دخپریدو نیټه : 2015-02-26 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د کرکټ نننۍ ( ۷ کب) بریا په ډولونو او اتڼونو ونمانځل شوه
احمد فیصل
د هېواد د پلازمېنې کابل او بېلابېلو ولايتونو زرګونو هېوادوالو په نړيوال جام کې د کرکټ د بريا جشن په ډولونو او اتڼونو ونمانځله. د افغانستان د کرکـټ ملي لوبـډله نن د نيوزيلينډ په ډونيډن ښار کې د نړيوال جام د سياليو په لړ کې د سکاټلينډ لوبډلې تر يوې سختې او په زړه پورې مسابقې وروسته ماتې ورکړه. دغه لوبه چې د افغانستان په وخت د شپې په دوه نيمو بجو پيل شوې وه، ډېرى هېوادوالو له نيمې څخه د لوبې نندارې ته راپاڅېدلي وو. د سکاټلينډ پر وړاندې د افغانستان له بريا سره سم د هېواد په پلازمېنه او کابل کې زرګونه مينه وال راووتل، په داسې حال کې چې له ډېرو سره ملي بيرغونه وو، په ډولونو او اتڼونو يې دا بريا ونمانځله.