مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-16   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

گله! هله ځي!

محمود نظری

 

دالټ غویی بې اله بله کله ځي
 لږ حرکت غواړي بې تیله کله ځي
 شوکماران بې صابوني اماله کله ځي
 سمه جوله راوله جزغاله خپله ځي
 گله ! تا ته وایم برېت غوړ هله ځي
 ته د پښو ترپ کړه غل غدو خپله ځي
***
تا ویل له دې وطنه بدجوله ورکومه
 ددې وچکه غلو ټوله سلسله ورکومه
 انگره دنگره والا ته اماله ورکومه
 له جذبه والایې زنگوله شکومه
 گله! واوره تا ته وایم ډانگیی هله ځي
 ته د پښو ترپ کړه خاینان خپله ځي
***
ولي دي په هر کار کې شمه ځي
 هله ونیسه ووایه غله سراسیمه ځي
 دا خېله والیان ټوله په اېشله ځي
 الله جلله کوه نور یې بی تبادله ځي
 گله ! واوره تا ته وایم مافیا هله ځي
 ته د پښو ترپ کړه خاینان خپله ځي
***
که ستا هر کار دسلو ورځو په تمه ځي
 دا د وطن پرستي جذبه دي خپله ځي
 په بسم الله د هړیړې غوړپ په ذمه ځي
 د ژمي توره څله له وطنه بې حیله ځي
 گله ! واوره تا ته وایم غل غوبل هله ځي
 ته د پښو ترپ کړه خاینان خپله ځي
***
چیرې هغه ستا رسالت سو
 اخیر ولي بیا مصلحت سو
 څه هغه ستا پوه او اهلیت سو
 دوام دواشیر دغلو سلسلت سو
 گله ! واوره تا ته وایم مکار هله ځي
 ستا په دې ځنډسیاست خاینان کله ځي


 اله بله (شور اوچغو) توله ( توازن)، برېت غوړ( رشوت)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery