مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-01   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

کندهار : ديني عالمانو د افغان ځواکونو څخه د ملاتړ غونډه وکړل .

لودين
د کندهار ديني عالمانو د يوې غونډي پر مهال د افغان امنتي ځواکونو څخه د ملاتړ غونډه وکړل ، ديني عالمانو په خپلو ويناوو کې افغان امنتي ځواکونو د افغانستان د خاوري ساتونکي وبلل او له خلکو يې وغوښتل چې د هيواد په ساتنه کې ورسره مرسته وکړي . غونډه چې نن يکشنبه د کندهار د ديني عالمانو د شورا له لوري رابلل سوي وه ، د کندهار ښار او ولسواليو لسګونو ديني عالمانو او قومي مخورو ګډون پکښي کړی وو . د غونډي موخه تر بهرنيو سرتيرو تر وتلو وروسته د افغان امنتي ځواکونو ملاتړ وو او د هغوی سره مرستي ته د خلکو هڅول وه . د کندهار د ديني عالمانو د اصلاحي ټولني مشر حاجي عبيدالله فيضاني او ديني عالمانو اتحاد او اتفاق د ستونزي د هواري دپاره ښه لار وبلل او خلک يې و هڅول چې په خپلو منځونو کې يووالی او اتحاد وکړې . د کندهار د سولې د ولايتي کميټې مشر عطامحمد احمدي ديني عالمان د ټولني سترګي وبللې او د سولې په برخه کې د ديني عالمانو رول خورا مهم وباله نوموړي له ديني عالمانو وغوښتل چې په مسجد او منبر کې خلک د سولې ، امنيت او ټولنيز ژوند په اړه وپوهوي ، هغوی ملي يووالي او وسله وال طالبان سولې کولو ته راوبلې . ورته غونډي د هيواد د مرکز کابل تر څنګ د هيواد په يو شمير ولايتونو کې هم سوي دي ، دا ګام وروسته تر هغه پورته کېږي چې په هيواد کې د بهرنيو سرتيرو فوځي ماموريت پای ته رسيدلی دی او اوس د افغان ځواکونو پياوړتيا ته توجه تر ټولو مهم او اړين کار دی .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery