دخپریدو نیټه : 2015-02-26 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
جنرال رجب: د سالنګ د پاکولو چارې چټکې روانې دي
احمد فیصل
د سالنګونو چارواکي وايي چې له تېرې شپې راهيسې په سالنګونو کې واوره ورېدنه درېدلې او د دې لويې لارې د پاکولو عمليات په چټکۍ روان دي. د سالنګونو د ساتنې او مراقبت رييس ډګر جنرال محمدرجب ويلي د سالنګ لويې لارې په اوږدو کې د واورې پاکونې عمليات د ١١ ډلو له خوا له تېر مازديګر راهيسې بې له ځنډه په چټکۍ سره دوام لري او د کبېلونو د پرېتو تر ساحې پورې يې د افغانستان برېښنا شرکت د تخنيکي عملې د رسولو په موخه يوه بېړنۍ ليکه ايستلې ده. جنرال رجب له موټر چلوونکو او مسافرو غوښتنه وکړه چې د سالنګ لويه لار په عمومي ډول له خطره خالي نه ده او بايد په دې لاره له سفر کولو په کلکه ډډه وکړي.