مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اناهیتا روهي دشعر هنري ساه

شریف الله دوست

بریالی شاعر او شاعره دنوښت ، هنري او بدیعي ځواک په مټ په خپلو شاعرانه الفاظو او کلماتو کي ابدي ساه پوکي ، آب حیات پرې څښي ، د زړه وینه او مینه پرې خوري ، دا ډول شعرونه بیا هیڅکله نه مري ، له انساني ژوند سره مله او تله وي .
له بله پلوه په یوویشتمي پېړۍ کي دشعر په تعریف کي د قافیې ، ردیف نوم څوک پر خوله هم نه راوړي ، شعر د کلماتو له ښکلا ، جالبوالي ، نوښت او الفاظو ساه او روان ته ګوري ، هغه چي د لوستونکي او اورېدونکي روح او روان ته سکون ، تلقین ، او خوځښت ورکړي ، عواطف او احساسات يې په چیغو او غلبلو راولي ، بشري مینه يې په وجود کي را وټوکوي ، ويې ژړوي ، ويې خندوي او را ويې پاڅوي.
(ابن سینا) لس پېړۍ مخکي په دې وینا خوله وچه سوه  " د شاعر لوی هنر دادی چي پر کلماتو لاس بری او غالب وي او له هغو څخه (هنري) ګټه پورته کړي."خو موږ د ادبي فنونو پنډ – پنډ کتابونه د شعر په هندسي جوړښت ، اود شعر په فنوني پېژند ډک کړي دي ، زه دا نه وایم چي د ادبي صنعتونو بدیعي او معنوي ښکلاوي بې څه دي ، خو پر دې هم سترګي نه پټیږي چي یوازي دشاعر د شعر په شکلي جوړښت پوهېدل موږ موخي ته نه رسوي او نه هم زموږ مسؤلیت پرې اداء کیږي ، د شعر دښه پېژند لپاره اړ یو چي شاعر هم وپېژنو په دې مفهوم چي د شعر په روحیاتو پوهېدلو لپاره باید شاعر هم په خپل چاپېریال کي ولوستل سي.
تر څو شعر ، شاعر ، چاپېریال ، دشعر رواني او روحي ژبه او هغه کي نغښتی انځور، پیغام د ادبي رواني لابراتوار له مخي تشخیص کړو ، او دشاعر په شعري او خیالي ، ارزښت او درنښت پوره پوه سو او دا د شاعر مسلم حق دی.
زموږ افغاني ټولنه کي چي ښځه  یومنزوي ذات دی ، ډېر کله يې عاطفه زخمي او ځپل کیږي ، په رواني خواشینۍ اخته کیږي ، بیا کله چي دا ډول حالت د همدې ښځو په شعرونو کي انعکاس مومي ، په هغوی بیا سر نه ګرځول ،د ستونزو حل کې مرسته نه کول او یا له سره تېرول زموږ (نارینه وو)غفلت او بې اعتنايي ده.
دا چي غواړو په شعر کي د افغان مېرمنو په ټولنیزه روحیه پوه سو اړ یو ښځینه شاعري ولولو ، وسپړو چي دلته مو په خپل وار زموږ دیوې بریالۍ شاعري (اغلي اناهیتا روهي) خورد شاعرانه کلام څو بېلګي را اخیستي ، له مخکي به یوه خبره سره سپینه کړو چي دلته د داغلي روهي  شعر د ادبي فنونو په اډانه کي نه اچوو ، بلکي که وتوانیږو د شاعرانه الفاظو عاطفي کیف او اغېز ، شاعرانه (آه) او ساه رواني تشخیص يې کوو او ګورو چي زموږ شاعره څومره د شاعرانه هوښ ژورو ته ننوتې ده او هورې يې خپلي هنري - روحي غزوني کړي دي ، لکه چې وايي:
چوپتیا مه ماتوه
حافظه مې دماضي
البوم ته ګوري
(شعر: البوم)
زموږ شاعره د خپلو یا نیابتي خیالونو په شالید کي ، هغه خیالونه چې عاطفه يې په زولنو تړلې ، ناوسه ده ، هیښه ده ، خواره ده ، عاجزه ده خاطرې يې د حافظې د ثقل مرکز نیولې ، ریږدي ، سترګي نه رپوي ، په راکښلو تعجبي سترګو په خپله حافظه کي د ماضي یو تریخ انځور مشاهده کوي آه او ساه يې په سوځلي کوګل ننوځي دریږي او خنثی کیږي، دالفاظو او کلماتو تنفس يې په لنډه ساه وايي : پام ! " چوپتیا مه ماتوه ، چوپتیا مه ماتوه "
دا يې د ماضي رنځور، انځور ډکه حافظه وه ، خو دلته بیا له زماني پلوه د حال په ژبه هغه درد چي په زړه او روان يې تېریږي او دوجود اناټومي يې توږي ، سولوي ، رژوي او څڅوي ، بیلا کیفه او اختیاره يې رنځور ، مجبور او تڼاکي لاسونه ، دخپل وجود توېدو ته لپه نیولي ، څوک نه لري ، لاهم داسي څوک نه لري چي د دې ارمان له لاسه ونیسي او د استرحام لاس يې پر سر ور تېر کړي ،رواني  ډاډ او سکون ورکړي او یو ځل ورته ووايي چي :" ته یوازي نه يې ، زه در سره یم ، زه در سره یم "
دې هم دهمداسي یو جملې د اورېدو په تمه خپل ټول ژوند نومولی ، خو درېغه ، درېغه وايي :
( ای )
وجود مې
راڅڅیږي له څرمنې
مايې څاڅکو ته
تڼاکي لپي ایښي
(شعر : تڼاکي لپې)
بل ځای په تحت الشعور کي ، پر هغه چا ږغ کوي ، له چا نه چې دا هیله لري کېدای سي داسي شېبه را ورسي چي زړه يې را باندي وسوځي زما پر ساندو او سلګیو ، دعاطفي سکون سیوری وغوړوي ، ځکه نو خپله ناوسه رښتنولي داسي ښکاره کوي:
ساندې او سلګۍ مې
د زړه پر ديوالونو ټومبلي
(ای) راشه که يې تصویر
په یادګار اخلې!
(شعر : تصویر)
بیاهم درد ، داسي درد چي د لمس وړ نه دی ، دا درد د داسي زخم نه دی چي ټکور يې طبي درملنه وغواړي بلکي ، دا داسي درد دی چي رواني درملنې ته اړتیا لري ، دا درد (تا) ورکړی ، لېونی دی ، غرڅنی دی ، وحشي دی ، مستعار دی ، خو ته نه پوهېږې یا سر نه خلاصوې ، ( دا ) رنځ وړي ، همدا (ستا) درد يې خوب او فکر سوځوي ، ګروم يې پر مسلط کړی ، دا درد له سترګو نیهام دی ، خو دزړه سترګي يې ډېر ښه ویني او دعاطفې غوږونه يې د هري څړیکې درزا ډېره ښه اوري ، جسم او روان يې له همدې درد له اغېزې سر نه سي پورته کولای ، پر (تا) ږغ کوي او سپینه يې درته وايي:
شپه  وېرې اخیستې
ستا راکړی درد
بیا ځان لېونی کړی
نه ویده کیږي
(شعر:درد)
همدا (ستا) په یاد کي تېر وخت او بخت يې د یادګار په ظرف کې د دې لپاره خوندي کړی ، تر څو یاد يې ځنډنی وي ، یادنی وي ، خو (ستا) د مینې کمښت ، بې پروايي ، مسافري دلته هره شېبه یو زړه خوري ، ځبیښي ، ځکه نو په عاجزانه ږغ وايي:
وخت مې څاڅکي څاڅکي
لوښې ته ور وڅڅاوه
کنګل کوم يې
چي تر ځنډه پاتې شي
(شعر : کنګل)
نو ای ! ته څوک يې چي له دومره دردونو سره مله يې ؟
 : زه ، زه ، زه د شعر هنري ساه یم!
زموږ د پیاوړي او نوښتګرې شاعرې اغلې اناهیتا روهي ، شعري شعور کې تر بیتي اهداف او اخلاقي مېتودونه ، ځانګړی ځای لري ، شاعرانه خیال يې دومره د هنر عمق او ژورو کې ادبي او هنري غزونې کړي ، چي په اسانۍ پرې پوره پوهېدل ستونزمن دي ځکه به نو (اسوالډ اشپینګلر) ، همېش ویل : " شعر ویل هنر دی ، خو په شعر پوهېدل له دې نه هم ډېر هنر ته اړ دی "
خو دومره وایو چي موږ په نیمګړې نړۍ کې ژوند کوو، (وموبښئ).
پای
۲۰۱۵/جنوري/۱۴
هـــــــــــــــــــــــــــــلمند
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery