مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-25   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

«شهیده انګیزه»

سخی زوی


د بینوا انترنټی ویب پاڼې محترمواوګرانومسؤلوچلونکوته لومړې تاوده سلامونه ٬ احترامات اونیکې هیلې وړاندې کووم. زه افتخارلرم او ډیرخوشحاله یم چې تاسوسره په دې وسیله اړیکه نیسم. دلته تاسو ټولود فرهنګی ډګرمبارزینوته د الله تعالی له سترذات نه روغ صورت٬ په ژوند کې خوشحالئ اولا ډیر بریالیتوبونه غواړم. ګرانواو درنوعزیزانو دا چې خبره اوږده نشی٬ زه له خپل ګران هیواد افغانستان نه بهر٬ په سویدن کې هستوګنه لرم٬ څوورځې د مخه مې د عامه رسانیوله لارې ډیرغم انګیزه خبرد ننګرهارد ولایتی شورا غړې مرحومې انګیزه شینوارې د مړینې په هکله واوریده. دا چې زه له دې موضوع نه ډیرزیات متأثره شوم٬ نو د هغې په غم کې د شریکېدو په خاطرمې د دې د شهادت د در ناوی لپاره یو ساده غزل لیکلئ ده. نوهیله لرم چې د امکان په صورت کې یې په ویب پاڼه کې د نشر حق ورکړئ چې د هغې د مړینې په ماتم کې زما او د ویب پاڼې غم شریکی ادا شی دا ځکه چې د هغې اصلی ټاټوبئ ننګرهاراو د ټولودرندو پښتنوزړوره بچئ وه. د هغې روح دې تل ښاد وې. امیدواره یم چې دا به له بینوا سره زما د قلمی رابطې آغازوی. په ډیر درناوی سره. انالله واناالیه راجعون.

 انجینیرمحمدحسین سخی زوی


«شهیده انګیزه»
اصیله پښتنه ملاله پيغله مسلمانه با حیا وه
 د هـرپـښتانه فخر٬ دننګرهارښکلې لیلا وه
 د غلیم په دسیسه کې انګیزه شـوله شهیده
 د ا قبیح عمل د دښمنانوډیره د ظلم انتها وه
 وطن ته د خدمت په لارهغه شوله قربانه
 شـهیده٬ انګیزه شینوارې ګرانه په هرچا وه
 ډیرپه لوړجرأت یې راودانګل خدمت ته
 ارتجاع سره جګړې کې مبارزه بې پروا وه
 زمونږ په وطن کې ډیرظالمه قاتلان شته
 دښمن خووو قابوتل٬ دا بی خبره له قضا وه
 دتاریخ اسطوره شوه توریالئ ښځه افغانه
 د ښځونهضت کې ځلانده ستورۍ پرسما وه
 رب لوړمقام د شهادت ورته نصیب کـړو
 فردوس جنت یې ځای خدمت کې دهرچا وه
 مئېنه په وطن هدف یې د خلکوآرامی وه
 زخمي په روح او تن له جګړې سبا بیګا وه
 د بیوزله غریبانو پښتنود زړونووه وکیله
 د هرې پښتنې خورومورپه مینه کې شیدا وه
 د مظلوموخویندومیندو د حقوقو مدافع وه
 دښځود افکاروآئینه دانعکاس خوپه رښتیا وه
 پوره به د هغې شی سپیڅلی ارمانونه هم
 سـوله به تأمین شی٬ چې دا یې ستره تمنا وه
 انګیزه یوازې نه وه چې مړه شوله غلیمه
 ټولې ښـځې یې تعویض دي نه چې دا تنها وه
 پیغلې د ننګرهاربه کړی تعقیب دهغې لاره
 وګوره دښمنه ته ناکام یې دا ستا لویه خطا وه
 سخی زوی هـم غـم شریک ده په ماتم کې
 بس ده نورمه ژاړئ هغه معصومه بې ګنا وه
 سویدن - ۱۳۹۳/۱۱/۳۰

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery