نوموړي په خبره، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست ويلي چې تېرو تجربو او په سيمه ييزه حکومتولۍ کې د خلکو د ادارې د تمثيل اړتيا ته په پام سره، په نوې طرحه کې د ولايتي شوراګانو د نظارتي رول څرنوالى په څرګند ډول تعريفېږي. نوموړي د دې ادارې په استازولۍ له ولايتي شوراګانو غوښتنه وکړه چې خپل دفترونه دې د خلکو پر مخ پرانيږي. د دې ادارې وياند وويل چې د ولايتي شوراګانو د دفترونو بندوالى په دې ادارو کې د خلکو استازولۍ ته زيان رسوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery